تاند — د افغانستان د انتخاباتو د خپلواک کمېسیون له خوا د ۱۳۹۸ کال د ولسمشرۍ د انتخاباتو په اعلانولو سره د اجرائیه ریاست په تابوت وروستی مېخ ټک وهل شو.

دغې ادارې چې د ۱۳۹۳ کال د ولسمشرۍ انتخاباتو څخه وروسته د یوه کاندید عبدالله عبدالله له خوا د جنجال راپورته کولو په نتیجه کې د ولسمشر غني په لاسلیک رامنځته شوې وه نن د وروستیو انتخاباتو د نتایجو په اعلانېدلو سره خپل اعتبار له لاسه ورکړ.

ویل کیږي چې اجرائیه ریاست په تېره پنځه کلنه دوره کې د افغانستان حکومت ته ډېرې ستونزې جوړې کړې وې او د کمپیوټري تذکرو د وېش په شمول د ګڼو پرمختیایي پروژو د تطبیق مخه یې نیولې وه.

د انتخاباتو د خپلواک کمېسیون له خوا د ولسمشرۍ د انتخاباتو د وروستیو نتایجو د ننني اعلان په اساس، محمد اشرف غني ۹۲۳۵۹۲ (۵۰.۶۴٪) رایې، عبدالله عبدالله ۷۲۰۷۴۱ (۳۹.۵۲٪) رایې، ګلبدین حکمتیار ۷۰۲۴۱ (۳.۸۵٪) رایې رحمت الله نبیل ۳۳۹۱۹ (۱.۸۶٪) رایې ګټلي دي. نورو کاندیدانو تر دې کمې رایې ترلاسه کړي دي.

د عبدالله عبدالله په مشرۍ ثبات او همپالنې ډلې ویلي چې دا نتایج به ونه مني، خو داسې ښکاري چې ښاغلی عبدالله نه دی توانېدلی چې د تېر په څېر دا ځل د امریکا متحده ایالاتو سفارت ته قناعت ورکړي چې په واک کې د شراکت لاره ورته هواره کړي.

6 thoughts on “د اجرائیه ریاست په تابوت وروستی مېخ ټک وهل شو”
  1. شكردۍ چه ده انتخاباتو نتېجه معلومه شوه ټولو لر۔او بر افغانانو ته مبارررررررررررررك شييييييييييييشې

  2. Thanks Allah(J) it is over and the election department worked very hard under tremendous pressures from Abdullah X 2, Dustam Massuds. Hava Aalam did good job and she looks like smart woman.

  3. زه پداسې حال کې چې جلالتمآب دوکتور محمد اشرف غني ته د افغانستان د اسلامي جمهوریت د ولسمشرۍ لپاره د دوي د بیاځلې بریا مبارکي وایم ، دوی ته په دې دوره کې د لاښه خدمت او د افغانستان ټول ملت لپاره د سوکالۍ او پرمختګ دعا کوم.
    هر انتخابات او ټاکنې یو بریالی لري . د نړیوالې دموکراسۍ اصول دا ایجابوي چې ټول پاتې کاندیدان خپله ماتې ومني او خپل سیاسي حریف یا رقیب ته د مبارکي ویلو ترڅنک د خپل وطن د علیا منافعو او د اکثریت ولس د رایو درناوي لپاره له هغوي سره همکاري وکړي.

  4. دافغانستان عظیم ملت ته د یوه قوی دولت او دیوی قوی ملی رهبری مبارکی وایو ، د کومی رهبری په سیوری کی چه افغانستان به ډیر چټک او پایه داره پرمخ تګ ولری ، نور به نو دوه سری غیر قانونی حکومت د تل د پاره نه وی

  5. ټولو ګرانو وطنوالو ته او حصوصتأ ډاکټر صاحب اشرف غنی ته مبارک وایم۰
    مخترمو وطنوالو دا یو خقیقت او واقعیت دی چه داکتر صاخب اشرف غنی به بینالمللی سطحه په معیار برابر شخص دی۰ هغه کوم خلک چه په تیرو ۴۰ کلونو انسان وژنه کی خپلی ګټی وینی اوس هم د ګدودی او انارشیزم تبلیغات کوی
    مخترم وطنوال باید د دی خاینو اشخاصو مخنیوی وکړی او پرینږدی چه خپلو مغرضو اهدافو ته ورسیږی۰
    ژوندی دی وی افغان غیور ولس
    مړه دی وی د افغان ولس دشمنان

ځواب ورکول MHA ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *