تاند- د متحده عربي اماراتو په ابوظبي کې د افغانستان د سولې په اړه د طالبانو، امریکا، پاکستان، متحده عربي اماراتو او سعودي عربستان غونډه نن /دوشنبه/ سهار پیل شوه.
د غونډې په اړه باوري سرچینو تاند ته وویل، دې غونډې ته د پاکستان مهم استخباراتي چارواکي او د بهرنیو چارو وزارت دیپلوماتان بلل شوي دي.
سرچینې وویل چې د قطر حکومت پر دې غونډه خوښ نه دی او د قطر د نارضایتۍ له کبله د طالبانو دوو مهمو مشرانو ملا فضل او ملا خیرالله خیرخواه ونه کړای شول چې د ابوظهبي په ننۍ غونډه کې ګډون وکړي.
خو له بلې خوا د طالبانو مشر ملا هبة الله له کوټې څخه د طالبانو د شورا څلور مهم غړي ابوطهبي ته لېږلي دي.
بیا هم د طالبانو د پلاوي مشري عباس ستانکزی کوي.
د ابوظهبي د نن ورځې په خبرو کې د طالبانو دا کسان ګډون لري:
د طالبانو د مرکچي پلاوي مشر شېرمحمد عباس ستانکزی، د طالبانو د رهبري شورا غړی او د دفتر ريیس امیرخان متقي، د رهبري شورا غړی او د سیاسي دفتر مشر محمد زاهد احمدزی، د روغتیا د کمیسیون مرستیال ډاکتر فقیر، د پاکستان لپاره استازی (رابط) ملا عباس، د نظامي کمیسیون غړی مولوي محب الله حماس، د حقاني شبکې غړی قاري یحیي.
په امریکايي پلاوي کې، چې مشري یې د زلمي خلیلزاد په غاړه ده، د امریکا د دفاع وزارت یو مرستیال ډګروال جاکسن (Colin Jackson)، او مایکل فینزیل (BG Michael Fenzel) شامل دي.
سرچینې تاند ته وویل چې ممکن د ملا هبة الله په هڅو ملا فضل او ملا خیرالله خیرخواه له قطره متحده عربي اماراتو ته د تګ اجازه ترلاسه کړای شي.
د افغانستان حکومت تراوسه پورې د ابوظهبي د غونډې په اړه څه نه دي ویلي خو د مشرانو جرګې مرستیال محمد عالم ایزدیار اندېښنه ښکاره کړې او پوښتنه یې کړې چې په دې غونډه کې په څه باندې خبرې کېږي.
ټالیبان بې له خپله پېره تشناب ته د تګ اجازه هم نه لري ، بنا دې غونډې ته د پاکستان مهم استخباراتي چارواکو او د بهرنیو چارو وزارت دیپلوماتانو بلل د دوي لپاره حتمي او ضروري وو.
دې ته وایی خود کش ، بیګانه پرور. ټالیبانو ته د پاکستان ګټې له هرڅه نه مهمې دي.
to dear mizeed yaar sahib first assistan of afghan senaat,
in ABUZABEE WANT MAKE DECISION ABOUT AFGHAN PEACE.
THIS PEACE BETWEEN PAKISTAN AND UNITED STATES,
THEY WANT TO MAKE CHOICE NEXT IN CHARGE OF AFGHANISTAN.
THIS WAY PAKISTAN WANT MUST TALIBS BECOME IN POWER.
ALL AFGHANS MUST THINK ABOUT THIS DESICION.
******************************************************************************************
FACEBOOK.COM/MASHAL KHAN TAKKAR WANT TO START JIHAAD
AGAINST PAK ARMY NEXT 2019;
ALL AFGHANS MUST SUPPORT MASHAL KHAN TAKAR G A M
GREAT AFGHANISTAN MOVEMENT
facebook.com/mashalkhantakkar
ماشاالله دیر عالی خبر ده زنده باد امارت اسلامی.