تاند- د افغانستان د ملي اردو یو جنرال تېر ماښام په کندهار کې ووژل شو.

د کندهار د والي ویندوی صمیم خپلواک نن /جمعه/ وویل، د اتل قول اردو ملکي مرستیال جنرال خان اکا اڅکزی د ماښام د لمانځه په مهال د نامعلومو وسله والو په ډزو ووژل شو.

د خپلواک په وینا د ملي اردو پر دغه جنرال په ډنډ ولسوالي کې د دوو تنو له لوري ډزې وشوې.

د ډزو په نتیجه کې جنرال اڅکزی ټپي شو، روغتون ته یووړل شو او هلته یې سا ورکړه.

په دې پېښه کې د جنرال اڅکزي د تره زوی ژوبل شوی او دوه حمله کوونکي د امنیتي ځواکونو په ډزو وژل شوي دي.

طالبانو د دې برید مسوولیت منلی او ویلي یې دي چې دوه تنه انتحاریان یې د جنرال اڅکزي وژلو ته لېږلي ول.

د طالبانو ویندوی قاري یوسف احمدي ادعا کړې چې په دې برید کې د جنرال اڅکزي ترڅنګ د ملي اردو یو شمېر نور افسران هم وژل شوي دي.

One thought on “د اتل قول اردو ملکي مرستیال په کندهار کې ووژل شو”
  1. احمدي صا حب سخته غټه توره مو کړې ده ، یو مسلمان مو له مسجده د را ستنیدو په وخت کې وژلۍ آفرین

ځواب ورکول shahed ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *