په دې ویدیو کې، چې د دوشنبې په ورځ په یوټیوب کې خپره شوه او په دوو ورځو کې تر ۳۷ زره زیاتو خلکو ولیده، په افغانستان کې یو نا پېژندل شوی شی لیدل کېږي چې ظاهراً د طالبانو پر یوه کمپ برید کوي.

ځیني وايي چې دا بې پېلوټه الوتکه ده او ځیني نور بیا فکر کوي چې یوه جنګي الوتکه ده. دا درې ضلعي ناپېژندل شوی شی د کونړ د اسعداباد ښار په شاوخوا کې لیدل شوی.

د دې ویدیو، چې ۱ دقیقه او ۳۵ ثانیې دی، اخیستونکی وايي چې لوخړې او دوړې دومره زیاتې شوې چې وروسته ناپېژندل شوی شی پکې ورک شو.

له حملې وروسته له کمپه لوخړې او دوړې پورته کېږي خو څو شېبې وروسته په بل برید کې یو بل هدف په نښه کېږي چې اور ورڅخه پورته کېږي. له دوهم هدف څخه، چې په هوا کې ویشتل کېږي، اور پورته کېږي. پوښتنې په دې اړه پیدا شوي چې طالبان الوتکې نه لري نو په هوا کې به څه شی په نښه شوي وي؟

One thought on “دې لنډې ویدیو خلک حیران کړي دي”

ځواب ورکول ashna ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *