تاند- په راولپنډۍ کې د ترهګرۍ ضد محکمې د پاکستان پر پخواني ولسمشر پروېز مشرف د ۲۰۰۳ م کال د حملې په تور نیولي کس (فقیرحسین) ته برات ورکړ.

خو رانا فقیر حسین وايي چې له محبسه نه وځي ځکه چې وېره لري چې که له جېله ووځي نو د پاکستان د بې رحمه استخباراتي ادارو مامورین به یې ووژني.

محکمه وايي چې د حکومت شواهدو او د شاهدانو څرګندونو ثابته نه کړه چې فقیر حسین، چې لس کاله بند یې تېر کړی دی، د پېښې په ځای کې حاضر و.

د راولپنډۍ د ترهګرۍ ضد محکمې قاضي د چهارشنبې په ورځ د رانا فقیر حسین پر دوسیې غور وکړ او تورن یې بې ګناه وباله.

 د فقیرحسین مدافع وکیل وویل چې موکیل یې له تېرو اتو کلونو راهیسي په داسي حال کې په بند کې ساتل شوی چې هیچا شاهدي نه ده ورکړې چې نوموړی د پېښې په وخت د حملې په ځای کې و.

سره له دې چې فقیر محمد په ۲۰۰۳ کې نیول شوی خو د پاکستان استخباراتي ادارو د نوموړي د نیونې نېټه ۲۰۰۵ کال ښودلی دی. استخباراتو نوموړدی څو کاله له ځان سره بندي ساتلی و.

د فقیر محمد مدافع وکیل وویل چې د ده د موکیل د ۳ میاشتني ماشوم په شمول د کورنۍ ۱۳ غړي تر څلورو کلونو پوري په محبس کې ساتل شوي دي.

د پاکستان پر استخباراتو، چې د پنجابیانو په کنټرول کې دي، تور دی چې په زرګونو بلوچان یې په خورا بې رحمۍ وژلي دي.

د دې ادارې په اړه ویل کېږي چې ګڼ شمېر افغان طالبان یې هم په دې خاطر وژلي، بندیان کړي او شکنجه کړي چې د دوی له امر سره سم یې له جګړې انکار کړی دی.

One thought on “خوشي شوی بندي د آی ایس آی له ډاره له محبسه نه وځي”
  1. زه حیران پاتی یم چی دا سنګه اي ایس ای دی چی ټوله داسیا وچه یی په اور لړلی نه دپاکستان حکومت څه ورته وایی نه امریکا اونه ملل متحد دا سنګه یاغی اوبی رحمه اداره ده چی ټوله دنیا له دی نه سر ټکوی البته ددوی له پروګرامونو سره به بعضی جابر قوتونه همنوا وی چی داسی په زغرده اوبی شرمی سره داسی جنایتونه کوی او څوک ورته سه نه وایی زه نه پوهیژم چی دا سنګه وخت شو چی تورته خلک سپین وایی اوسپین ته تور وایی داحمدی نژاد خبره خدای په خیر سره مهدی راپیداکړی چی ټولو ته خپل حساب په لاس کی ورکړی
    ولسلام

ځواب ورکول abdul hadi ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *