په ترکیه کې د کلیوالي خدمتونو یو چارواکی کومې سیمې ته تللی، چې له واورې رامنځ ته شوی زیان وجاجوي، هورې یې په واوره کې له بوټانو سره تګ مناست نه دی بللی، دوو کروندګرو پورته کړی، خو دغه مهال یې یو چا عکس اخیستی، رسنیو ته رسېدلی او رسوا شوی دی.
د ترکیې حریت ورځپاڼه وایي، چې د مانیسا ولایت په ختیځ کې د کلیوالي خدمتونه د برخې مشر ندیم زورناچي له همدې رسوايي وروسته له دندې ګوښه شوی دی.
د ترکیې په خواله رسنیو کې دې پېښې ته ډېر پوښښ ور کړل شوی دی او د روان(۲۰۱۵) کال لومړنۍ شرموونکې پېښه بلل شوې ده.
ترک چارواکي وايي، چې د زورناچي دغه چلند د کمال اتاتورک د دې وینا خلاف ورزي ده، چې ویل به یې(کلیوال د ملت سرتاج دي.)
مصطفا کمال چي د اوسنۍ ترکیې بنسټګر دی او دغه هیواد یې د تمدان لور ته ور شېوه کړ، د اتاترک (د ترکانو پلار) نوم ورکړل شوی دی.
د نوموړي د بریالیتوب یو راز ښايي همدا وي چې د کلي او ښار ترمنځ یې د ټکر مخنیوی کړی دی او د دې لپاره چې په ښار کې بدلون د کلیوال د سترګو ازغی نه شي یا هم کلیوال په ښار کې ځان پردی ونه ګڼي، په مقابل کې ښاریان کلیوالو ته د وروسته پاتې خلکو په سترګه ونه ګوري، ویلي یې دي چې (کلیوال د ملت سرتاج دي.)
اتاترک په دې وینا له خپلو چارواکو او ښاریانو غوښتنه کړې، چې د ټول هیواد د ساتلو لپاره کلیو ته په درنه سترګه وګوري، بې اهمیته یې نه کړي که داسې نه کوي- لکه په نوره نړۍ کې د یو حکومت د پرځولو لپاره کلیوال کارول کیږي او د پارولو لپاره یې د ښار او کلي ترمنځ د پرمختګ او وروسته والي توپیرونه، په کلیو کې کم خدمتونه، همدارنګه د کلیو او ښارونو ترمنځ ځینې ټکري دودونه وسیله ګرځول کیږي- دوی ته به هم کلیوال د لارې په مخ کې ازغي وي.
د اتاترک د دې وینا یو پیغام دا دی چې د ښار په پرتله د کلي خلک په اداري اصولو ډېر نه پوهیږي، نه ډېر له قوانینو خبر وي، خو که په اداره کې د کلیوال کار بند وي، دفتر ته لاړ شي، لکه څوک له یو مشر یا درانه کس سره ښه چلند کوي او کار یې ژر خلاصوي، د دوی کار هم باید ژر ور وشي، همدارنګه دې چارواکی د هغوی له پوښتنو نه ستړی کیږی چې د ځان د پوهولو لپاره یې کوي.
په افغانستان کې هرځل کلی او وروسته پاتې سیمې د حکومت ضد سنګر جوړې شوې، خو که کلیوال د اتاترک په خبره، د ملت سرتاج وبلل شي، په اداره کې یې کار بند وي، ژر ورته وشي، که له بدخشان، پکتیکا یا هلمند راغلی کس په کابل کې ځان پردی ونه بولي، د هغه په لنګوټه یا اوږدو جامو پسې مسخره ونه شی، هغه ته به هم ځان پردی ونه ګڼل شي او که داسې کیږي چې له لرې د راغلي کلیوال افغان یو کوچنی کار له ورځې بلې ته په اداره کې پرېښودل کیږي، یا د پردي کس په سترګه ورته کتل کیږي، ادارې ته د ننوتلو او تلو په وخت د ښاریانو په پرتله کم اهمیته بلل کیږي، کلیوال هم دا اداره د ځان نه بولي.
دا مهال که په کابل یا د ولایتونو مرکزونو کې کلیوال اداره په اداره ګرځي، هرو مرو له افغان چارواکو دا شکایت کوي چې کار یې نه ور خلاصوي، ساتونکي یې ادارې ته نه ور پرېږدي، په یوه بله پلمه تېر اېستل کیږي او کار یې شاته اچول کیږي.
افغان کلیوال له چارواکو دا تمه نه لري چې د ملت سرتاج وبلل شی، یا د ښار په څېر په کلي کې هم دوی ته ډېرې اسانتیاوې برابرې شی، خو په دې خوابدی کیږي چې پردی ګڼل کیږي یا هم په کمه سترګه ورته کتل کیږي، چې دا نیمګړتیاوې لرې شوې نه وي، کلیوال هم د ښاري په پرتله په حکومت کې ځان ډېر شریک نه ګڼي او په اسانه د افغان حکومت په ضد کاروېدلی شي.
salamonah.
Ka Emanullah khan ghazi khpalo shaysta planono pley kaolo ta preshodil sway vy , hagha ba ham os ATA-Afghan(BABA) vay.
Zma pa nazar da ttol d` mamedzayi derbaryano , aw la farsa raghilio kizlbashano aw rekagano aw yaw tszo fasedo khanano, melikano ghalatt propagend d` kaliwalo per zid wo aw dey. Oseny charttegan kho pa A`yashyo na marregy!. Allah de d mazlum millat mal shi.