تاند، شنبه، د اسد ۱۹مه: د یونس قانوني او عطا محمد نور له لاسه د حنیف اتمر د ټاکنیزې ډلې له ماتېدو وروسته محمد محقق هم له نوموړي څخه د لارې بدلولو په هڅه بیګاه شپه د کریم خلیلي په توسط عبدالله عبدالله سره کتلي او ټیم ته د ورتلو خبره يې ورسره شریکه کړې ده.
د سولې او اعتدال ټاکنیزې ډلې یوې مؤثقې سرچینې د نوم نه ښودلو په شرط ویلي، محقق د عبدالله عبدالله له ډلې سره د یو ځای کېدو لپاره شین څراغ ښودلی دی.
محمد محقق د سولې او اعتدال له ډلې څخه د تللو په تړاو ویلي، دا ډله لا له منځه تللې نه ده او د نوي کېدو احتمال یې شته، خو تر دې وړاندې یې په خپله فیسبوک پاڼه لیکلي وو، د ایتلاف د ځینو ملګرو د ناځوانۍ له کبله ټیم مات شوی دی خو دی به د یوې معادلې په توګه پاتې وي.
دا په داسې حال کې ده چې د سولې او اعتدال ډلګۍ یوې سرچینې وړمه ورځ تاند ته ویلي وو، چې عطا محمدنور به راتلونکو ټاکنو کې له احمدولي مسعود سره یو ځای شي.
په همدې حال کې د حنیف اتمر ویاند قادر شاه خبر ورکړی چې وضعیت ته په کتو دغې ټاکنیزې ډلې خپل ټول کمپاینونه درولي دي.
پښتو متل د لنډۍ په بڼه: ما درته وې نوکری مه کړه ،آزار ګټلیه اوس وهه د چول مزلونه!