د هلمند د ناوې ولسوالۍ د اتلانو څلورلارې

څه باندي يو نيم کال وړاندي د هلمند ناوه، نادعلی او ګرمسېر  خورا امن ولسوالۍ وې. په دې درو ولسواليو کي د سلګونو ځوانانو له لوري د سولي تر نوم لاندي يوه ځغاستلوبه وسوه. ځوانانو د منډو جامې اغوستي وې، پر لويو لارو يې ملي بېرغونه لېږدول. دې کار ته په ټولنيزو زسنیو کې پراختيا ورکول سوه او د سولي د يوه خپرېدونکي پېغام په ډول تر کورونو ورسېد. د هلمند ناوه د ټول ولايت له  منځه د سولي کور وبلل سوه.

له بده مرغه پر هلمند دا سوله ور پېرزو نه سوه. داسي يو تور توپان پسې را پورته سو چي په لنډه موده کي يې جګړه له خانشين، سنګين، ناوې او ګرمسېر د لښکرګاه تر مرکزي دروازو را ورسوله. زموږ بحث دلته د جګړې پر اړخونو يا عواملو نه دی. نېغ په نېغه يې له همدې ځايه پيلوو چي د هلمند اوسېدونکي حکومت ته سترګي په تمه ول چي د هلمند مرکزي ولسوالي ناوه ژر تر ژره تر ملي حاکميت لاندي راولي. خلکو تمه درلوده چي يوار بيا له دې ځايه د سولي پېغام خپور سي.

حکومتي ځواکونو درې مياشتي مخکي د ناوې د نيولو لپاره عمليات پيل کړل. عمليات د سهار شپږ بجې پيل سول. يو زه وم، يو مي بل همکار و. له ګډو افغان سرتېرو سره يو ځای د جګړې ډګر ته ورستانه سوو. لنډه دا چي دريم سهار زه او زما هماغه همکار لومړني  خبريالان وو چي د ناوې مرکز ته ورغلو.

يوازي موږ نه بلکي په لنډه موده کي په سلګونه ولسي خلک په ډلو – ډلو د ناوې پر لور روان سول. خلکو له يوه کال ځنډ وروسته د سولي يو داسي هدف ترلاسه کړی و چي خورا ډېر ورته تږې ول. ولسي خلک له سرتېرو سره اوږه پر اوږه د ناوې ښارګوټي ته ور روان ول. خلکو ته دا يو نا ليدلی خوب ښکارېد. ځکه د کليو تر کوڅو يې ملي حاکميت رسېدلی و.

بازار ته له رسېدو سره سم افغان سرتېرو هغه لوحه را نسکوره کړه چي طالبانو د ناوې پر عمومي څلورلارې ځړولې وه او دا چوک يې د فدايي په نوم نومولی و. دا څلورلاره يې د هغه ځانمرګي په نوم کړې وه  چي د ناوې د محاصرې په حالت کي يې خپل ټانک د امنيه قوماندانۍ په ودانۍ کي وهلی و، ډېر سرتېري يې شهيدان او وداني يې ونړوله. دا وداني د ناوې مشترک ارزښت و. طالبانو يوار دا ارزښت چپه کړ، بېرته يې په همدې ولسوالۍ کي د هماغه ځانمرګي په نوم چوک جوړ کړی و.

طالبانو په خورا منظم ډول پر دې چوک ښه قوي لوحه راځړولې وه. دومره قوي پښې يې ورکړي وې، چي حتی په موټر نه چپه کېده. کله چي د فدايي په نوم د طالبانو لوحه رانسکوره سوه افغان سرتېرو همالته وطن ته د خدمت شعارونه وويل او د ناوې د ساتلو ژمنه يې وکړه.

د ناوې د نيولو پر مهال د هلمند والي په کابل کي و. کله چي ولسوالي ونيول سوه سمدلاسه يې سفر پلان کړ او ځان يې لښکرګاه ته را ورساوه. والي او نورو چارواکو وويل د ناوې پر څلور لاري به د اتلانو نوم کښېږدي. دا کار يې وکړ. د ناوې چوک يې د اتلانو په نوم ونوماوه. دا يې ښه کار وکړ ځکه دا د سرتېرو حق و.

مګر د حکومت اصلي ستونزه دا ده چي تل يې تشريفاتو ته لومړيتوب ورکړی دی. تر عمل يې خبري ډېري دي. د دې چوک لپاره يې داسي يوه لوحه ډیزاين کړې چي سړی يې په ليدلو شرمېږي. نه يې د سرتېرو د وينو ارښت ته وکتل، نه يې معيار ته وکتل، او نه يې حتی دې ته وکتل چي طالبانو تر دوئ ښه لوحه ډيزاين کړې وه. داسي يوه لوحه يې دلته راځړولې چي باد يې ووهي، چپه کېږي، او اوس يې پښې هم کږې دي.

زموږ سوداګر او نور ډېر په ښارونو کي د ځان لپاره چوکونه جوړوي، خو له بده مرغه دې شي ته يې هيڅ ور پام نه دی. نه د هلمند والي دا مسئلې ته پام کړی. نه اړوندو چارواکو پاملرنه کړې چي د ناوې د سرتېرو قرباني تر يوې لوحې، تر يوه چوک، او حتی تر ډېر څه لوړه ده. د دې بې کيفيته لوحې په ځوړندېدو سره د سرتېرو ارزښت نه کمېږي، خو که سړی يې له طالبانو سره پرتله کړي، هغوئ د خپل يوه ځانمرګي لپاره ښه قوي لوحه جوړولی سي، مګر حکومت له دې دومره امکاناتو  سره سره کمزوري کارونه کوي.

نن پر لاره تېرېدم دا لوحه مي وليده ډېر افسوس راته ودرېد. افسوس مي پر دې و چي زموږ سرتېري د څنګه غافلو او بې غوره مسئولانو تر لاس لاندي دي. دا لوحه فقط د ځينو فاسدو چارواکو يوه بېلګه ده. سرتېرو ته له خوراک، او څښاکه را واخله په ټولو شيانو کي دغسي بې غوري او درغلي روانه ده. دوئ چي يوه تشه ساده باده لوحه په پوره کيفيت نه سي درولی، نور کارونه به څنګه وکړي.

One thought on “د اتلانو پر ملا ماته څلورلارې | نثار احمد احمدي”
  1. زموږ اصلی عامل د فساد او ټولو بدبختیو ، همدا داخلی مفسدین دی چی له بده مرغه د بن د معاملی نه وروسته د دوی حکومتی انحصار زیات او ملی ګټی شدیدا زیانمنی شوی ، دا انحصارګر ملی اهداف او ملت ته د خدمت هیڅ احساس او پلان نلری او تر اوسه هم د ملی خدماتو کوم مثال نلری.
    دا تنظیمی ملیشی په امنیتی قواوو کی لکه مخکی ( تنظیمی ماحول) په غلا د اعاشی،البسی او مهماتو بوخت دی او په نورو ادارو کی کم از کم ۶۰٪ تخصیص دوی زهر جان او حرامیانو کړی دی او تر ننه دوام لری چی په همدی علت اصلاحاتو ته خنډ او غوغاوی کوی.
    نو د داسی کلینر جنرال نه څنګه کولی شو چی د ملی خدماتو او قدر شناسی توقع تری وکړو؟
    یا هغه انحصارګر تنظیمی وزیر چی په حکومتی کرسی کی هم فقط ځان او ډلګی ته یی پام وی او د ملت په ژوند او عزت معاملی کړی نو دا مفسدین زموږ تر ټولو اخبث او ارذل ، ملی خائنین دی.

ځواب ورکول Dr.Atal ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *