د احمدشاه مسعود مډال

تاند – د ټولنیزو رسنیو یو شمېر فعالان وایي چې د نظار شورا د وژل شوي مشر احمدشاه مسعود په نوم نوی جوړ شوی مډال دې یوازې غلو او داړه مارانو ته ورکول شي.‌

ویل کیږي چې اجراییه ریاست په وروستیو کې د احمدشاه مسعود په نامه یو مډال جوړ کړی، او په رسنیو کې خپاره شوي عکسونه ښیي چې عبدالله عبدالله یې یوه ایټالوي پوځي چارواکي ته په سینه ورټومبي.‌

اخوا بیا د فیسبوک په شمول د ټولنیزو رسنیو ځوانو فعالانو د مسعود په نامه د مډال را اېستلو پر ضد سخت غبرګونونه ښودلي دي.‌

محمد مبین هڅاند لیکي، «هی هی د احمد شاه مسعود مډال هم د اجرايه رياست په کارخانه کې جوړ شو او د نړۍ بدو خلکو ته به دا بد مډال ورکول کېږي.» د فیسبوک یو دویم فعال هاشم ناصري لیکي،‌ «د احمدشاه مسعود په نامه جوړ شوی دولتي مډال، د مډال د ترلاسه کوونکي تقدیر نه بلکي توهین دی.»

عبدالله عبدالله ایټالوي چارواکي ته د مسعود مډال ورکوي
عبدالله عبدالله ایټالوي چارواکي ته د مسعود مډال ورکوي

د سیف مبارک په نامه یو بل ځوان فعال په خپله پاڼه لیکي، «د احمد شاه مسعود په نامه یو بېنډ مډال ترتیب شوی او یوازي د هغه لارویانو ته به ورکول کېږي که احیانا بل چا ته دا مډال ولیکل شو باید د حیثیت د اعادې رسمي دعوا وچلوي. تشویش نه دی په کار.» خان محمد ستانکزي لیکلي، «هر چا ته چې ارګ د مسعود مډال ورکړ،‌ پوه دې شي چې ارګ ورته د غله په سترګه کتلي دي!»

دا په داسې حال کې ده چې د احمدشاه مسعود یو شمېر پلویانو د اجراییه ریاست له خوا د هغه په نامه د مډال را اېستلو له امله خوښي څرګنده کړې ده.‌

ویل کیږي چې په ۱۹۹۰ مو کلونو کې د عبدالرشید دوستم د ملېشو، د عبدالعلي مزاري د وحدتي، د سیاف او ګلبدین حکمتیار د حزبي ملېشو تر څنګ د احمدشاه مسعود تر مشرۍ لاندې د نظار شورا ملېشو په کابل ښار کې بې شمېره غلاوې او ډاکې واچولې چې ښاریان یې څه ووژل او نور یې تېښتې ته مجبور کړل. مسعود د ۲۰۰۱ کال د سپتمبر په ۹مه د دوه عربانو له خوا چې ځانونه یې ژورنالستان ښودلي وو ووژل شو خو ویل کیږي چې د هغه نژدې ملګرو هم په یاده پېښه کې لاس درلود.‌ د نظار شورا لنډه غرهرکال د خپل وژل شوي مشر احمدشاه مسعود د تلین په مناسبت په کابل ښار کې د سړو او تودو وسلو په ښودنې د ښاریانو په منځ کې د خپل وحشي طبعیت ننداره وړاندې کوي. (په دې هکله راپور)

6 thoughts on “د احمدشاه مسعود په نامه مډال د ترلاسه کوونکي تقدیر نه،‌ توهین دی”
  1. اوس یی خوند وکړ . د نړیوالو ریکارډونو کتاب کې باید ثبت شي چې غله هم مډال لری او خپلو ملګرو ، پلویانو او علاقمندانو ته یی ورکوي. خو پام چې بیګناه خلکو ته یی ورنکړی که نه دوی به په مصیبت ګرفتاره کړی.

  2. آفغانانو ته پکار ده چه دداسو کارو تصميم بايديوه آفغاني جرګه تصميم ياکوم يو باصلاحيته او قانوني مرجع پر ونيسي او تائيد ئې کړي .دغو خلګو پرون دحبيب آلله قلقاني جسد هم په شاندارو مراسيمو ونمانځه سبا به دقلقاني په نوم مډال جوړوي او ديوه چاپه اوږه کي به ئې ورټونبي.
    داکار دوئ دوزير آکبرخان دمډال پر ضد منځ ته را وړئ دئ .تر څو چه داقبله پرسته خلګ دسلاحتو څخه ليري نه سي او دخودسريو مخه ونه نيول سي سوله او آقتصادي پر مختګ مشکل دئ چه په هيوادکي دي آرام اوسوکاله ژوند ولرو.حيف دهغه متال مصرف او انرژي چه ددې خائن او پردي پرسته پر مډال ئې مصرف کړي دي او دا مډال دخره دزنګولې آهميت نه لري او آکثرو آفغانانو ته دقبول وړ نه دئ

  3. که افغانانو ته یي ورکوی اول دی ماته راکړی زه یو ‌‌‌‌‌‌ډیر خکولی سپي لرم دهغه پر غاړه بیي وځړوم له مسعود نه ‌‌‌‌‌‌ډیر وفادار ده

  4. امان جانه وروره زه به ېې د سپي په غاړه کې هم وروانه چوم . سپي به خایین شی او بیا به خپل څښتن خوري.

  5. کل حزب بمالدیهم فرحون .
    هره ډلګی خپل قهرمانان تعریفوی د شورای نظار او پنجشیر همدا قهرمان دی، د جنبش قهرمان پهلوان دوستم دی ، هغه دوستم چه په ټول ژوند کی هغه څه لری چه په تاریخ د انسانیت کی داسی بل شرموونکی مثال او ثانی یی فکر کوم چه نه وی، دا کورنی یا ګروپیک مشران نباید په نورو تحمیل شی.
    اوس الحمد لله ، انحصار او بی لجامی ګلیم په ټولیدو دی خو که نور هر څه کوی د هری غلطی ځواب باید په غلطی ورنکړو ، موږ به مؤمنانه او مردانه طور د انسانی مقام سره سم ځواب ورکوو ، پام چه بالمثل ځواب باندی ځان ککړ نکړی چه سړی د انسانی دایری نه وباسی.

  6. نه! ورونو دأ مډال د سپي د غاړه لایک ندی۰ دا هغه طوق لعنت دۍ چې د پیغلو، ناوو او بیوزلو میندوله ګاڼې: د غاړې امیل، د لاسوګوتمۍ، والیو۰۰۰ جوړدی، دا هغه مډال دی چې د کابل د خلکو د زړه په وینو سوردی۰
    د دې طوق لعنت لیاقت صرف شورای نشخوار- شورای کفار- شورای کفتار- شورای بدهکار- شورای نسوار- شورای بیمار( په روحي ناروغۍ اخته) – شورای اژدار(لکه ښامارچې په سرو ئې ایمان راوړئ) لري۰
    په دې مډال کې چې زه وینم د دوزخ نښه ده۰ په دې مډال کې د قاتل او د غاصب او د خائن نښه ده۰ په دې مډال کې د فساد او د نفاق نښه ده۰ په دې مډال کې د افغان او افغانیت د دښمنې نښه ده۰
    دا دې مردارۍ مډال دې مردارو ته نصیب شي۰

ځواب ورکول خالده افغان ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *