تاند- پر ارسلاجمال برید ډېر افغانان په دې خاطر هم سخت خوابدي کړي چې دا برید د اختر په ورځ د جومات په محراب کې شوی دی.

د دوی په وینا اختر د خوشالۍ ورځ ده او د مسلمانانو لپاره دا ورځ خاص تقدس لري او له بلې خوا د خدای په کور کې د مسلمان د وینو بهیول ناروا عمل دی.

د ولسمشرۍ کاندیدانو هم د ارسلا جمال پر وژل کېدو ژوره خواشیني ښکاره کړې او دا عمل یې د طالبانو کار بللی دی.

مخکښ کاندید اشرف غني احمدزي د ارسلاجمال پر وژل کېدو ژوره خواشیني ښکاره کړه، ویې ویل:«نن چې اختر دی او باید ټول خلک خوشاله وای، ارسلا جمال شهید شو.»

ډاکتر اشرف غني احمدزي د ارسلا جمال وژنه وغندله او ویې ویل چې تېره شپه یې ارسلاجمال لیدلی و.

ده د انسانانو قرباني کول غیراسلامي عمل وباله او هیله څرګنده کړه چې نوره وینه بهېدا وردول شي.

بل مخکښ کاندید عبدالله عبدالله ویلي:« خورا خواشینوونکی خبر مې واورېد چې د طالبانو مزدورې ډلې د نېکمرغه لوی اختر د مراسمو په ترڅ کې د لوګر محترم والي ارسلاجمال په شهادت رسولی او یو شمېر نور بېګناه لمونځ کوونکي یې په وینو کې لت پت کړي دي.»

ښاغلي عبدالله د ځان او د خپل ملي ايتلاف له لوري همداراز ویلي:«دا بوږنوونکی جنایت ښيي چې له خدایه بې خبره طالبان له دین او انساني ارزښتونو څومره لېري دي او په یوه شېبه کې ټول عقیدوي اصول، د اختر د سپېڅلې ورځې او د خدای د کور حرمت یو ځای تر پښو لاندې کوي او د بېګناه مسلمانانو وینې بهیوي.» د افغان ملت ګوند مشر او د سوداګرۍ پخواني وزیر انوار الحق احدي هم په دې پېښه خواشیني ښودلې ده.

د ارسلاجمال د وژلو مسوولیت تراوسه پوري چا په غاړه نه دی اخیستی خو چارواکي وايي چې دا کار وسله والو طالبانو کړی دی. د راپورونو له مخې د بم د چاودنې په اثر، چې په مایکروفون کې پټ کړای شوی و، ۱۵ تنه نور ژوبل شوي او ویل کېږي چې د ۸ تنو حال نازک دی.

د افغانستان ولسمشر حامد کرزي د اختر له لمانځه وروسته د نېکمرغه لوی اختر په مناسبت په خپل پیغام کې پر وسله والو طالبانو ږغ وکړ چې د افغانستان د خلکو له وژلو لاس واخلي.

کرزي دا خبره د لوګر تر پېښې مخکې وکړه. ده وویل چې طالبان دې نور د افغانانو په تېره بیا ځوانانو د مرګ ژوبلې نه سبب کېږي. ګڼو عامو خلکو هم له رسنیو سره په تماسونو کې د ارسلاجمال پر وژل کېدو ژوره خپګان ښکاره کړی او دا عمل یې په ځانګړي ډول په دې خاطر د غندنې وړ بللی چې د اختر په ورځ او هغه هم د خدای په کور کې شوی.

ارسلا جمال په ۱۳۴۵ لمریز کال د پکتیکا ولایت په یوسف خېلو ولسوالۍ کې زېږېدلی، متوسطه زده کړې یې په پېښور کې په سید جمال الدین افغان لېسه کې کړي، لوړې زده کړې یې د مالیزیا د نړیوالې سوداګرۍ او پولي سیستم په برخه کې کړي، وروسته یې د درو کلونو لپاره په پېښور کې د نبراسکا پوهنتون د مالي مسوول په حیث کار کړی. ده یوه موده په پاملرنه موسسه کې هم دنده ترسره کړې ده.

له ۲۰۰۶ څخه تر ۲۰۰۸ پوري د خوست والي و. د خوست له ولایته وروسته په ۲۰۰۹ کال د ولسمشر کرزي د انتخاباتي کمپاین د کمېټې غړی شو. د سږکال په اپریل کې د لوګر والي مقرر شو.

ارسلاجمال ته سږ کال د ښو خدمتونو په ویاړ د میرمسجدي خان دولتي میډال ورکړای شو.

26 thoughts on “د ارسلا جمال پر وژلو د خلکو او کاندیدانو توند عکس العمل”
  1. داډیرنارواه عمل شوی دی چی هرچاکړی وی داصرف دانسانانو وژل نوه دادخدای پاک دکور ورانه ول وه ددوغوانسانانو څخه خدای پاک دخپل کور اینتقام اخلی انشاءالله تعالی

  2. ورڼوسړک یوطرفه دی صرف دوی داکارکولایسی په جومعات کی…. که داکارله بل چا طرفه سویوای نوتاسوبه لیدلی وای چه ټول خلګ به بازارونه راوتی وای مګروګوری چه ټول خلګ پټه خوله ناست دی هیڅ څوک ټرنسی پورته کولا چیری دی پراسلام ولاړخلګ؟راووزی که دنرزامن یاست داسلام چغی خوتاسووهی

  3. یو خدای شرمولی عیسوی پادري قرآن شریف ته اور واچاوه په لسګونو مسلمانانو دلته ځانونه ووژل خو نن چیرته دي هغه غیرتیان چي په جماعت کي ورته چاودنې کوي او دوی د مړزانو په شان پټه خوله ده. د خولې نه یي د ویرې نه چورلټ هم نه وځي. افرین په دې غیرت

  4. ډیر شه کار شوی ده. د ډالرخورو والي وو او د ټولو ډالرخورو به دغسي انجام وي.

  5. افسوس كوم پداسي خلكو چه په مسجد كي دنورو مسلمانو ويني بهوي هغه هم په سومره خاصه ورز الله دي ددي كار أجرا كوونكي پلان جورونكي هرچا پكي برخه اخستي وي يا الله ته يي تباه او برباد كري مه يي په دي دنيا خوشحاله كوي او مه يي په اخيرت كي (أمين

  6. شه مو كري دپنجاب خوشحالو لپاره دغسي زور وركري افغانان وژني دپنجاب تالي ستو دا افغانان دير دي چه لژ يي نفوس كم شي افرين شه سومره به تور پنجابي پرشا تپولي وي كه چيري افغان وي زه ستا په افغانيت شرميژم الله دي وشرماوه پدي كار سره چه دي مسلمانان او قران شريفونه شهيدان كره صرف چه پنجاب خوشحاله شي

  7. momen mujahed pa zwab ke bayad wawayam che ta khabis mumen mujahed na yaw khanzeer ye kasif insnana !!! laanat par ta ghonde kasif insan za dase feker kawam che ta yaw der khabis khanzeer kasif mordar aw be adabi maaf da gholu sota ye!!!

  8. نن می دیر زړه دردونکی او حیرانونکی خبر واو رید چه د لوګر پل علم جامع جومات کی چاودنه وشوه په جومات کی خو وینه تویول حرام دی نه پوهیږم چه دا د یرغلګرو کار دی او که د ددی ظالمو پنجابیانو کار دی هر چاه چه کړی الله دی تباه کړی.

  9. مومن پنجابی (مجاهد) ته او خدای په ریښتیا ووایه چې ته به په جومات او مدرسه کې څو ځلې لاندې باندې شوی یې. مور دې درباندې بوره شه دا د خدای کتاب او د پيغمبر احادیث خو مونږ هم لوستي دي، آیا د پردیو د سپیتوب د ترسره کولو نه پرته به یو څوک چې ځان مسلمان ګڼي داسې څه وکړی یا د داسې څه امر ورکړي چې په داسې ورځ چې حتی روژه نیول په کې رخصت دي، د مسلمانانو د ټولېدو یوه عظیمه ورځ ده، د خدای پرښتې د خدای د بنده ګانو له پاره د مغفرت دعاګانې کوي او ته راځې د پنجابي د میشن د ترسره کولو له پاره یو افغان وژنې. الله تعالی مو د همدې ورځې په برکت داسې وشرموه چې سپي هم درته پورې وخاندي. پاړسیوانان وایي چې شرم خو کیر خر نیست که در پیشانی ات آویزان کنی، همدغو بادارو پاکستانیانو مو د زر ډالرو په مقابل کې په امریکایانو خرڅ کړئ، مفعولان یې درنه جوړ کړل، د هماغو پنجابیانو په لاس امریکایانو ته سپارل شوي بندیان مو په بګرام او ګوانتانامو کې … شول خو په تاسو کې هېڅ شرم او حیا پیدا نشوه. او علت یې دا دی چې تاسو یوه هم د خپل پلار په دسترخوان ډوډۍ نه ده خوړلې خو په کوڅو کې مو وظیفه راټوله کړې او په جومات کې مو شا ورکړې ده او په دې ډول مو دوه درې ټکي او د ځانوژنې تربیه ترلاسه کړې ده. دا سې یو افغان چې په روزلو او تعلیم باندې یې بلا پیسې مصرف شوي دي تاسو د یوه حرا منډیي د یوه دلال په خوله وواژه. د هغه په ګور دې نور وي او ستاسو د ملا ړانده نه نیولې تر ملا خره او ملا سپي پورې ټول دې خدای په شرمونو وشرموي او دوزخ یې ځای.

  10. داکار مگر نن سوی په مسجدو کی په هرجای کی سوی په هلمند کی مرستیال والی چو کاله مخ کی. په مسجد کی دلمانجه پر مهال ونه وزل. شو په. فراه کی په یو کلی کی ماینونه دملی اردو په خاطر چی په دغه مسجد کی لمونجونه کول. منفجر نه سول اوداچی بعضی خلگ وایی چی ولی خلگ آواز نه پورته کوی کوم دنر زوی سته چی په شکاره خبره وکی حتی راعیت په خپل دکان کی دطالبانو پر ضد چه حق هم نسی ویلای حکومت هم هغسی وروست دی لکه شجه ده چا دجواب نه دی حتی نن په عیدگا وو کی ملایانو ویل چی چوک ووایی چی داسرک شه سرک دی بی ایمانه دی دغه مره سترکی فاسدان دحکومت ناست شی یی نه ورته وایه. چه ووایو

  11. Salam Alikum To All!

    (إِنَّا لِلّهِ وَإِنَّـا إِلَيْهِ رَاجِعونَ)

    It was supposed to be an EID DAY! It is sad that people die for no good reason. It is even more sad that some individuals become suicide bombers to blow up others in a mosque, public and private places. No one should be killed, humiliated or degraded. It is wrong to be inhumane.

    Our people should value human life. Our people should learn how to live together. Our Mullahs, politicians and others should understand that we need to live in a human society that is based on principles of humanity and harmony. It is wrong to promote violence of any form.

    I hope that our people including the government will work for a solution that will bring peace to our country. We should value life like other nation on earth. We should appreciate our humanity within ourselves.

    I personally condemn any form of violence against anything or anyone.

    Regards,

    Mullah Habibullah

  12. LANAT DE WI PA DASI KHAINANO, LANAT DE WI PA DASI MAZDORANO, LANAT DE WI PA DASI AFGHANANO , LANAT DE WI DE MOGA DA MASHIRANO PA QATILANO, LANAT DE WI SOK CHE ZMOGA POHAN, MALIMAN, KARIGAR, MOSHOMAN, KHORANE, ENGINARAN QATLAWI, AW LANAT DE WI PA DASI TALIBANO, LANAT DE WI PADASI MUJAHIDINO, LANAT DE WI PADASI DROGH JANO MULAYANO CHE KHPAL WOLAS TA GHLAT ISLAM ZDAKAWI, AW LANAT DE WI CHE DA NORO HEWADO GHOLAMI TA PA SHA TIT DI aw nor aw nor.
    ALLAH DE har musolman afghan shahid ta janat e ferdaus warkri aw allah de da wolas la dasi shata pate khainano wa sati.AMEEN

  13. دالله په کور(جماعت) کی چه څوک بمونه الوزوی هغه مطلق کافر اولوی خنځیر دی، الله ج ديي ارسلاجمال وبخښی. ډیر ښه سړی وه.

  14. فکرنه کوم چی دادی طالبانوکړی وی سوزلی دمسجدتلاشی اخستل سوی وه بیادټولوخلګوداده داسی خلګوکاردی چی دافغانانوپه مینزکی نفاق راولی اوکه طالبانوکړی وی بیاخوزموژامنیتی ملی ته صدپیغوردی چی ده والی صیب سه دفاع نسی کوی دمظلوم ولس سه بی سنګه وه کړی

  15. قدرمنو ورو نونن په ټوله اسلا می نړۍ کی ددی سپیڅلی او مبا رکی ورځی په منا سبت څاروې قر با نی کیږی مګر زمونږ په خوا ږه افغا نستان کی بی ګناه انسا نان ددی نیک مر غی ورځی په لما نځلو کی بی ځا یه قر با نې او په شادت رسول کیږی خدای تعا لی پدی مظلوم ملت ورحمیږی او ارسلا صا حب ته دی الله تعا لی جنت پردوس نصیب کړی او کورنی ته د زړه صبر ورکړی

  16. زه حیران هغه تالی سټو ته یم چی ډکیږی او تش کیږی دلته او دفاع د نوری دنیا کوی کله که د نړی په یوه څنډه کی د درواغو یو اوازه خپره شی چی د اسلام ضد عمل شوی پوهنتون بیا بند وی لاری یی د ترافیک پر مخ تړلی دولتی او شخصی تاسیساتو ته اور اچوی مګر نن چی په مسجد کی په یوه مقدسه ورځ د یو مسلمان وینی تویی غلی ناست دی چی په دی عمل یی ټول افغانان خوابدی کړل او د اختر خوشحالی یی ورته په غم بدلی کړی

  17. یوه اندازه د دین کارونه کیدل خلک جوماتونو ته تلل نو اوس دا دخبیث ځامن نور خلک د جوماتونو ته د تګ مخنیوی کوی، لعنت دی وی په تاسی د خنزیر ځامنو باندی

  18. الله ج منتقم دی او هر چا چی د یوه انسان وینه په بیغرتی او او د پردیو د خوشحالی لپاره توی کړی وی ، خدای تعالی به انتقام تری واخلی. جومات د الله ج کور او د اطاعت او عبادت ځای دی نه د انسان وژلو اووینی بهولو ځای. خو هغوی چی دا کارونه کوی هغوی له هیڅ شی ورکولو شرم نه لری او چا چی د شرم سترګی خوړلی وی بیا هر کار ورته بی تفاوته دی . له دی وروسته به هغوی ته د مفعولانو خطاب کول مناسب نوم وی.

  19. This is very bad event Im extermly sorrow about it. Because he was a qualified person and he can works in national and international level. Im asking the killer you did unforgivable act.

  20. دداکترځلاند په ننی لیکنه کی داسی معلومیږی چه دارسلاجمال په شهید کیدو کی باید حکومت ښه ژوره څیړنه وکړی، ځکه ډیر احتما ل لری چه دا یوه داخلی دسسیسه وی. لاندی خبر وګوری

    د لوګر د امنیه قومندان عبد الصبور نصرتي (دمګړې په حج کې دی) او د ملي امنیت مشر(جنرال محمد امان) دواړه د یوې سیمې
    (پنجشیر) اوسیدونکې دي، چې دواړه د شورا نظار فعال غړې دي، د لوګر د ولایت د امنیتي اورګانونو مسولین دي. په وروستیو کې شهید ارسلاجمال د امنیتې ستونزو د زیاتوالي په اړه د سیمیزو اورګانو خپلواک ریاست ته مکتوبې خبر ورکړ چې د ښې حکومتوالې په وړاندې ورته خنډونه جوړیږي، د سیمیزو اورګانونو خپلواک ریاست دا اندیښنې د اړونده ادارو سره په کابل کې شریکې کړي، خو څه پایله یې معلومه نشوه. بل لور ته ، شهید ارسلا جمال د پاکستاني طالبانو د مرستیال مشر لطیف مسید د نیول کیدو او تماس خبرې په مخ بیولي، چې په وروستیو کې د هغه پټ (سرې ) کاروان څخه چې یواځې د لوګر والي، د ملي امنیت مشر او امر د امنیت پرې خبر وو د امریکایانو په واسطه د محمد اغه په سیمه کې را کوز کړای شو. شهید ارسلا جمال د رسنیو له لارې په امریکایانو سختې نیوکې وکړي او په دې اړه موجودې اندیښنې یې له مرکز سره شریکې کړي، د شهید جمال همدا هلې ځلې کیدای شي ددې سبب شوي وي چې د ولایت دننه د جوړي شوي دسیسې ښکار دې شي. د اختر په لومړي ورځ ، سهار اته بجې شاوخوا امر د امنیت سمونوال ریس خان ورته د جومات دداخل د امنیت ډاډ ورکړ، د ملي امنیت مشر جنرال محمد امان سره یې په تیلفون خبرې وشوي او هغه ورسره جومات ته په لاره یوځای شو. په جومات کې چې کله هم پخوا د لرګي جوړ سټیچ ( دریځ) نه و ایښودل شوی، بلکې هر وخت به د جومات ملا له ممبر څخه خبرې کولي.په لومړي‌ ځل په جومات کې د لرګي د دریځ د ایښودلو په اړه د خلکو نظر دا دی چې امنیتې مسولینو دریځ جومات ته راوړی دی؟ دا چې کوم اورګان دا کار کړی ‌لا هم نه دی معلوم. شهید ارسلا جمال د جومات د ملا د وینا څخه وورسته د دریځ شاته را غوښتل کیږي، او څنګه چې په خپله وینا پیل کوي، دریځ د لومړې برخې له لاندې چاودنه ترسره کیږي او یواځې د لوګر والي ارسلا جمال په کې شهید کیږي، او پاتې نور کسان برسیزن ټپیان کیږي، روغتون ته یواځې درې تنه ملکي کسان وړل کیږي.

    پوښتنه داده چې که طالبانو دا کار کړي وي، نو هم باید ورسره د امنیتې اورګانونو یا د ولایت له داخل څخه د یو چا لاس وي؟ طالبانو لا هم ددې برید پړه نه ده منلي ؟ که طالب دا کار نه وي کړی نو بیا شک یواځي د ځمکو دمافیا، مس عینکو دکان او د امریکایانو د اجنټانو په اړه نه بلکې د امنیتې اورګانونو د مسولینو په اړه هم شک په کار دی؟

    مونږ په افغان حکومت غږ کوو، چې ددې ستر انسان د شهادت دوسیه دې پرانیستل شي، د اړونده امنیتې اورګانونو د مسولینو څخه دې پوښتنې ګرویږنې وشي، په سر کې باید د امنیت امر، د ملي امنیت مشر او اړونده نور لوړ پوړې امنیتې چارواکې له دندو ګوښه کړای شي تر څو د شهید ارسلا جمال قاتلین پیدا او محکمه شي.

  21. salamona ! Har afghan si talib sra ham kari kawi aw da afghan mili ordo aw ya police bandi hamlay kawi bayad zan sra soch woki. Da ham da afghan mayando bachi di aw da watan pa sakhta ki defa kawi.

    Da afghanistan 99.99 % khalaq taliban na khwakha we doi walii zan pa taklif kawi. Da islam nom badnam kari, jahadi, talib bayad wrak si la watana. hagha khalqyan parchamyan da watan ezat namos satali wo, doi kho pa 100 hewado khars kro.

    khuday de wali saib obakhi janatona de khuday warki , amin

  22. گروه طالبان با اینگونه اعمال ضد اسلامي و ضد افغاني شان یک چیز را بمردم ما ثابت میسازند، که همانا منافقت و کفر آنها باشد، و خلاص.

ځواب ورکول sangari ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *