تاند- پاکستاني رسنۍ وايي چې د دغه هیواد د آی ایس آی پخوانی طالب پلوه پوځي افسر زید زمان حامد په سعودي عربستان کې نیول شوی دی.

د بریتانیا دي نیوز ویبپاڼې ویلي و چې د زید حامد خپلوانو ورته ویلي چې نوموړي د سعودي چارواکو له اجازې پرته په یوه غونډه کې وینا کړې وه او په ترڅ کې یې لانجمنې څرګندونې کړې وې چې د سعودي چارواکو غوسه یې پارولې او هغه یې نیولی دی.

پاکستاني رسنیو هم د زید حامد نیول کېدا تایید کړې او ویلي دي چې نوموړی درې اوونۍ مخکې په مکه مکرمه کې نیول شوی او له هغه ځایه ناڅرګند لوري ته بېول شوی دی.

سرچینې وايي چې له زید حامد سره د نیول کېدو په مهال د ده دوهمه مېرمن او خورا نژدې ملګرې طیبه بخاري هم وه. نوموړې د خپل مېړه د خلاصون لپاره درې اوونۍ هلې ځلې وکړې خو بالاخره د وېزې د ختمېدو له کبله پاکستان ته ګرځېدلې ده.

د زید حامد د کورنۍ غړي وايي چې حامد د سعودي د پولیسو په توقیف کې دی او پر ده یې د سعودي عربستان پر ضد د وینا ترڅنګ له ایران سره د پټو اړیکو د لرلو تور لګولی دی.

1زید حامد، د پاکستان په تلویزیونونو کې د افغان طالبانو د ویاند او مدافع وکیل په توګه څرګندېده خو سره له دې چې ځان یې خورا مذهبي او د طالبانو ملاتړی ښوده، په پنجاب صوبه کې د یوسف نومي جعلي پیغمبر د مدافع وکیل په توګه په محکمه کې دفاع کړې ده.

یوسف د پیغمبرۍ دعوه کړې وه او په پنجاب کې محکمې د اعدام سزا ورکړه خو حامد یې دفاع کوله.

پاکستاني رسنۍ وايي چې جعلي پیغمبر یوسف، زید حامد خپل خلیفه ټاکلی و.

3 thoughts on “سعودي عربستان د (آی ایس آی) طالب پلوه پوځي افسر نیولی دی”
  1. خه شو چه دادپرنگی زوی خو یی بند کی واچاوه رنگ یی دکافر دی منافق، بیغرته، زه حیران پدی یم چه دپنجابی او سور رنگ دده تاریخ باید پیدا شی، مور او پلار او نیکه باید چه دکوم جای دی.

  2. اوس خو به یی خامخا نیستی زکه چی سعودی داعش پروسه مخکی کری ده

ځواب ورکول زلمي ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *