د اتومي انرژۍ د نړیوالې ادارې رييس تېر ماښام په یوه اعلامیه کې وویل چې ایران مقدماتي ګامونه اخیستي او له نن څخه د ایران او اتومي انرژۍ د نړیوالې ادارې ترمنځ اړیکي نوي پړاو ته داخل شوي دي.
ایران او اروپايي اتحادیې موافقه وکړه چې تهران د جولای د میاشتې د هوکړې پر اساس پر خپلو ژمنو عمل کړی دی.
د ایران د بهرنیو چارو وزیر محمد جواد ظریف او د اروپايي اتحادیې د بهرنۍ پالیسي مشرې فدریکا موګیرني دا موافقه تېر ماښام په ویانا کې اعلان کړه.
دواړو په یوه ګډه اعلامیه کې وویل:«دا بریا په زغرده ښيي چې په سیاسي اراده، استقامت، او د څو اړخیزې دیپلوماسي له لارې، موږ ډېرې ستونزمنې مسلې حل کولی او داسي سیاسي حل لارې موندلی شو چې په اغېزمن ډول عملي کېدای شي.»
دا اعلان د ایران خلاف د نړیوالو بندیزونو لېري کېدل چټکوي.
په همدې حال کې اروپايي شورا په یوه اعلامیه کې وویل چې د اتومي پروګرام په ارتباط یې د ایران خلاف اقتصادي او مالي بندیزونه لېري کړل.
په واشنګټن کې د امریکا ولسمشر بارک اوباما یو حکم صادر کړ چې د ایران مرکزي بانک ته د پیسو د انتقال په اړه پر غیرامریکايي بانکونو د امریکا بندیزونه پای ته رسوي.
د سپینې ماڼۍ یوه چارواکي وویل، ایران به د شاوخوا ۵۰ ملیارد ډالرو په ارزښت خپله هغه شتمني ترلاسه کولی شي چې د امریکا متحدو ایالتونو کنګل کړې وې.
له بلې خوا ایران ویلي چي دغه هیواد د واشنګټن پوسټ د یوه خبریال په ګډون څلور ایران الاصله امریکایان خوشي کړي دي .
د راپور په اساس درې تنه چي دوه ګونی تابعیت يي درلود د بندیانو د تبادلې په چوکاټ کي خوشي شوي دي.
په عین وخت کي د ایرنا خبري اژانس د تهران د لوی څارنوال عباس جعفري له خولې ویلي چي امریکا شاوخوا ۷ ایراني بندیان خوشي کړي دي.
متا سفانه او بد بختانه دا به دایران ناولی څیره نوره هم تقویه کړی
اوس عربانو ته پکار ده چی خپل منځی اختلافات په عاجله او بنیادی توګه سره حل کړی، له خپلو ګاونډیو، ترکیی او نړیوالو سره اړیکی ښی کړی او د امکان ترحده له اسراییلو سره په سوله کی ژوند وکړی ، د فلسطینی مظلومانو د سرنوشت په باب د سوله ایزی حل لاری لټول هم هیر نکړی. د افراطی او بنسټ پالو ډلو له ملاتړه لاس واخلی اوله ټولو اسلامی هیوادونو سره د متقابل احترام او د وروری فضا کی ژوند وکړی. او که همداسی په خپلو کی سره په تضادونو اخته وی نو د اسراییلو نه علاوه ایران ، عراق او سوریه خو شته چی دوی لاری ته راولی.