دیپلوم انجینیر اجمل شمس ( د افغان ملت ملي مترقي ګوند مشر)
د غويي ۴ مه ۱۳۹۳ (24 April 2014)
د روان ۱۳۹۳ لمریز کال د وري په ۱۶ مه په ټول هیواد کې ولسمشریزې ټاکنې تر سره شوې چې نږدې ۶۰ سلنه د رایو وړ هیواد والو پکې برخه واخیسته . په دومره پراخه پیمانه او د توقع نه زیات ګډون په ډاګه کوي چې هیوادوال یو مثبت بدلون ته لیواله دي او د امثبت بدلون د افغانستان په راتلونکي زعامت کې ویني . د ټاکنو ګټونکی لا تر اوسه څرګند ندی خو د دې دیمواکراتیک بهیر تر ټولو ستر ګټونکی ټول افغان ملت دی چې د ټولو امنیتي ننګونو تر څنګ یې په پوره جرات د ا ټاکنیز بهیر بریالی کړ . افغانانو یو وارې بیا ثابته کړه چې د نورې متمدنې نړۍ په څیر دوی هم د خپل هیواد سیاسي برخلیک د یوې دیموکراتیکې پروسې له لیارې ټاکل غواړي . دا پخپله غټه لاسته راوړنه ده . زموږ ملي امنیتي ځواکونو هم په پوره میړانه او مسلکي ظرفیت تر ډیره حده د انتخاباتو امنیت خوندي کړ .
تر ډیره حده اوس څرګنده شوې چې پایلې به دویم پړاو ته ځي ځکه یو نوماند هم پدې ندی بریالی شوی چې ۵۰ جمع یو فیصدی پوره کړای شي . د اهم اوس تقریباً څرګنده ده چې د دویم پړاو ټاکنې به د ډاکټر اشرف غني احمدزی او ډاکټر عبدالله عبدالله تر منځ وي . د ډاکټر اشرف غني احمدزی پلویان ښايي اندیښمن وي چې رایې یې کمې دي خو به حقیقت کې دا ستره بریا ده . افغانان باید د افغانستان او په خاص ډول د دې ټاکنو سیاسی او ټولنیز واقعیتونه په پام کې ونیسي . اول پدې ټاکنو کې اته نوماندان وو او رایه ددوی تر منځ تقسیم وه نو ځکه په اول پړاو کې ګتل ناشونې غوندې وه . دویم ډاکټر اشرف غني احمدزي چې په کومو ولایاتو کې زیات پلویان درلودل هلته زیات مراکز بند ول . د مثال په توګه د جنوب او شرق زیاتو ولایاتو کې یواځې د ولسوالیو په مراکزو کې ټاکنې تر سره شوې او زیات خلک د امنیتي ستونزو له کبله د رایو ورکولو نه محرومه شول .
که دقیق فکر وکړو د اول پړاو هدف د سپورتي مسابقو پر څیر فاینل (دویم پړاو) ته لیار جوړول وو. پدې اساس د ډاکټر اشرف غني احمدزی او ډاکټر عبدالله عبدالله دواړو پلویان دغه اوله بریا باید ولمانځي. د دویم پړاو په اړه د دواړو نوماندانو د ګټلو احتمال باید چې د دوې د سیاسې سابقې ، وړتیا ، ولسي محبوبیت او او د افغانستان د سیاسي واقعیتونو په چوکاټ کې وڅیړو . ډاکټر عبدالله عبدالله د احترام وړ دی او جهادي اوسیاسي مبارزې ته یې باید د قدر په سترګه وکتل شي خو له بده مرغه د ډاکټر عبدالله عبدالله سیاسي هویت د یوې داسې حلقې استازیتوب کوي چې د افغانانو ډیر تراخه یادونه ورسره تړلي دي . افغانان بدلون ، پرمختګ او د خپل تریخ ماضي سره رابطه پرې کول غواړي او د یو نوي ، پرمختللي ، په ملي او اسلامي ارزښتونو ولاړ افغانستان خوبونه ګوري. د دې خوبونو تعبیر د ډاکټر عبدالله نه بلکه د د ډاکټر اشرف غني په وجود کې لیدل کیږي . دا چې ډاکټر اشرف غني د هیڅ ګوند یا کومې سیاسي ډلې پورې تړلی ندی نو ځکه د افغانستان د موجوده شرایطو په رڼا کې د ملي وحدت ټول معیارونه د ده په وجود کې لیدل کیږي نه د ډاکټر عبدالله په وجود کې .
د ډاکټر عبدالله سیاسي او انتخاباتي مبارزه قومي ، ژبني او تنظیمي رنګ لري پداسې حال کې چې د ډاکټر اشرف غني مبارزه په ملي او علمي معیارونو ولاړه ده . ډاکټر عبدالله به ونه توانیږي چې په روان مغلق سیاسي چاپیریال کې افغانستان د سولې ، ثبات او نیکمرغۍ په لور رهبري کړي خو ډاکټر اشرف غني لکه څرنګه چې یې په خپلو مناظرو کې وښودله د هیواد د نجات لپاره یوه ټاکلې او مشخصه ستراتیژی او برنامه لري .
په دویم پړاو کې اوس افغانانو ته انتخاب اسانه شوی . پرمختګ غواړي او که په شا تګ. که پرمختګ غواړي نو انتخاب به یې اشرف غني احمد زی وي. د ډاکټر عبدالله د ټیم لخوا ځینې څرګندونې چې ښايي د دوي د شکست په صورت کې به هیواد د یو جدي بحران سره مخامخ شي بې بنسټه دي . داچې افغانانو په دومره غوڅ اکثریت په ټاکنو کې برخه واخیسته دا واقعیت په ډاګه کوي چې افغانان په سوله ایزه توګه او د جمهوریت په چوکاټ کې د سیاسي قدرت د انتقال غوښتونکي دي . هیله ده چې د یو ویاړلي ملت په صفت به ټول هیوادوال دغه تاریخي رسالت په پوره ایماندارۍ او صداقت سرته ورسوي .
ژوندی دې وي افغان ملت
زبردسته لیکنه
ښاغلی شمس صاحب زه پدی کې ستاسو سره پوره موافق نه یم چې په دوهم پړاو کې د داکتر صاحب اشرف غنی رایی ډیریږی علت یی تاسو دا په ګوته کړی چې داکتر صاحب عبدالله د داسی حلقی غړی دی چې ښه شهرت او محبوبیت نه لری نو چې داسی ده په لومړی پړاو کې یی ولی دومره رایی واخیستې؟ زه فکر کوم په دوهم پړاو کې د محترم استاد سیاف رایی هم د داکترصاحب عبد الله دی ځکه چې د جهاد او مقاومت مشترکی وجی دوی سره یو ځآی کوی، هو په یو حالت کی کیدای شی داکتر صاحب اشرف غنی وړونکی شی چی د داکتر صاحب زلمی رسول پلوی هم تر لاسه کړی، خو دا هم جوته نده چې هغه چا چی داکتر صاحب رسول ته
راییه ورکړی بیا یی د هغه په اراده د بل چا لپاره استعمالوی او کنه؟د
تاسو یادونه کړی چې د داکتر صاحب عبدالله مبارزه قومي ، ژبني او تنظیمي بټّه لری پدی کی هیڅ شک نشته د تیری لسیزی تجربو څرګنده کړه چي په دوی کی دا مهارت شته چې په خپله ګټّه د هری وسیلی څخه ښه استفاده وکړی لکه داکتر صاحب عبدالله چی کوهدامنیانو ته د خپل کمپاین پر مهال وعده ورکړه چې که دا یی وګټی نو کوهدامن به ولایت کوی، مګر برعکس داکتر صاحب اشرف غنی شینوارو ته چې د پنجشیر د ولایت کیدو رادیخوا یی عین د قاضی القضات په کچه ددی کوشش وکړ چی شینوار ولایت کړی ، د شینوارو د ولایت کیدو ژمنه ونکړه ولی ځکه چې پښتانه خپل بی ځایه مصلحت ډیر خراب کړی او لا یی پسی خرابوی . په داغه ګروپ یعنی پنجشیریانو کي دا استعداد شته ، په تیرو لسو کلونو کی یی پنجشیری ملی قهرمان کړو، پنجشیری یی مارشال کړو، پنجشیر یی ولسوالی کړه، او پداسی حال کی یی د اپوزیسیون رول ولوباوه چې مهم حکومتی پوستونه یی هم خپل کړی و او دا هم لری مه بوله چی ولسمشر دی هم شی . نو راځی د ځان غولونی څخه تیر شی پښتنو ته پدی خاطر نه چي پښتانه دی بلکی پدی خاطر ورته کار وکړی چې د افغانستان د یو لوی قوم په توګه بی سواده، په جنګ کی ښکیل او مظلوم پاتی شول. په درناوی .
عتیق مراد
ډیره ښایسته لیکنه .
[…] http://www.taand.com/archives/23920 داجمل شمس دمضمون لینک […]