شېرمحمد عباس ستانکزی

تاند- د متحده عربي اماراتو رسنۍ وايي چې په ابوظبی کې به د امریکا، امارات، سعودي عربستان او پاکستان خبرې درې ورځې دوام وکړي.

مخکې ویل شوي و چې دا خبرې یو ورځینۍ دي.

د متحده عربي اماراتو (دي نشنل) ورځپاڼې ویلي چې دې خبرو ته د طالبانو د موسس زوی ملا یعقوب هم دوه استازي لېږي چې یو د نوموړي اخښی ملا صدیق الله دی او بل ملا امیرخان متقي.

تر دې وړاندې د طالبانو سرچینو تاند ته ویلي و چې د طالبانو مشر ملا هبة الله له کوټې څخه د طالبانو د شورا څلور مهم غړي ابوطهبي ته لېږلي دي.

سرچینې د قطر د نن ورخې په غونډه کې د طالبانو د دغو کسانو ګډون تایید کړ: د طالبانو د مرکچي پلاوي مشر شېرمحمد عباس ستانکزی، د طالبانو د رهبري شورا غړی او د دفتر ريیس امیرخان متقي، د رهبري شورا غړی او د سیاسي دفتر مشر محمد زاهد احمدزی، د روغتیا د کمیسیون مرستیال ډاکتر فقیر، د پاکستان لپاره استازی (رابط) ملا عباس، د نظامي کمیسیون غړی مولوي محب الله حماس، د حقاني شبکې غړی قاري یحیي

دي نشنل ورځپاڼه وايي، د افغانستان حکومت په دې خبرو کې په مستقیم ډول برخه نه لري؛ خو د افغانستان د ملي امنیت سلاکار حمدالله محب وايي چې د حکومت یوه پلاوي د یکشنبې په ورځ په متحده عربي اماراتو کې د امریکا او سعودي عربستان له استازو سره وکتل.

د باختر دولتي خبري اژانس ريیس خلیل معنوي هم پر ټویټر لیکلي چې د افغانستان، امریکا، پاکستان، سعودي عربستان او متحده عربي اماراتو استازو د یکشنبې په ورځ د پاکستان په منځګړتوب له طالبانو سره د درو هیوادونو (امریکا، سعودي او امارات) تر خبرو مخکې په خپل منځ کې خبرې وکړې.

په دې اړه نور تفصیل

7 thoughts on “اماراتي رسنۍ: د ابوظبي خبرې درې ورځینۍ دي”
  1. ویل کيږي چې د انسانانو له ورتګ نه مخکې دلته « ظباء » یا هوسۍ اوسېدلې . کله چې د بني یاس قبیله په 1761 زېږدیز کال کې هلته ځاي پرځای شوه د دې سیمې نوم یې ظباء یا ابوظبی کیښود.
    هیله ده د ابوظهبي پرځای ابوظبی ولیکي.

  2. یعنې طالب له پاکستاني سره کېني، له امریکایي سره کېني له هر چا سره کېني خو له افغان سره نه کېني! معنی دا چې د دې خلکو مغزونه آی ایس آی داسې د سپي په میتیازو وینځلي چې له هر چا سره جوړه کولی شي خو له افغانانو سره نه. لعنت شه او په دغه فکر شه.

  3. dear afghans we have to know/these countries was supporter of the
    past 40 years afghan war/we have to know/do not kill each other.
    please for god recognize yours&ours enemy.and become UNITED.
    YOU SEE UNDER MASK OF ISLAM THOUSANDS OF OUR BROTHERS,SISTERS&PARENTS LOST THEIR SWEET LIFE.
    we have to be smart against pakistan.pakistan is our enemy.
    always be united great afghanistan.
    thanks from taand

  4. تر دې وړاندې د طالبانو سرچینو تاند ته ویلي و چې د طالبانو مشر ملا هبة الله له کوټې څخه د طالبانو د شورا څلور مهم غړي ابوطهبي ته لېږلي دي.

  5. بی اساسه خبرې او تهمتونه سولې ته زېان رسوی
    حقائق باېد قبول کړو ده افغانستان حکومت بی واکه او بی باکه هم ده
    الله دی ګران هېواد ته سوله راولی له حق سره
    امېن

ځواب ورکول Ahmed saeed ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *