تاند- د اجرايي ريیس لومړي مرستیال له ولسمشر غني او اجرايي رييس عبدالله څخه وغوښتل چې د دفاع او اطلاعاتو- کلتور د وزارتونو لپاره وړ کسان ونوموي.

انجنیر محمد خان دا غوښتنه په داسي حال کې کړې چې ولسمشر غني د اطلاعاتو او کلتور د وزارت لپاره د ملي سرود شاعر عبدالباري جهاني نومولی دی.

د کلتور وزارت ته د ښاغلي جهاني نومونه د لیکوالو او ادبي کړیو له پراخ هرکلی سره مخامخ شوې ده خو ویل کېږي چې ځیني بنسټپال عناصر پرې خوښ نه دي.

د اجرايي رييس لومړي مرستیال په عین حال کې په ولسي جرګې ږغ کړی چې کاندید وزیرانو ته د اعتماد رایې ورکړي.

ټاکل شوې ده چې ولسي جرګه د شنبې په ورځ ورمعرفي شویو نوماند وزیرانو ته د اعتماد رایې ورکولو لپاره صندوقونه کښېږدي.

انجنیر محمد خان په یوه خبرپاڼه کې ویلي:« د اچې په ګران هیواد کې موموجوده امنیتي حالت د اندیښنې وړدی، ګڼ شمیر بیګناه افغانان موهره ورځ وژل کیږي، جنګ جګړې زیاتیږي او هیواد وال موکړول کیږي نو د ملت له ريښتينو او په وطن مینو استازو څخه مو هیله داده چې دغو کسانوته چې د ولسمشر لخوا د وزارتونولپاره د نوماند و وزیرانو په توګه نومول شوي ، څومره چې زه دوی له نیږدې پېژنم اویامې په دې وروستیو کې ورسره له نیږدي لیدلی په رښتیا چې په اوسنیو حالاتو کې ښه مناسب او وړکسان دی د اعتماد رایه ورکړي »

د اجرايي ريیس لومړي مرستیال هیله څرګنده کړې چې نور په افغانستان کې د سرپرستۍ موضوع پای ته ورسېږي.

حاضردمه له ۸ وزارتونو پرته، چې له ولسي جرګې څخه یې د اعتماد رایې ترلاسه کړي، نور ټول وزارتونه او دغه راز والایتونه  د سرپرستانو له لوري اداره کېږي.

9 thoughts on “د اجرايي رييس لومړي مرستیال د دفاع او کلتور د وزارتونو لپاره د نویو کسانو د نومولو غوښتنه وکړه”
  1. نه پوهیږو چې محمد خان د اطلاعاتو او کلتور وزارت لپاره د جهاني صيب په نوماندۍ ولې سترګې پټوی؟ که څوک پدې برخه کې د نظراختلاف لري خپل دليل دې ووايي اوکه د نه منم نه منم خبره وی بیل سوال دئ

  2. دا هم د ګل مرجان ملګرې دی . هغوي نيم افغانستان باندې په همدا دول خيته اچولې

  3. که ښاغلئ جهاني څوک نه مني نو دوی ټول افغان نه مني ، دافغانستان پر مختګ نه مني په افغانستان کې امنیت نه غواړي .هر څومره چه دا دانــتــــــخـابـــــاتـــــــــــــــــــو معـــــــــــــــــضـــــــــــــــــله اوږد یــــــــــــــــــــــږي ،هغــــــــــــــومره به په ټول هیـــــــــــــــوادکــــې نـــا امــــــــني ډیــــــــــــــــــــــــريږي ،ملي اقتصاد به لا پسې خرابـــــــــیږي . او ستا سواحتـــــــرام به مونږ ته لا نور کمــیـــږي. او بل زموږ هر خس او خاشاک وزیر،دایران او پاکستان جاوسوس اومزدور پکارنه . موږ ته داسې څوک پکار ده چه زموږ په پرارونو رنځونه مرهم او دارو کړي نه چه مالګه په وشیندي ۰
    الله (ج) دي د ستاسو تور ګیرو بوډاګانو سترګې …مړې کړي ۰

  4. Salam aleykom;
    Da jalaletmaab ba ham ghwarri che laka 2 pakhwaniyo d`Ettila`ato aw Koltuur vezaret ta ya d sawaak aw ya d isi kum gharrey nomaand kryy shiey??.!!

    Zma pa nazar d` defa` vezaret chary de pakhpala Sir Qumandan-e A`la pa gharra waxli
    Jahany saheb d Kultuur vezaret ta bilkul warr aw monaseb shakhsiyet dey. Vessalam.

  5. كه د نه منم نه منم خبره وي نو بيا دي دوي هم د جهاني صاحب څخه وړ كس راپيدا كړي وكيلان بايد پوه شي چي دوي همدلته خپل امتحان وركوي همدلته معلوميژي چي دوي د ملت پر خوشه د اعتماد رايه وركوي او كه دجب او پټو معاملو لپاره خپل ضمير خرڅوي لكه همدا انجينر محمد خان

  6. دا وطن خرڅونکې غواړي چه داسي يو څوک رامخ ته کړې چه دايران اويا دفکي ستان وکلتور ته کار وکړي او موږ دپردو تر کلتورې يرغل لاندې يو.دا سل په سل کي دا زموږ دخلګو قسم خوړولو دښمنانو اوزموږ دخلګوووينو ته تږې کثيفو خلګو زموږ دبرباديو ملا تړلې ده . اې خلګو نو رپه تمامه معنې ددې کثيفو دچار چوکاټ څخه ځان وباسۍ تاسې پوهيږۍنور دوۍته هيڅ آهميت او رايه مه ورکوۍنور ددې وخت دۍ چه ټوله ددې مفسيدينو پر ضد په دوامداره توګه په تظاهراتو لاس پوري کړو وهر يوه ته وګورۍ چه په قدرت کې دي ديوې روپۍ ارزښت نه لرې موږ توله ئې محاصره کړۍ يو داسلام تر مقدس نوم لاندې نو فکې ستان او نورو ته ګوته مه نسۍ اول دکور کثافت بايد پاک سې کله چه مو دخپل هيواد هسته قوې او همايه کړه دخارج دخوا څخه کثافت ژر تاثير نه سې اچولاۍ.دا زموږ کثافت دۍ چه په هيواد کې ئې دنيابتې جګړې زمينه برابره کړې ده لکه کثيف محمدخان دخارجې هيوادو جاسوس

  7. Salam aleykom;
    Da jalaletmaab ba ham ghwarri che laka 2 pakhwaniyo d`Ettila`ato aw Koltuur vezaret ta ya d sawaak aw ya d isi kum gharrey nomaand kryy shiey??.!!
    Zma pa nazar d` defa` vezaret chary de pakhpala Sir Qumandan-e A`la pa gharra waxli
    Jahany saheb d Kultuur vezaret ta bilkul warr aw monaseb shakhsiyet dey. Vessalam.

  8. I would like to know what kind of engineering he studied? and did he perform any engineering project or design work? If not, then he should not be called ENGINEER. just simply Mohammad Khan.

  9. محمد خان دجلالتماب داکتر صاحب مشر ورور دی خو په دولت کی هغه د چپراسی دنده لری. داکتر صاحب خو موقف یی معلوم دی او له هغه نه نوره ګیله هم نده پکار ، اما دا انجنیر چی د خمینی د لمسی او د حمید ګل د ورور رول په غاړه لری تر ټولو ډیر مضر دی. دی مضر د پښتنو رایی هم نیمی کړی او هغه یی د ډاکتر په خورجین کی ور واچولی. اوس لا نور هم د پښتنو په زخمونو مالګی دوړوی .
    د ښاغلی ولسمشر له خوا کاندید شویو د فاع او د اطلاعاتو او کلتور وزارتونو نوماندنو ته هم رایی نه ورکوی او هم یی کاندید نه منی. د محمدخان او محقق رول په اجراییه حکومت کی څرګند دی. دوی دنده لری چی د قوی ، باثباته ، پرمختللی او واحد افغانستان لپاره د هر کاندید وزیر او بل هرڅوک چی غواړی پدی لار کی خدمت وکړی ، مخه یی ونیسی . په بل عبارت دوی دواړه هم ایران او هم پاکستان ته وفاداره دی ، څه چی ورته ویل کیږی هغه عملی کوی. خو زما افسوس د ډاکتر عبدالله په حال راځی چی هغه هم مجبور دی د دوی مشورو ته غوږ ونیسی او بالاخره د هغه کړه وړه هم د پورته هیوادونو په ګټه تمامیږی.

ځواب ورکول HamidUllah Zrrlver Sapi ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *