قریشي –

معاصرې دولتدارۍ کې فساد او له فساد سره مبارزه یو لوی بحث جوړوي. آفغانستان کې هم د اداري فساد بحث لوی تاریخی شالید لري، چې د زور او جوش وخت یې له ۲۰۰۱ز کاله وروسته شروع کېږي. په هیواد، په ځانګړې توګه سویل کې د ناامنۍ یو تعریف هم دولتي ادارو کې د فساد له شتونه رېښه اخلي. د دولت په قضاء او څارنوالیو کې د لوی فساد تورونه دي، د هلمند پر څارنوالۍ هم له وخته دا تورونو شتون لاره.

نن د هلمند په مرکز لښکرګاه کې د هلمند ولایتې شورا په تالار کې د یوې پراخي غونډې په ترڅ کې د هلمند د استناف څارنوالۍ ځوان رییس فضل سلطان ساپی د ولسې جرګې د رییس، د ولسي جرګې د نشیې توکو سره د مبارزې کمیسیون، هلمند ولایتي شورا، هلمند مدني ټولنې، هلمند کې ولسي او ازادو ادارو او عامو خلکو له لورې وستایل شو. ستاینه یې له دې کبله ده، چې له راتګ سره یې په استناف څارنوالۍ کې د فساد پر وړاندي د جدي مبارزې ترڅنګ د خلکو ستونزې هواري شوي او خلکو ته دا زړه ورکړل شوی چې خپل ستونزې مستقیماً د استناف څارنوالۍ رییس ته وړاندي کړي.

په دې غونډه کې چې په سلګونو خلکو ګډون لاره، د ولسي جرګې غړو، هلمند ولایتي شورا استازو، دولتي مامورینو، مدني فعالانو، میرمنو، ځوانانو، قومي او جهادي سپین ږېرو او عامو خلکو ګډون کړی و. د هلمند مدني ټولنې مشر سردار محمد همدرد وویل: (( هر څوک چې له فساد سره مبارزه کوي باید وستایل شي. هلمند مدني ټولنه د مکافاتو او مجازاتو اصل ته ژمنه ده، ځکه نن د استناف څارنوالۍ ځوان رییس له دې کبله ستایې چې د فساد پر وړاندي یې ټينګه مبارزه کړې.

په ولسي جرګه کې د هلمند د خلکو استازي عبدالودود پوپل زیاته کړه: (( ولسي جرګه ځکه د هلمند د استناف څارنوالۍ ځوان رییس ستایې چې په دې اداره کې یې د پام وړ اصلاحات راویستی او د هلمند خلکو ته یې د پام وړ خدمتونو باندي لاس پوري کړی.

په دې غونډه کې د هلمند ولایتي شورا پر رییس سربیره جهادي مشرانو او سپین ږیرو هم خبرې وکړې، د کوچیانو یوه استازي له ښاغلي ساپي څخه ځکه مننه وکړه چې د کوچیانو اړوند ټولې دوسیې یې له قانون سره سمې پر وخت خلاصي کړي دي. د ولایتې شورا رییس وویل: ((هلمند ولایتې شورا د ښاغلي ساپي ستاینه کوي. که په رښتیا هلمند کې د ادارو ټول مشران د ښاغلي ساپي په څېر پاک کسان وګمارل شي، هلمند کې به د هرې بلا بیړه ړنګه شي.

د هلمند استناف څارنوالۍ رییس څارنمل فضل سلطان ساپي په خپلو خبرو کې د هلمند ولسونو ته ډاډ ورکړ چې تل به د اداري فساد پر وړاندي مبارزه کوي، په استناف څارنوالۍ کې به د نورو اصلاحاتو هڅه کوي او تر څو چې د هلمند د خلکو په خیر وي، هغه به دلته خپله دنده ترسره کوي. هغه وویل: (( له کمېشنکارانو مې سخته کرکه ده، له استناف څارنوالۍ مې پنځه څارنوالان په اختلاس کې د لاس لرلو له کبله له دندو لیرې کړي. له مرکزي محبس څخه مې لیدنه کړې او د زندانیانو ټولې دوسیې خلاصي شوي او په راتلونکي کې به هم پر وخت هره دوسیه په قانوني توګه پر وخت خلاصېږي.

د غونډې په پای کې ښاغلي ساپي ته هغه ستاینلیکونه ورکړل شول چې د ولسي جرګې، د ولسي جرګې د نشيې توکو پر وړاندي د مبارزې کمیسیون، هلمند ولایتي شورا، هلمند مدني ټولنې او نورو ازادو او خپلواکو بنسټونو او ولسي خلکو له لورې چمتو شوی وو. ښاغلي ساپي ته د بریا د دعاګانو ترڅنګ، د هغه پر سر باندي د هلمند د مشرانو له لورې د ویاړ بګرۍ هم ورکړل شوه.

One thought on “د اداري فساد سره د مبارزې په خاطر فضل سلطان ساپی وستایل شو”
  1. د اداری فساد ټړون هغه وو چه بن کی په بد نیتی سره وزیږول شو ددی ټړون فاسد او مضر اړخونه چه ۹۰ ٪ ملت یی متضرر کړی ځینی یی دادی:
    انحصار د قدرت او دښمنی د ملت د اکثریت سره
    سیاسی رقیبانو حبس،شکنجه او امرییکاییانو ته سپارل
    زندانونه ډکول، بګرام او ګونتانامو ته استول او هم شخصی زندانونه
    په پښتنو باندی جګړه تحمیلول او حتی په ودونو بمبارد او قتل عام
    دافغنستان ملی شتمنۍ لوټول
    دملی اردو ثقیله وسایل تخریبول او نور د ملت او ملی منافعو ضد تړونونه د بن د تړون د مبتکرینو او اسلام دښمنه کړیو تر مینځ
    دجهاد ،افغغانیت او حتی انسانیت هیرول
    لوټ،رشوت،جنایت، شخصی ډیپوګانی او موازی ادارو جوړول
    بالاخره باعزته افغانان په نړی کی تر ټولو فاسد او وحشی معرفی کول
    فاسدی انحصاری اداری بالاخره خپل صعودی ګراف اعظمی حد ته ورساوه او خپله اداره یی چه په فاسد بنیان او خبییث نیت جوړه شوی وه افغانستان یی وشرماوه او په درجه اول مفسدینو کی ډوب شو
    او ثابته شوه چه دبن مفسدینو د خدمت ااو اصلاح ظرفیت او پلان یی نه درلود
    خو الحمدلله دساپی صاحب په شان اصیل او خادم بچی دا ملت ډیر لری که انحصااری مفسدین یی پرییږدی

ځواب ورکول Ataey ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *