تاند- په ټولنیزو رسنیو کې د افغانستان د اجرايي ریاست د دفتر له لوري یو حکم خپور شوی چې په ترڅ کې یې له ټولو دولتي ادارو غوښتل شوي چې ښاغلي عبدالله عبدالله ته په رسمي مکتوبونو کې «جلالتماب» ووايي.

د اجرايي ریاست دفتر ته په دې منسوب حکم کې، چې په دري ژبه دی او د روان کب په دوولسمه /فبروري ۲/ نېټه خپور شوی ټولو وزارتونو او مستقلو ریاستونو ته په خطاب کې راغلي:

«هماغسي چې ځیني وخت لیدل کېږي، په رسمي مراسلاتو (لیکونو) کې د اجراییه ریاست د عالي مقام لقب په مختلفو ډولونو لیکل شوی. تاسو ته خبر درکول کېږي چې د هغوی جلالتماب دقیق القاب په دري، پښتو او انګلیسي ژبو په دې ډول دی او له تاسو غوښتنه کېږي چې د مراسلانو د لېږلو په وخت دا القاب په پام کې ونیسئ، مننه.

جلالتماب محترم دکتور عبدالله عبدالله

ريیس اجرايیه جمهوري اسلامي افغانستان

جلالتماب محترم ډاکتر عبدالله عبدالله

د افغانستان د اسلامي جمهوریت اجراییه رييس

 H.E. (His Excellency) Dr. Abdullah Abdullah

په دې حکم کې د بهرنیو چارو له وزارته هم غوښتل شوي چې ټولو سفارتونو، د ملګروملتو دفترونو، په کابل کې دېره نړیوالو ادارو او د افغانستان ګونسلګریو ته د لیک له لارې خبر ورکړي چې د افغانستان د اجرايیه ريیس له نوم سره د جلالتماب لقب هېر نه کړي.

1

22 thoughts on “د اجرايي ریاست دفتر د عبدالله عبدالله لپاره د «جلالتماب« لقب د کارولو غوښتنه وکړه”
  1. د عبدالله عبدالله خو تیار لقب موجود دی« ګل مرجان » بل لقب ته څه اړتیا ده؟

  2. داجرايه رياست ددفتر ريس عبدالقهار جانه ؟
    کوم متحدالمال مکتوب چه تاسی ليکلی اول ته فکر وکړه چه مکتوب اويا ورقه عرض اويا کوم پشنهاد يو مقام ته چه کيږی شخص ته کيږی اوکه چوکۍ اومقام ته.
    هيڅ وخت دشخص نوم په مکتوب کی نه ذکر کيږی؟
    داسی بايد وليکل شی.
    به مقام محترم جلالتماب رياست اجرايه !
    دعزتمند جلالتماب داجرايه رياست مقام ته !
    دشخص نوم ليکل کيس شخصيت دی نه داداری کارو کی حتمی سوال.
    دوهم داداری مکاتبو سرلوحی ټولي په پښتو او دری ژبه ليکل کيږی نه په انګليسی او يا نورو خارجي ژبو.

  3. په کال ۱۳۵۲ کی چی شهید محمد داود خان افغانستان کی د لمړی ځل لپاره جمهوری نظام اعلام کړ د ټولو نه یی وغوښته چی پس له دی به د افغانستان جمهور رئیس دیوازی د ( ښاغلی محمد داود ) په نوم یاد شي او د ولاحضرت او سردار القاب یی د خپل نوم نه لری کړ، خو نن موږ ګورو چې زموږ اوسني واکداران څونه د القابو او لوی لوی نومونو وږي ، خو کاشکی د دی غریب او مظلوم ولس له حاله خبر وائ … کی چوتئ نشته – نوم یی فتح خان دی .

  4. د ډاکټر صیب داخبره ماته ډیره پزړه پوره نده کوی شی هغه هم غواړی چی په خلکو ځان وپيژنی نو ځکه یی داسی یو ګام اخیستی خو ماته تر هر څه د مخه د هغه تحلیل او توپیر ددی دکتور او ډاکټر د کلیمی تر منځ ده چی هغه یا هر هغه چا چی دا لیک مربوطه چارواکو ته لیکلی چی ډاکټر = دکتور به ځنګه کیږی ډاکټر چا ته وایی او دکتور چاته وایی
    مننه

  5. زه د ټولو لوستونکو څخه بخښنه غواړم, لمړی :دولتی القاب دجمهورريس له لوری دفرمان په توګه وړاندی کيږی چی چاته يا کوم دولتی ارګان ته کوم لقب فيصله اوورکړی،اجراييه رياست داساسی قانون په چوکاټ کی نسته ،ضرور يي بولم چی دفرمان په صادرولو ددی مقام اونورو مربوطه اداروته چی دی مقام پوری اړه لری ديوی مسودی په رهنما يي سره اداروته توزيع شی دابه ښه وی نه داچی دخپل ځان لپاره القاب وټاکو.دويم :(ريس دفترمقام عالی رياست اجراييه )،ايا کوم بل ريس اجراييه هم سته چی دايي عالی اوبل يي غير عالی دی،بهتره به وی چی (ريس دفترمقام رياست اجراييه),رياست اجراييه تر اوسه کومه قانونی صبغه نه لری نودالقابو به څه قانونيت وی.دريم: ډاکټر، دوکتور دادوه بيل القاب دی ،ډاکټر يعنی دطب په رشته کی دزده کړو وروسته يو شخص ته کارول کيږی،دوکتورا دماستری څخه وروسته چاچی دعلم په هره څانګه کی ددری کالو په وخت سره خپل علمی سند ترلاسه کړ وهغه شخص ته ددوکتور خطاب کيږی لکه،محترم جمهور ريس چی ددوکتورا سند په لاس کی لری.عابد صاحب په ډير معذرت تاسو په دری ژبه دوکتور ليکلی او په پښتو مو ډاکټر ليکلی کوم يو يي درست دی تاسو خودعالی مقام ريس ياست ،تاسو نورته هدايات ورکوی اوخپله نادرستی ليکنی ادارتو ته استوی.محترم لوستونکی دی خپله قضاوت وکړی .دوکتورا:يعنی( P.H.D)پی .اچ. ډی

  6. ژر ژر بیړه کوه دګیدړې زویه یوڅو نور جعلي لقبونه د ی دبدلې ډاکترۍ څنګ ته وټومبه۰ حرصناکو درواغجنو مسلما نانو حرام خورو الله تعالی ددرسره په خپله تله حساب وکړي۰

  7. په کوم قرن کې ژوند کوې خلک لمر ته غواړي ننوځي او ته خود خوا خود پرسته د درواغو مجاهده ځان ته لقبونه جوړوې.زما له خوا هم یو دوه درته کیږده چه ښه دروند شې او خاورو ته ئې درسره یوسه :حضرت مجاهد جلالتماب ډاکټر پروفیسور برکټی عبداله عبداله۰

  8. جناب برکټی جناب جلالت ماب برکټی عبد الله عبدالله +یا جناب جلالت ماب برکټی داکټر عبدالله عبدالله + جناب برکټی ریس د اجرایه+ جلالت ماب برکټی عبدالله فتجشیری + خو له ټولو داسی ښه راځی چی دمکتوب سر کی راشی —-+جناب جلالت ما برکټی دشمالی شورای ریس او د مرحوم احمد شاه مسعود قافچی فعلا دافغانستان د نیمګړی حکومت دمورده ګا وانو داجرایه شوراریس ۰۰۰۰۰۰دا ډیر لوی نوم ده او داکتر صاحب ته لازم ده او ورسره مناسب ده

  9. زه فکر نه کوم چی دافغانستان په تاریخ کی دومره په ځان مَین او خودخواه انسان تیر شوی وی البته په دولتی اراکینو کی لکه ګلمرجان

  10. د حضرت صوفي عبدالرحمن بابا شعر دی چې :

    سپینه به یې نه کړې ای عبدالرحمن – هغه شړۍ چې د وړۍ اصل یې تور وي

    په درنښت
    پیمان

  11. به نظر من این برادران یا طرفداران داکتر صاحب عبدالله تنها به این نظروتلاش اند که جطور خودرا مطرح و محکم سازد و در قسمت مردم خود ان قدر توجه و دلسوز نیســـتـند تا جایکه توقع وجود داشت،امروز لقب و دیروز در آغوش ګرفتن جنرال ما لک.خدا رحم کند سر مردم ما.

  12. ګرانو لوستونکو!
    سلامونه او نېکې هیلې په ټول اخلاص او مینه درته ډالۍ کوم.
    له دې به تېر شم چې پدې متحد المال مکتوب کې کومې قانونی، املایې تېروتنې شته… بس دې ته به راشم چې زه پدې نه یم خفه چې عبدالله عبدالله ځان ته د جلالتماب لقب غواړي، زما وېره دا وه چې د افغانستان جمهوررییس محمد اشرف غني له خپل نامه څخه د احمدزي کلمه لرې کړه، چې دا کلمه عبدالله عبدالله نده را اخیستې چې له ښاغلي اشرف غني سره په ټولو شیانو کې یوشی شي….؟؟؟ سختې تورې ورځې پسې اخیستی دی….

  13. ګل مرجانه
    د د اکتر صاجب انساني کرامت ته دې سلام وي، یو ډیر مشهور متل دی چې وای خر عیسی به مکه رود بازهم همان خر است
    .القاب پریږده، اوس وخت رسیدلی چې د افغانستان د بیاودانولو لپاره مټې ونغړي نه دا چې ځان ته جعلي القاب پیدا کړې . هر څومره چې القاب زیات کړې بیا هم همغه مشهور متل دی خر عیسی تا مکه رود بازهم همان خر است ته بیاهم هماغه غل، پردی لاس پوڅی، د پردیو جاسوس او خرڅ شوی کس یي نو دا القاب هم ورسره علاوه کړه نو ډیره مهربانی به دې وي

  14. والله چې دې خلکو سره خو ددې ملت هیڅ فکر نشته افغانستان په کوم حالت کې ځای لری او دوی ته وګوره چې چوکیو پسې مری تاسو دغه ملت په ذالالت کې اخته کړی ستا لپاره ذالالتماب لقب سم دی دا خه ده چې جمهور رئیس شوی نه یی که نه نو تاخو .مکتوب لارښونه کړه وه چې وروسته لدې ماته خالق مخلوق افغانستان اووایی نورې خبرې بیا

  15. د جلاالتماب نوم هغه چاته ورکول کیږی چې په واقعی ډول یی ملت ته خدمت کړی وی او هغه هم یواځې ولسمشر ته ویل کیږی ځکه چې د ملت په رایو ټاکل شوی وی نو ګرانه داکتر عبدالله ته په کومو سترګو دا لوړ نوم ځان ته ټاکې ستا خو د ملت په وینو
    لاس سره دی

  16. په ډېرې بخښنې سره ! يو چا تيز واچاوه لکه ټر ر ر ر ر چې ملګرو وروکتل نو په خولې ېې شروع وکړه چې پــر ر ر ر ، يو ملګري ورته وویل چې بچيه ( ټر په پر مه پټوه ) ټومبل شوئ رئيس صيب غواړي ګل مرجان په جلالتمآب بدل کړي ههههه ، اوس ګلمرجان په تاریخ کې ثبت شوئ بیرته نه راګرځي

  17. د افغانستان خلک خپل خدمت کونکی نه هیروی او هر څوک چی د خلکو لپاره حدمتکونکی ثابټ شی خلک ورته د احترام وړ القاب ورکوی . بیله خدمت کولو القاب په زوره نشی تصاحب کولی هغه څوک چی د القابو شوقیان دی شپه او ورخ دی د خلکو په رشتنی حدمت کی تیر کړی لاسته راوړنی ولری خلک لقبونه درکوی او ابدی لقبونه درکوی .دا د مکتوب پواسطه القاب غوشتنه هسی یو له تمسخر ډک عمل دی چی خلک یی رشخند کوی . تاسی جلالتمابان پدی نطر کی څه وایاست .

  18. برتری اوفضیلت په تقوا کی ده په اوچته لقبونو باندی دیو شخص درجه نه لوړیږی مهمه خبره د عمل ده الله دی ټولو ته دنیکو هدایت وکړی او خدای دی دغه مشرانو ته د اسلام او ملت ته دښه خدمت کولو توفیق ورکړی

ځواب ورکول Hasibullah Meyakhil ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *