ذبیح الله خورشیدي

پوهانو څومره ښه ویلي، کله هم چې د منطق او استدلال ژبه مړه شي او په عقل د لېونتوب پیریان راشي نو بیا د انسان ژبه د حیوان شي په کنځلو ورګډ شي هم ځان سپک کړي او هم خپل مشران دومره بې عزته کړي چې عقل ورته حیران پاتې شي چې ان سړی له کوڅه ډبو هم ګیله من شي.

تېره ورځ همدا ډول د کنځلو یو بحران رامنځ ته شو هغه مهال کله چې د سوداګرۍ او صنایعو پخواني وزیرښاغلي انورالحق احدي په مشرۍ د افغانستان نوې ملي یووالي حکومت سره خپل سیاسي مخالفت اعلان کړ دومره په ښکنځلو بدرګه شو چې ډېرو په کې هم خپل ځانونه په سپکو سپک کړل او هم یې هغه وشرموه.

زه هم د دې ملاتړی نه یم چې په یوه وړه تولنه کې بې شمېره جبهې او بې شمېره شوراګانې او سیاسي ګوندونه وي، له بده مرغه چې مونږ تل د یو چا مخالفت د شخصي عقدو او ملحوضاتو پر بنسټ کړی هغه هم په کنځلو.

خو زه وایم راځئ نور د ښکنځلو فرهنګ مات کړو د منطق او استدلال پر بنسټ د یو چا مخالفت او ملاتړ وکړو نه په پوچو او بدرنګه ګیلو او غوښتنو.

ډاکتر انورالحق احدي هم په دې تولنه کې ازموینه ورکړې بل هم معلوم شوی دا چې چا څه کړي او څوک څه کوي په دې مونږ او تاسې ټول ښه پوهیږو او ځای به د دې نور پاتې نه وي چې په دې اړه بحث اوږد کړو.

په ټولیزو رسنیو په تېره فېسبوک کې بحثونه په دې ورټول دي چې انورالحق احدي ته په حکومت کې دنده ور نه کړل شوه، نو ځکه یې د ملي یوالي حکومت په مخالفت کې جبهه اعلان کړه او خلک یې د نظام پرضد راپورته کړل.

زما لپاره خو دا استدلال او نظر په اخلاقي لحظ منطقي دلیل نه شي کېدای چې څوک دې د حکومت اصلاح لپاره په حکومت منطقي نیوکې وکړي او هغه دې مونږ ګرم وبولو ګوندې حکومت څخه دنده غواړي او نه هم دا منلی شم چې یو څوک دې د حکومت ملاتړ په دې پلمه کوي څو دوی لپاره به امتیازات وي.

خو حقیقت باید ومنو چې حکومت ټولو خلکو ته دندې نه ورکوي بلکه دا خصوصي سکتور دی چې د بې کارۍ په مخ نیوي کې له حکومت سره مرسته کوي.

په ډېر افسوس سره چې نن ورځ هم حکومت کمزوری دی او هم خصوصي سکتور نه شي کولای بې کاره په کار کړي.

دا یوښکاره او منظقي دلیل دی چې اکثریت یې ملاتړ کوي خصوصا هغه څوک چې سیاسي شعور یې ډېر لوړ او صبر یې غټ وي.

خو له نورو یې باید زده کړو موده وړاندې د شمال ټلوالې له لوري د حراست او ثبات عالي شورا اعلان شوه خلکو یې په منطقي ډول مخالفت وکړ خو هېچا خپلو مشرانو ته کنځلې ونه کړې د حکومت اجرایوي مشر ښاغلي عبدالله عبدالله د شورا هرکلی وکړ او یو سیاسي مشوریت یې ورته وبښه.

مونږ ته دا د منلو وړ نه ده چې یو پښتون مشر دې پورته شي او بل دې خپلو سیاسي سیلانو ته څملوي او نور دې ننداره وکړي دا ډېر یو بد فرهنګ ده چې زمونږ په خلکو بده اغېزه کوي هم ځان ته زیان اړوي او هم نورو ته .

تر کومه به خپل مشران سپکو او نورو ته به یې څملوو راځئ پښتنو دا تړون وکړو د خپلو مشرانو له ګواښلو او هغوی ته د کنځلو لار پریږدو او د منطق په لار روان شو.

په دې لار کې زمونږ خیر ده او انشالله که سره یو شو دا ویجاړ وطن به خپله ابادیږي.

په همدې ستره هیله

4 thoughts on “د احدي مخالفت په ښکنځلو/ ذبیح الله خورشیدی”
  1. په زړه پوری لیکنه مو کړی واقعیت همداسی دی پښتانه به کله په اتقاق کیږی او اوس وخت کی خبره ټوله دی کی ده چی چا کی زور دی هغه طرفداری تول کوی دا کله استدلال کیدای شی چی ورته ووایی چی ولی غنی عبدالله ته سهم ورکړ وایی هغوی زور درلود او ولی یون ،احدی او بل ته وایی اصلاح راولو

  2. حراست او ثبات هم په ښکنځلو بدرګه شوي هيچا ورته ښه ندي ويلي بله خبره چي تا د پښتو کړيده د حراست مشر هم ببر سياف دي چي ټول شريف افغان ملت يي ما اوتانه ډير ښه پيژني

  3. سترګو پټول دواقعیتونونه ګناه ده دافغانستان څلورطرفه داخلی اختلافاتو څومره مشکلات رامنڅ ته کړیدی لر او بر غیر له مرګ او ژوبلی بل څه وینی لوږه تنده هره خوا خواره شوی څومره خلک په مهاجرت کی غرق شول او غرقیږی چور او چپاول په رڼا ورڅ غله ګانی په رڼا ورڅ ترور وغیره وغیره دا ټول څه دی ؟ دوزیران او ریس صاخب جمهور په هفته کی بهرنی سفرو څه شی تداوی کړ؟ دسی -بی -ار پروسی څومره کدرونه لهلاسه ورکړل او په عوضیی بی کفایته اشحاص استحدام شول دا ټول چل او ول فریب او دوکه بازی نده خلک درته غول ښکاری په هیڅ نه پوهیږی واښه خوری وغیره داوردو سر بازان په مکمله هفته جنګ کی بی خوبه په دغه یخ ژمی موسم کی جنګیږی هیڅ ارام نلری ددوی عوض نشته دوی دمجبوریت له مخی یا سنګر پیږدی یا مړه کیږی ایا دغه انسانان ندی درست منجمینت او درست مدیریت واله خلک دسی -بی-ار پواسطهپه کورو کښنا ستل او کار بیسوادانو ته وسپارل شو مثبت اړخونه او پر مختګ کوم دی ؟ پړه منی

ځواب ورکول محمد اعظم ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *