په روښاني عرفان باندې د رحمان بابا د عرفان لوی امتیاز دا دی چې له روښانیانوسره تر ډېره حده د خپلې ایډیالوژي غم و خو رحمان بابا تر وسه وسه هڅه کړې ده چې له عرفاني نظریې د انسان د خیر لپاره استفاده وکړي. روښانیانو هم چې د وحدت الوجود پیغام خپراوه مقصد یې دا و چې انسان وژغوري خو هغوی په نظریه کې دومره لاهو شول چې انسان ورنه د نظریې لپاره په وسیله بدل شو.
رحمان بابا وحدت الوجودي او عرفاني افکارو ته تر ډېره حده د وګړي او ټولنې د خیر او نېکمرغۍ له عینکو وکتل. دې لیدلوري د هغه د شعر د وږمو له خپرولو سره مرسته وکړه.
د اخلاقي او انساني ژوند ډېر بنیادي ټکی زغم دی. زه که په خپل ګومان ډېر سم چلېږم خو چې نور خلک ونه زغمم، په ټولنه کې مې شر او جنجال ته لار پرانیسته. انسان مجبور دی چې اجتماعي ژوند ولري. له بلې خوا هر وګړی د بېل فکر، بېل ذوق او بېل شخصیت خاوند دی. یو ګوربت له بل ګوربته په خوی کې ډېر لږ فرق لري ولې په یوه کور کې زېږېدلي وروڼه خورا سره بېل وي. یو ورور به د موسیقي لېوال وي بل به د کتاب. یو به په لوبو نه ستړی کېږي او بل به په ناسته. یو به یوه نظریه لري ، بل به د هغې مخالفه نظریه.
د یوې نظریې د پیروانو په منځ کې هم ډېر تفاوت وي. روښانیان او د اخوند دروېزه پیروان د تصوف د لارې کسان وو خو په دې شریکه لار کې یو بل ته سره په مورچو کې کښېناستل. د دوی برعکس رحمان بابا هڅه کړې ده چې بنیادمان له مورچو راوباسي او د یو بل زغملو ته یې راوبولي. تاریخ راته وایي چې خلک که په نظریه کې سره شریک هم وي خو چې دغه خلک د اخلاقو یو بنیادي ټکی یعنې زغم ونه لري نو د یو بل وینې به تویې کړي. په منځنیو پیړیو کې چې مسیحي اروپا بې زغمه وه، د مسیحیانو وینې بل هیچا دومره ونه بهولې لکه خپلو عزیزانو.
رحمان بابا له عرفان او وحدت الوجوده د ټولنې د خیر لپاره استفاده کړې ده. بابا فرمایي:
واړه د خپل ځان په نظر ګوره که دانا یې
اې عبدالرحمانه جهان ټول عبدالرحمن دی
رحمان بابا د وحدت له نظریې د هغو کسانو د ځبلو لپاره کار نه اخلي چې د وحدت نظریه نه مني بلکې برعکس وایی:
ادم زاد په معنا واړه یو صورت دی
هر چې بل ازاروي هغه ازار شي
دی چې د وحدت له نظریې د انسان د خیر او مصلحت لپاره استفاده کوي، نو دې نتیجې ته رسېږي:
دا څلور واړه مذهبه سره یو دي
ما و تا پکې پیدا کړ اختلاف
کله چې ټول جهان د الله تعالی مخلوق وګڼو، ټول مخلوقات به خپل احساس کړو او د نورو زغمل او له نورو سره ګوزاره کول به راته اسانه شي.
په عرفاني نظریه کې له ځانولۍ او انانیت سره مقابلې ته زیاته توجه کېږي. عارفان ټینګار کوي چې په ځان میین کسان له نورو سره د محبت فرصت نه پیدا کوي. کله چې له نورو سره د محبت کولو فرصت نه مومو، طبعا د هغوی د زغملو استعداد مو نه روزل کېږي. رحمان بابا د خودبینۍ ، کبر او غرور غندنې ته د پښتو تر اکثرو شاعرانو زیاته توجه کړې ده. دی فرمایي:
عاشقي او خودبیني دي سره لرې
که مطلب دې عاشقي وي خودبین مه شه
رحمان بابا په انانیت او ځانولۍ باندې پښه ایښودل منبر بولي، وایي:
ته خطبه په منبر څه لولې خطیبه
قدم کېږده په ځان باندې منبر دا دی
د کعبې سفر اسان دی مرد هاله یې
چې له ځانه سفر وکړې سفر دا دی
هغه بنیادم چې له انانیت او ځانولۍ لاس اخلي، د نورو د لیدلو سترګې پیدا کوي او د نورو خوشحالول ورته مهمه چاره ګرځي. د بابا په دیوان کې لولو:
د خلیل تر کعبې دا کعبه ده لویه
که ودان کا څوک ویران حرم د زړه
یا:
لاس په سر په سینه ایښی و هر چا ته
هم دغه دی شرافت په دا دنیا
او دغه راز:
ډېر عزیز دي موم دلان تر سنګدلانو
یو څڅوېکی شه د اوښیو ګوهر مه شه
هر مرغه چې د بل غوښې خوري مردار دی
ځان حلال کړه لکه زاڼه شاهین مه شه
رحمان بابا ته د زړونو رغول د دنیا تر نورو چارو مهم ښکاري او فرمایي:
که مشکل دي خو د زړونو رغول دي
سهل کار دی سود وزیان د دې دنیا
چې د ورور د عزیز زړه پرې ازارېږي
حاصل مه شه هغه خپله مدعا
ګاه د نورو رضا بویه ګاهي خپله
په کار نه ده همېشه خپله رضا
لکه ځان هسې و بل وته نظر کړه
لکه ستا دی هسې ځان دی د هر چا
نور د ځان غوندې ګڼل، له ځانه راوتل او د نورو خاطر کول د رحمان بابا د اخلاقي نظریې درې بنیادي ټکي دي. ده د اخلاقو جوهر تر بل هر پښتانه شاعر ښه پیژندلی و.
د رحمان بابا تصوف، علم او عرفان، حکمت او مناجات د پښتني فرهنګ يوه هغه ستره معنوي برخه ده چې هرډول کبر او غرور، خودخواى او ځان غوښتنه، زور او ځواک، طلسم ، پلمې او بهانې له ځانه ليرې شړي او د اخلاقو په چوکاتټ کې انسانا ن خپل تاريخي رسالت ته رابلي. د رحمان بابا کلام د سولې او اخلاقو کلام دى ، د شکسته نفسي او خواخوږي سوز او ګدازدى چې صنعي تشريفات ،بې ځايه تجمل ، لاپې او شاپې هم نه مني. د رحمان بابا د کلام تعريف بيا د غضنفر په خبروکې د ګوهر او جوهر حيثيت ځا ن ته غوره کوي چې لوستل ېې خوند او اخلاق ېې يو عالم نړۍ ګڼل کيږي.
څومره ښايسته عنوان دې ټاکلي