القدس العربي / لندن

له لندن څخه خپریدونکې مشهورې عربي ورځپاڼې (القدس العربي) وړمه ورځ د خپلې لومړۍ صفحې په ټنډه د ایران د ستر مذهبي مشر ایت الله خامنه يي د شاهانه او له عیش او عشرته ډک ژوند په اړه، په هغه مستند فلم یو په زړه پوری راپور کاږلې چې د ایراني سیاستوال محسن مخملباف لخوا جوړ او د نندارې لپاره چمتو شوی دی.

دغه فلم د معاصرې کینیا د بنسټګر، جومو کنیاتا په دې وینا پیل کیږي چې وایی: ( کله چې مونږ ته له غرب څخه د کلیسا مذهبي ملایان او د پاپ نماینده ګان راغلل نو له ځانونو سره یې د انجیل مقدس کتابونه راوړل. په دغه وخت کې مونږ د خپلې خاورې واکمنان او خاوندان وو، خو څو کاله وروسته دغه سپڅلي کتابونه زمونږ، خو زمونږ خاوره د هغوئ شوه).

محسن مخملباف د دې فلم په ترڅ کې د دغه ستر مذهبي مشر په اړه چې پټ ژوند یې له هغه څه سره په بشپړه توګه توپیر لري کوم چې د هغه لاس په نامه استخباراتي سرچینې او د رسنیو بیلابیل چینلونه یې ایرانیانو او نړیوالو ته وړاندی کوي. دغه فلم څرګندوي چې پخپله خامنه يي، له هغه راتاو شوې نژدی حلقه او د دین او مذهب د رڼې هندارې تر شا پټ شوي اخوندان، په څومره بیباکۍ سره د ایران د یرغمل شوي ولس په عشر، مالیې او خراج باندی له خوند او رنګه ډک ژوند تیروي چې یو عام ایرانی یې تصور هم نشي کولای.

دا فلم د کره لاسوندونو او شواهدو په وړاندی کولو سره جوتوي چې د ایران دا اوسنی بې تاجه مذهبي پاچا، له فقید رضاشاه پهلوي سره همدومره فرق لري چې د شاه عالیشان درباري ژوند هر عام او خاص ته څرګند وو او نوموړی هیڅکله هم د خپل سلطنتي چاپیریال دننه له فساده منکر نه وو، خو دا جناب د بزرګۍ، عبا او قبا په جامه کې د دې مهال امپراتور دی او خپل هر مخالف ورته د ولایت فقیه منکر او د سزا مستحق بریښي.

د دې فلم له مخې، له کومې ورځې چې نوموړي د ایران دغه ستر مذهبي مقام ترلاسه کړی، هیڅکله یې هم د چرګ او هیلۍ غوښه نده خوړلې، بلکې یوازې د کمیافتو صحرایي مرغانو او هم د مړزانو، زرکو، سیسیو او د هیواد په شمال کې د (لار) سیند او د کسپین په سمندرګي کې د نیول شوو سایمن او ټونه کبانو د کباب په نوش جان کولو سره، د فقیرۍ شپې ورځې تیروي. د جناب آیة الله په ځانګړي پخلنځي کې داسی امریکایي ماشینونه لګول شوي چې د هر ډول زهري او کیمیایي موادو د کشف او خنثی کولو ظرفیت لري او هر لوښی او غذا، د مختلفو ډاکټرانو له کتنې او معاینې وروسته د ده په دسترخوان ایښودل کیږي.

ښاغلی خامنه يي د قیمتي آسونو ډیر شوقي او مینه وال دی. ده پخپلو دوو طبیلو یا فارمونو کې ۱۰۰ آسونه ساتلي چې مجموعي قیمت یې ۴۰ ملیونه امریکایي ډالرو ته رسیږي. خو د نوموړي تر ټولو غوره او قیمتي آس، ذوالجناح نومیږي او نژدی اوه ملیون بیه لري. دغه آسونه د مشهد ښار د ملک آباد په زراعتي سیمه کې دي چې لس زره متره مربع مساحت لري او هم د لواسانات په فارم کې چې تقریبا په دری سوه جریبه پراخه مځکه کې جوړ شوی، د خاصې څارنې لاندی ساتل کیږي. د ویلو ده چې د خامنه يي زوی، ښاغلی مجتبی هم د خپل پلار په څیر، له اسونو سره ځانګړې مینه لري ان تردی چې د سهند په نوم خپل آس په لرې او نژدی سفرونو کې له ځان سره بیایي او کله ناکله د اړتیا په وخت کې د دغه اس د لیږد په خاطر د سي۱۳۰ ډوله پوځۍ الوتکې څخه هم کار اخیستل کیږي.

د ایران دې ستر مقام او نه چلینچ کیدونکي مشر، د خپلې ولسمشرۍ په هماغه اوله ورځ د خپل صدراعظم میرحسین موسوي سره ژمنه وکړه چې دواړه باید سګرټ څکول پریږدي، ولی ترننه یې د خپل کور په انګړ کې حتې د سرو زرو څخه د جوړو شوو پایپونو، نپیلونو او چلمونو یو لوی کلیکسون ساتلی څو د خپلې ځوانۍ زاړه یادونه ورباندې تازه وساتي.

آیة الله خامنه يي له درې سوو څخه زیاتې د لوړې بیې غمي لرونکی ګوتې او مهرونه لري چې ځینی یې په دنیا کې بې ساري او اخیستل یې شاید د نړۍ د ډیرو لږو شتمنو خلکو له وسه پوره وي. یوه له دغو ګوتو څخه چې پیړۍ پخوا په فلسطین کې جوړه او بیا ایران ته راوړل شوې، اوس د ښاغلي خامنه يي له تر ټولو غوره ګوتو څخه ده چې ارزښت یې نژدی نیم ملیون ډالره کیږي او ډیر وخت همدغه ګوته په لاس کوي. همدارنګه، دا جناب عالي ۱۷۰ انتیکې کونټۍ یا امساګانې لري چې په مجموعي ډول یې بیه له یونیم ملیون ډالرو څخه زیاته او ځینی یې په قیمتي کاڼو او غمو پوښل شوي چې عمر یا قدامت یې تر دوو پیړیو پوری رسیږي.

د چپنو او جیلکو شمیر یې له ۱۲۰ څخه بره او ارزښت یې په اټکلي ډول له څلور لکو ډالرو څخه اوښتی دی. کومه سپینه چپنه چې نوموړی یې په اکثرو رسمي محافلو او غونډو کې اغوندي، د سپین صحرایي اوښ له وړیو جوړه او څه دپاسه دیرش زره ډالره قیمت لري.

دغه فلم په پای کې یادونه کوي چې د ایران لرغونی او باکلتوره ولس، اوس په دې باور دی چې د قم ایت الله ګانو او مذهبي اخوندانو دوئ ته د تورو چپنو او سپینو لونګیو په سیوري کې د اخرت، عقوبت او عفت سوغاتونه رواړل، خو پخپله د دنیا په مزو او چړچو اخته او د ژوند د رنګینیو د لارې لاروي شول.

One thought on “د آیة الله خامنه يي شاهانه ژوند/ ژباړونکې: عبدالله مهاجر”

ځواب ورکول حمید خان ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *