عبدالرب رسول سیاف/ ارشیف

تاند- امریکايي خپرونې دیپلومات لیکلي چې د ولسي جرګې غړی استاد سیاف ځان د افغانستان ولسمشرۍ ته کاندیدوي. په همدې حال کې په کابل کې ځینې سرچینې وايي چې عبدالله عبدالله به ژر ځان کاندید کړي.

دا سرچینې وايي چې عبدالله ځان ته محقق او ارغندیوال مرستیالان غوره کړي دي.

دیپلومات په یوه راپور کې چې سرلیک یې دی:پخوانی جګړه مار ولسمشرۍ ته ځان کاندیدوي، لیکلي چې د سیاف د بري چانس (تر ښه بهتره) دی.

دې خپرونې لومړی له القاعده، افریقايي او اسیايي سخت دریځو ډلو سره د سیاف د اړیکو او په کابل کې د تنظیمي جګړو په لړ کې د وژنو یادونه کړې خو بیا یې لیکلي چې د نړۍ په دې ګوښه (افغانستان) کې دا مهمه نه ده، ده ته له دې ټولو سره سره په درنه سترګه ګوري.

دیپلومات د زلمي رسول یادونه نه ده کړې خو عبدالله عبدالله او اشرف غني احمدزی یې د دوو نورو مطرح کاندیدانو په توګه یاد کړي دي.

په همدې منځ کې په کابل کې ځینې سرچینې وايي چې عبدالله عبدالله له عبدالهادي ارغندیوال او محمد محقق سره موافقې ته رسېدلی دی.

دې سرچینې ونه ویل چې د انتخاباتي اتحاد نور غړي لکه جنرال دوستم،عطا محمد نور او امر الله صالح له دې ترکیب سره موافق دي او که نه دي.

10 thoughts on “دیپلومات : استاد سیاف ځان ولسمشرۍ ته کاندیدوي”
  1. قسم دي مي په خدي وي که راي ورکړم وسیاف ته چی دافغانستان دجوړیدلو ټکیټ یی په غاړه وي

  2. زماپه خیال ټول افغانان به سیاف ته رایه ورکړی ځکه سیاف غوند لوی عالم دکرزی لالا په کابینه کښی نه ترسترګوکیږی کچیری طالبان په انتخاباتوکښی برخه واخلی بیا دسیاف کاثه هم نسکوره ده ځکه افغانان ټول اسلامی قانون غواړی

  3. سلامونه
    الله مو دی ددی ټوپکیانو او ملی خاینینو څخه خلاص کړی ، باید ټول افغانان د سیاف په غټه ږیره ونه غولیږی سیاف خو لږ قتلونه نه دی کړی پام وکړی چی سیاف خاین ته رایه ورنکړۍ او پاتی نور د شمال کوتک ماران هغوی خو بالکل د افغانستان وګړی ندی ځکه څوک د تاجکستان څخه راغلی څوک د ازبکستان څخه راغلی څوک د مغل اولاد دی نو خلاصه دا چی اشرف غنی احمدزی ته رایه وکړی که چیری یی ځان کاندید کړ ځکه چی اشرف غنی یو مفکر او ښه شخصیت دی
    په پښتنه مینه

  4. nan saba dı milat raya bi ahmiyata shawi aw da tooli chawkay kharsi di ka mazloom milat soomra nari wawahi ham sook yee zagh na awri da chawkay tooli laka sanga chi tasoo goray sar la hamdawoos sakha lomrray mrastiyal dohum mrastyal khabri kiji laka tasoo chi di doy plar mal da ya warta mirasi da.

  5. که افغانان په رښتيا هم دخپل هيواد سوکالي او خير غواړي نو پکار ده چې ټول يو موټى شو او دډاکټر اشرف غني احمدزي ملا تړ وکړو تر
    څو ددې بدرنګيو او فساديانو له منګولو څخه مو وژغوري

  6. داخلک به ړانده وی چی دوی بی غیرتو ته چی وطن یی ټول خرڅ کړو اوتکه تکه یی کړو رایه ورکوی

ځواب ورکول MCM 財布 新作 ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *