عبدالستار سعادت
عبدالستار سعادت
د ټاکنیزو شکایتونو خپلواک کمېسیون مشر
داسې ادعا نه شم کولای چې زمونږ ټول کارونه سم و او هېڅ تېروتنه مو نه ده کړې، خو؛ دا ادعا کولای شم چې زمونږ په اړه ټولې شوې ادعا ګانې سياسي او غيرحق وې. دا يوازې یا محض ادعا نه ده؛ تاسې يې هم شاهدان پاتې شوي ياست.
مونږ د ولسمشريزو او ولايتي شوراګانو ټول هغه تحريمي او معترض نوماندان وننګول چې زمونږ په اړه دې حتی يوه ساده مستنبطه قرينه وړاندې کړي، د اثبات دليل يا مدرک خو دې لا په ځای وي؛ چا داسې ونه شول کړای.
د خپل کار په دوره کې مو د هېڅ زورور غير قانوني غوښتنې ته هو ونه ويل او د هېڅ شتمن پروا مو ونه کړه.
کله مو چې د جمهوري رياست انتخاباتو په اړه وروستۍ پرېکړه کوله، د دنيا تر ټولو زورورو خلکو راته وويل: د سياسي هوکړې نه مخکې فيصله مه کوه، ما ورته (نه) وويل. زمونږ موقف دا و چې ترسره شوی سیاسي توافق غير قانوني دی، زه له قانونه نه تېرېږم. راته وويل شول: عزت او بقا دې مونږ تضمينوو؛ ومې نه منل او د سياسي توافق نه يوه اونۍ مخکې مو فيصله وکړه (چې له بده مرغه د ټاکنو کمېسيون يې د اعلان جرئت و نه کړ).
د ولايتي جرګو انتخاباتو په پرېکړه کې هم اکثر د زورور په ځای کمزوری او د شتمن په ځای نسبتاً بېوسه راغی. په دې منځ کې سناتوران ناکام شول؛ د ولسي جرګې د ځينو غړو زامن، ورونه، ترونه يا نور خپلوان هم په کې لاړل.
مونږ په خپلو کړنو ټولو ته واضح پیغام درلود:
– د زورور په نامه څوک نه پېژنو؛
– تطمېع کېږو نه؛
– عدالت راته د يو مهم اصل او ارزښت په توګه مطرح دی؛
– تر خپلو ګټو خپل د ولس او وطن ګټې راته مهمې دي؛
– خپل استقلالیت ساتو؛
دې پيغام راته ښکاره او پټ دښمنان پيدا کړل.
په دې وروستيو کې د ولسي جرګې ځينو غړو د انتخاباتي کمېسيونو د تشکيل، دندو او واک قانون په تعديل باندې کار شروع کړی چې څو ډوله انګېزې لري:
۱- ځينې وکيلان، د بايلونکي کانديد خواخوږي يا د ټيم غړي دي؛ هغوی د قانون په تغير سره کمېسيونونه بدلوي، په دې کې څو موخې لري؛
الف: د کمېسيونونو په منحلولو خپله ناکامي توجيه کوي؛
ب: د ولسمشر مشروعيت ورختموي؛
ج: د کمېسيونونو د غړو په بدلولو سره خپلو هغو کسانو ته زمينه مساعدوي چې راتلونکي کې د دوی کسان په غير قانوني ډول، ولسي جرګې ته راولي او راتلونکى حکومت د ولسي جرګې په مټ اداره کړي؛ هغه وزیر چې دوی ته تعهد درلود، وزیر به وي؛ که دوی سره نه و، سلب اعتماد کېږي به. د ولسوالۍ شوراګانو کې هم د دوی د ټيم خلک کامياب کړي چې په لويه جرګه کې د اساسي قانون په تعديل کې بر لاس ولري.
دوی غواړي نظام پارلماني شي؛ د اساسي قانون څلورشپېتمه ماده کې مندرج واکونه لومړي وزیر ته انتقال کړي.
دا کړۍ قومي ده؛ شعوري کار کوي او د هېوا‌د د ملي منافعو لپاره خطرناکه ده.
۲- بهرنۍ کړۍ؛
دا ډله غواړي د ولسمشر کرزي هغه هڅې ناکامې کړي چې بهرني يې د هېواد د سترو ملي تصاميمو نيولو له دايرې لرې کړل. دوی غواړي هغه وضعيت بېرته په يو ډول احيا کړي. په دې کې سفارتونه جدي کار کوي؛ د طلوع ټلويزيون هم مؤظف شوی چې د موجودو كميسيونونو په مقابل کې تبليغاتو ته زور ورکړي. د اندېښنې وړ خبره دا ده: داسې ښکاري چې اوله او دويمه کړۍ سره توافق ته رسېدلې وي.
۳- درېيمه کړۍ؛
هغه بې فکره او بې سياسي ليدلوري وکيلان دي چې خپله څه نه لري، خو؛ د پورتنيو کړيو تر تاثیر لاندې تللي یا د دوی د لوري اخېستل شوي دي.
۴- مُتقلبه کړۍ؛
دا هغه ډله وکيلان دي چې د خلکو رايه نه لري، د فساد دلارې يې ولسي جرګې ته لار موندلې. دا کسان زمونږ د جديت او پاکۍ نه وېره لري؛ نو ځکه يې پورتنيو درېيو کړيو ته لاس ورکړی دی.
۵- هغه وکیلان چې له مونږ نه یې غیر قانوني توقوعات لرل چې د دوی د کورنیو غړي ولایتي جرګو ته کامیاب کړو؛
٦- ملي کړۍ؛
هغو وکيلانو نه جوړه ده چې هغوی نه بايلونکي کانديد پورې قنجوغه دي، نه د سفارتونو څخه دستور اخلي، نه بې سياسي ليدلوري دي او نه يې تقلب او فساد کړی.
پورتنۍ پنځه کړۍ هڅه کوي چې د تشکيل دندو او واک قانون، د اساسي قانون ۱۰۹ مادې خلاف تعديل کړي. دوی جالب استدلال کوي: په اساسي قانون کې د تشکيل قانون نه، بلکې د انتخاباتو قانون ياد شوی دی. دا استدلال کوونکي يا مغرض دي يا د حقوقو له سواده بې برخې؛
لومړی خو دا چې دواړه انتخاباتي قوانين دي. يعنې؛ د يو قانون په حکم کې راځي، چې يو يې متني او بل يې شکلي قانون دی او دا دواړه تر پروسږکال د یو پوښ په غېږ کې وو.
دويم دا چې د مقنن منظور په ۱۰۹ ماده کې ډېر واضح دی؛ ولسي جرګه ټوله او مشرانو جرګه دوه ثلثه انتخابي نهادونه دي. د دې لپاره چې دوی هر څه د ځان په ګټه بدل نه کړي، وروستي کال کې يې په دې اړه د تصميم نيولو بې واکه کړي دي؛ حتی بحث پرې نه شي کولای.
ما د اړوند کمېسیون طرحه ولیده، دومره یې قانون خراب کړی چې که په دې ‌‌‌‌‌‌ډول تصویب شو، نو؛ د عادلانه ټاکنو فاتحه واخېستل شوه.
خو لكه پورته چې ياد شول؛ دوی د اساسي قانون نقض او د قانون د خرابېدو لا څه چې په هر قيمت د دې کار تر شا ولاړ دي، مګر؛ زمونږ هيله شپږمې کړۍ او نورو قانوني مراجعو ته ده.
دا سمه ده چې په ټاکنو کې درغلۍ وشوې، خو؛ په دې کې د ټاکنو تر کمېسيونه، د کانديدانو مسؤليت زيات و. که په يو محل کې انتخاباتي کارکوونکي د مشخص کانديد په نفع تقلب کړی وي، د خدای لپاره يې نه دی کړی؛ همدې کانديدانو استخدام کړی او پيسې يې ورکړي دي. دا نو څه ډول عدالت شو چې هغه کانديدان د خلکو په برخليک حاکم او کمېسيون محکوم او بدنامه وي؛ هغه هم دواړه کمېسيونونه…
د دې ليکنې نه زما موخه زمونږ بقا نه ده؛ که مونږ داسې ‌ذهنيت لرلای، اوس به مو د نسلونو د بقا او ښه ژوند تضمينونه لرل. مونږ معامله ونه کړه؛ ځکه مو مخکې داسې موانع قد وباسي.
د ټاکنیزو شکایتونو خپلواک کمېسیون په شویو تقلباتو او سرغړونو کې هېڅ راز مسؤلیت نه لري. مونږ نه په محلاتو کې څوک درلودل چې د چا په ګټه یا تاوان کار وکړي او نه په مراکزو کې.
که مو د ولایتي کمېسیونونو پرېکړو سره څوک موافق نه و، د قانون د حکم له مخې یې استیناف غوښتنه کړای شوه. دا چې مونږ د کار دپيل نه مخکې تحریم شولو، دا نو د اجرائيوي پوزیشن لپاره جګړه وه چې د دې څوکۍ نجار زه نه وم؛ ښاغلی جان کېري و.
زه دې نتيجې ته رسېدلی يم چې دنيا مونږ سره صادقه نه ده؛ هغوی نه غواړي مونږ ثبات ته ورسېږو.
هغه هېوادونه چې انتخاباتي نهادونه يې ثبات او تداوم پيدا نه کړي، سياسي ثبات ته نه شي رسېدلای او چې سياسي ثبات نه وي نو؛ اقتصادي، امنيتي، رواني يا بل هېڅ ډول ثبات نه شي رامنځته کېدای.
مونږ به دا ډول دسايسو ته تسليم نه شو؛ د خپل هېواد لپاره به مبارزه کوو؛ د ټولو هغو ممکنو قانوني لارو نه به استفاده وکړو چې د دې سناريوګانو د تطبيق مخنيوی پرې کېدای شي.
چې مناسب وخت يې راغی، هغه مسايل به هم درسره شريک کړم چې په ټاکنو کې د خلکو له نظره پټ تېرېدل.
د داسې يوې ورځې د راتلو په هيله چې مونږ خپله، د خپل برخليک د ټاکلو خاوندان شو.
14 thoughts on “د اجرائيوي ریاست څوکۍ نجار زه نه وم، جان کېري و/ سعادت”
  1. د اجراییوي ریاست پر موضوع لیکنه وروسته تر وخت ده. د قانون له مخې دا ریاست منل شوی. ځیني په دې باور دي چې اجراییوي ریاست او د ښاغلي ډاکټر عبدالله شاملیدل په حکومت کې د کشمکشونو مخه نیولې ده او یو شمیر هم داسې نظر لري چې له اجراییوي رایاست سره حکومت دوه مشران پیدا کړی دی. د دې دپاره چې دغه ریاست خپل ملي اهداف ترسره کړي نو پکار ده چې د ستار سعادت په څیر کسان او نور افغانان مرسته وکړي چې دغه ریاست څرنګه اغیزمن کارونه کولی شي او په دې اړوند وړاندیزونه وکړي. زموږ ډیر وخت په تیرو خبرو تیریږي اوس مو هیر وي او راتلونکی ته پروګرام نه لرو. عبدالحسیب کندهاری

  2. زموږ په هیوادکی له بده مرغه داسی یو حالت راغلئ چی هیڅوک مسئولیت قبلولو ته تیار ندی په تنظیمي جګړو کې همدا تنظیمونه کابل وران کړ مګر اوس ټول منکر دی او هیڅ تنظیم قدری هم دکابل د ورانیدومسئولیت په غاړه نه اخلی ، اوس دلته هم هماغه خبره ده د افغانستان وروستي انتخابات د نړئ په تاریخ کی تر ټولو فاسد او د درغلیو نه ډک انتخابات وو او نن زموږ مظلوم ولس د هغه بیه ورکوی آیا د همدغی د درغلیو نه ډک انتخاباتو نتیجه نده چی نن یو هیواد کی دوه مشران چی ددنیا په هیڅ قانون کی نشه پر موږ حکومت کوی که د دی حالت مسئول همدا د انتخاباتی کمیسونونو مشران ندي نو څوک دي؟
    جناب سعادت صیب د دی کار مسئولیت نه منئ نورستاني صیب یی نه مني نو خیر څوک د دی حالت مسئول دي د انتخاباتی کمیسونونو مشران په عوض د دی چی خپل مسئولیت ومنئ او له خلکومعذرت وغواړي او هم د خپل د بقا لپاره هلئ ځلئ کوي لوی خدای د دا خلک اصلاح کړي

  3. سعادت صاحب د کار سړی دی.
    له دې لیکنې هم ثابتېږي چې داسي شخصیتونه کم لرو. باید ټول یې حمایت وکوي.
    خدای دې کامیابه لره

  4. د هرې ورځی په تيريدو افغانان خپل ژوند د ستونزو او ګړاونو لورته د خپلو بی مسلکو سياسی مشرانو په لاس بيايې

    ولسمشر چې له ټاکل کېدو وړاندې يې د فساد زورواکې فکر بيوزلې او افغانانو ته د ورپيشو ستونزو پر وداندې د مبارزی نارې وهلې
    نن زمان يې خپله انرژې او زرين وخت يوازی له اجرايوې مشر سره په دې تير کړ چې ستا لخوا دا نه منم او هغه وايې چې ستا لخوا ها نه منم
    دا چې ولس د تير پنځه ديرش کلن ناورين ياد په ذهن کې لرې نور ستړې شوې چې پر وړاندې يې راپاڅي او خپل حقه حقوق له زورواکانو څخه وغواړې
    تير وخت ته په کتو ننی زمان څونه توپير نلرې هغه وخت د پر دې تر شا د ولس وژنه وه نن زمان د پر دې پر وړاندې د ولس وژنه ده ,

    هغه د پرون اشرار او يرغلګر چې د پراديو پر مرسته د افغانستان ورانيدوته راتلل له خپل دولت او خلګو سره جنګېدل او
    د هېواد ملی کلتوری او هغه ارزشتناک توکې يې له منځه وړل چې د افغانستان دپنځه زره کلن تاريخ شکارندويې يې کوله همدا ډول يې ملی شتمنۍ تر خپلو بادارانو ور رسولې نن ورځ هغوۍ تر بل هرچا زيات هېواد ته د وفادرۍ او ژمنتيا ناری وهی حال دا چې په اوسنی وخت کې هم دوۍ د هېواد په لويو زيرمو کې ناقانونه کيندنی کوې خپل سری سپړنی کوې د ملی شتمنيو پلور يې په ازاد ډول له ګاونډيو سره روان ساتلی

    شته دولت يې په پوره ډول ملاتړ کوې هغه د پرون مجريمان نن ملی اتلان ياديژې په ياد يې غونډی جوړيژې دولت خپل مکلفيت نه ده څرګند کړې د دوۍ محکمی ته د راکش کېدو پر ځائ همدا دولت له دوۍ سره په تمامه مانا د ناقانونه کړنو په ترسره کېدو کې مرسته کوې

    نن ورځ چې هېواد ته کومې ننګونې ورپيشی دې لامل يې همدا ناکامه او تش په نامه دولت ده
    ځکه په تيرو ديارلسو کالو کې دولت ونکړائ شول چې خپل بنسټونه مضبوت کړې ,تر ټولو اړين ګام چې دولت ديارلس کاله پخوا بايد اخستی وای د قانون عملی کيدل وو چې په پوره ډول نه دې تر سره شوې

    د دې ټولو ننيو پيشو حل نن هم يوازې په همدې لاره کې ده
    فرضا که موژ وايو چې ناامنی زياته ده مخنيوی يې ګران کار ده ,نو دا ناسمه ده چې ووايو ګران کار ده
    د هرې ناامنی ترشا يو پلمه وې د هغې پلمې لپاره د سخت قانون ټاکل دې او د قانون د نه عمل لپاره تر هغه سخت قانون په کار ده چې وټاکل شې
    کله چې په ريشتينی ډول دا لاره دولت خپله کړې هيڅ سوال نه پيدا کيژې چې دې څوک په سيمو کې تروريستانو ته پنا ځايون ورکړې
    اوس او پخوا چې اشراو په ولس کې نفوس کړې وو همدا يې وجه وه او ده
    که له ټروريسم سره د مبارزی لپاره قانونی لار غوره شې هيڅ څوک بيا نشی کولای چې ځان او کورنۍ د ټروريستانو د ساتنی لپاره په خطر کې واچوې
    نن په شته دولت کې د څوکۍ ناستو څخه زيات د هغوې مرستيالان او سلا کارن دې ځکه خو
    هغه خبره راياديژې چې وايې
    (له سلو کسابانو يو غوا مړه شوی وه)
    ليکوال امر کارګر سلطانی

  5. محترم سعادت صاحب تا خپله ایمانی او اسلامی مسولیت او وجیبه تر خپل وس اوقدرت په ‌‌‌‌‌‌ډیره میړانه او ایمانداری یاپه بله ژبه دپړانګ او پاڼ په منځ دګیر کیدو سره سره تر سره کړه. خپل ضمیر او نفس دی دزو ګیرو اوشیطانی ارواحودتسلط او انقیاد څخه په ښه شان وساته. ستاهمت اودباطل سره جد اوجهد دستاینی وړ او دخلکو څخه دهیریدو وړ نه دی. په دی لیکنه کی دی هم خپل ټول مسایل په ‌‌‌‌‌‌ډیر واضح او ښکاره ‌‌‌‌‌‌ډول دقوانینو او حقوقو دعلومو دمسلک اوغوښتنو په رڼا کی تعریف توضیح او بیان کړی دی چه دبصیرت خاوندان یی دلمر په شان څرګند او ‌‌‌‌‌‌ډیر ښکاره دلیری واټن لیدی شی خو دعناد او حسد سترګی یی دتعصب اودحرامو ګټو دحصول په اساس د‌‌‌‌‌‌ډیری لن‌‌‌‌‌‌‌ډي فاصلی په شتون کی هم دلیدو وس نه لری.ستا په شان دنورو افغانانو داسپیڅلی دنده ده چه دی لاس تړلی او دزمان دفرعونی طاعوت په لومو کی رایسار
    وطنوالو ته دحق او باطل په روښانتیا کی پوره برخه واخلی اوهیڅوک هم باید په توره شپه کی دالاس بری ونه لری چه اوبه دبوسو لاندی په پټه تیری کړی. داکړی چه په کومه کټګوری کی راځي باید دافغان خاوری پر مخ دزورور او څپانده سیلاب پر وړاندی تس او نس شی او جهان ته بیا او بیا ثابته کړای شی : چه نیغ په کلیو مه ورزه چه په دی کلیو او بان‌‌‌‌‌‌ډو کی ‌‌‌‌‌‌ډیر کبرجن داسانو نسکور شوی دی. زمونږ په وطن کی باید ټولی شومی او شیطانی توطیی اودسیسی باید داولس په سر شندنه او هوښیاری شندی شی که دهغو ‌‌‌‌‌‌ډن‌‌‌‌‌‌ډوره دطلوع له تلویزیون څخه په غړامبه وی یا دپښتون او افغان دهربل دښمن له ژبی او مری اوریدل کیږی. ځنی ستاسی په لیکنو ددی امله ګوت څندنه کوی چه ددوی دخوښي او غوښتنو خلاف دی ږغ اوچت کړی نو ځکه دی غیر قانونی کړنو ته چه داساسی قانون په چوکات کی نشته رابولی چه ددوی په شان دهغوی سره دغلا دجوال خوله ونیسی.
    دغیرتی میندو اولاداوزامن دی تل ترتله دهسکی شملو په اوچتوالی مل اوبدرګه وی
    دتوروکارغانو اوټپوسانو سپیره او توری سیوری دی دغرنی افغانستان دافق اوفضا لیری اولیری وی

  6. عزتمند باجا خيلي صاحب؟
    زه صرف غوارم ستا ليكنه كاملاء تأيد ولي به لز خه تفاوت سره جه زه معلومات لرم يوه كوجني هم فهمه تبصره به بري وكرم.
    ١-
    د أمريكا دخارجه وزارت دوزير جان كرني او دمشته أروبا ءي سفيرانو له خوا دوارو كميسنونو ته هدايت وركرل شول جه نتائج اعلان نه كري او نغدي او بعدي نوري وعدي هم وركرل شوي .
    ٢-كله جه كميسون شكايات انتخابي خبله دنده تر سره كره دجا دخبرو او وعدو بر خلاف دقانون به جوكات كي خبله نتيجه بي له كومه زنده انتخابي كميسون ته وليزله.
    ٣-.-مكر دانتخاباتو كميسون دخارجيانو تر تأثير لاندي راغله خلاف داصولو او قوانينو اعلان دنتايجو د انتخاباتو ءي معطل كره.
    ٤-خارجيانو ددي خاليكاه خخه استفاده وكر داجه خه وشو هغه متفكر داكتر اشرف غني ءي وغولوه سياسي ترون جه قبلاء جان كيري أمده كري ووبه اشرف غني إمضاء كر ديو ملي وحدت دحكومت دجور ولو به خاطر.
    ٥-كله جه داكار وشو بياءي نتائج اعلان كر جه اشرف غني برنده دريس جمهور به توكه او عبدالله بازنده داجرايوي دريس به توكه.
    ٦-وروسته ءي نتائج او برنده دفئ صدي رأيو سره هم اعلان كر.. ولي اوبه تر ورخه تلي وي.بس له دي عمل خخه هر اقدام دام نه لرله : بعد از كوز زدن جار زانو نشستن وه . جه هيخ كته ءي نه درلوده
    اوس نو ته قضاوت وكره جه كناه جا كري او جرم به جا ولار دي .
    توله كنا اوجرم به اقاي نورستاني او دده دكميسون به لور بورو غرو تكياكاه كوي.
    دي عمل ته ملي خيانت او وطن فروشي او عاملينوته ته ءي ملي خاينين او وطن فروشان ويل كيزي.
    زه نه نورستاني صاحب سره كوم شناخت او بيزند كلونه لرم نه د سعادات صاحب سره خه جه مي دورخي داطلاعاتو او خبرو خخه بر داشت كري وو أوكله مي جه نوري ليكني ولوستل دا دي ستا او دملت دوكرو دباره مي تحرير او تقديم كره..

  7. Salamoonah,
    Zima pa nazar Sa`adet saheb reshtya wayii che d Shikayato comision vazife kho b`aad la intekhabato comision la natayjo ai`laan sakha peyl kida! padey hesab doy hetz koma derghaly na da karry, Noristany khola mrra mrra wahila che hatta la khpil spetzaly Amarkhelsahb sakha yi ham d Tolo`a hagha iranyjabo jornalistano makhki nanga vanashwa kaolay!; bal da che da ttoly dasisae bem`ana m`anawi & kalakani shora-e naswar jorravi.
    Sa`adet ghondy Afghanano che d PASHTANY shoude rodily hetz wakht vatan forosh na kegy. Allah de pa khpal hifz ki wasati .

  8. سعادت صیب خپله هم په تول برابر شخصیت دی او خبرې یې هم درنې او منطقي دي. ټولو ملي کړیو ته ښايي چې لاس سره یو کړي او د وطن او ملت د راتلونکې ژغورنې لپاره خپل ملي رسالت ادا او د پردیپالو او ځانپالو کړیو د هڅو مخه ونیسي. ځیني هغه دوستان چې وايي ددې خبرو وخت ندی او پریږدئ چې اجرايي چارو رییس؟ خپله دنده پر مخ بوځي ددې لپاره بیځایه ده چې همدا د اجرايي چارو ریاست خپله یو غیرقانوني څوکۍ ده چې د بهرنیانو په مټ رامنځته شوې او که همداسې دوام وکړي نو له ښوونځي نه نیولې تر جمهوري ریاسته به پاتې راغلی کس ګل مرجان کیږي او پایله به نه مني. لاره یې همدا ده چې ټاکنیز قوانین او اساسي قانون لا رغنده شي او د ټولو غیرقانوني کړنو د مخنیوي لپاره یو ملي هوډ او ګډ دریځ رامنځته شي. تل دې وي افغانستان

  9. په خواشينۍ سره چې دواړو کمېسونونو په پای کې خپل استقلاليت ونه ساته او د ميليونونو انسانانو خواريو ته يې په سپکه وکتل. د ټاکنو خپلواک کمېسيون چې په کوم ډول پايله اعلان کړه، نو له شرم نه ډکه وه، په دې سره يې د خلکو پر وړاندې د تل لپاره خپل ارزښت له لاسه ورکړ او د غلامۍ ثبوت يې جوت کړ. د شکاياتو کمېسيون تر پايه د ټاکنو خاينين او غداران ملت ته په ګوته نه کړل. ولايتي شوراګانو ته د چارواکو ورونه، چې ډېری يې نالوستي، جنايتکاران او احمقان دي بريالي شول. تر ټولو بده دا ده، چې دواړه کمېسونونه يوې ډلې ښکه سپک سپاند کړل او دا لړۍ لا روانه ده، خو د کمېسونونو مشرانو تر اوسه يو مطبوعاتي کانفرانس ورنه کړ. که ملت ته يې څه نه شو کولی، لږ تر لږه خو يې په خپلو ځانونو بايد ننګ کړی وای. که د دوی پر ځای زه وای، د لکونو ډالرو پر وړاندې به مې حقايق ويلي وای، خو درېغه دې خلکو نه تر پايه ګونګيان جوړ شول.

  10. ! صيبHafizullah Tutab شاغلي
    ! تاسى ته په پوره احترام سره
    تاسې په خپله تبصره كې ملامت او سلامت ته په يوه سترګه کتلي دي ، په دې مانا ، چې دانتخاباتو د كميسيون پړه مو هم د شکاياتو پر کميسيون اچولې ده او دواړه موپه دې متهم کړي دي چې ګويا دې دواړو کميسينو خپله بيطرفي او استقلال ونه ساتله .حال دا چې ، په هغه وخت کې نه يوازې د کميسون
    شكايات مشر ( سعادت صيب ) په مختلفو تلويزيوني چينلو کې د خپلو واضح او روشانه مصاحبو له لارې خپل بې پرې والی, استقلال او قانوني موقف ثابت كړ, بلكه دخپلو کړنو له لارې يې دا ثابته كړه ، چې ؛ د قانون او عدالت نه بغېر نور هيس شی نه پېژني . فقط قانون او عدالت دې ده د پاره يو مهم اصل او ارزشت و او بس. ولس خو ، د دې خبرى شاهد هم دى ، چې ، سعادت صيب دخپل د استقلاليت په ساتلو يې هم قناعت ونه کړو او وې غوشتل چې د انتخاباتو د كميسيون استقلاليت هم وساتي ، كه مو حافظه درسره كمك وكړي ، نو خامخا به مو په ياد شي چې ، هغه وخت کې سعادت صيب د تلوېزيون له لارې د انتخاباتو په کميسون غژ وکړ چې , دانتخاباتو كميسيون دې خپلې دوسيې د ولس مشر او سفارتونو د مېزونو له سره راتولې کړي ، او خپل کار دې په خپله دقانون او د کميسيون داستقلاليت په پام کې نيولو سره وکړي . داسى دېرې نمونې نورې هم شته چې ليكلو د پاره يې دا جای تنګوالی کوي . لنده دا چې ، هغه افغاني شخصيتونه چې ، د ملي ګتو دساتلو دپاره د دالرو د بوجي نه تېرېژي ، زور ته نه تسليمېژي او د خپلې بقا پروا هم نه ساتي ، د هغو تعداد د ګوتو په شمار دي او ولس پرې وياړي . دوی دې تل ژوندي ووسي .مننه

  11. منطقي او په تول پوره لیکنه ده. په افغانستان کې اوس زورواکي ، بې قانوني اودرغلي حاکمه ده نو طبعي خبره ده چې داسې حالاتو کې زورواکي اوبهرني ملاتړي یې د ملت ارادې ته په سپکه ګوري او مړ ژواندی ګلمرجانی حکومت خپلو موخو ته د رسېدو په پار په ملت تپي.

  12. دې لیکنې ماته د بې مطقې په وړاندې په منطق سره د څواب ورکولو درس راکړ.

  13. ښاغلی سعادت صاحب سلام مونږه د ستاسو کړنو یا نه کړنو نه کوم شکایت نه لرو خو غټه تیروتنه تاسو هلته وکړه چی کله هم انتخابات به واضح شکل اعلان نه شول صرف د بریښنایی څرک په شان د شونډو په سر یوه خبره وشوه او خلاص هر څه ومنل شول اوس به دا میل د افغانستان به خاوره مین خلک او یا هغه خلک چی واقعا په افغانستان دردیږی د هغوی په مخ یوه غټه څپیړه وه اوس به یی ثمره تر ابده خوری ستاسو دریځ باید روښانه وای تاسو دی خپل اعلان کړی وای بیا چی هر څه کیدل شوی دی وای هسی هم مړه کیږو لږ ده زیات مړه شوی وای نو صرف زه دا وایم چی دننی حکومت نه کوم امید او توقوع نلرم

ځواب ورکول عبدالحسیب کندهاری ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *