ولسمشرۍ ماڼۍ؛ د ملي امنیت شورا دفتر
کابل – افغانستان
۲۳ جنوري ۲۰۱۹
۳ سلواغه ۱۳۹۷
د اروپايي ټولنې او د افغانستان د اسلامي جمهوري دولت استازو پرون مازیګر کابل کې ولیدل. په دې ناسته کې د افغانستان د سولې تامین لپاره د اروپايي ټولنې د هغې ژمنې تطبیق، چې د ۲۰۱۸ کال نومبر میاشتې په ۲۸ نېټه د اروپايي ټولنې د مشرې او د وړاندې شوي کمېسیون فیدریکا موګیرني لخوا د جینوا د وزیرانو کنفرانس کې د افغانستان اړوند وړاندې شوې وه، بحث او خبرې وشوې. دواړو خواوو د دې ژمنې د تطبیق برخه کې په مشخصو اقداماتو بحث وکړ.
یاده ناسته چې د هېواد د ملي امنیت سلاکار حمدالله محب او افغانستان لپاره د اروپايي ټولنې د ځانګړي استازي رولند کوبیا په مشرۍ جوړه شوې وه، په پنځوو هغو عمده موضوعاتو چې اروپايي ټولنې په جینوا ناسته کې وړاندې کړي وو، بحث ترسره شو، چې عبارت دې له: د سولې د پروسې ټولمنل، د امنیتي سکټور سربېره ټولو برخو کې اصلاحات، بیا ځلي ادغام، سوداګري، سیمه ییز اتصال او د راتلونکي لپاره د سولې په توافقاتو کې د احتمالي ضامن په توګه د ونډې اخېستل.
د دې ناستو غړو د کابل پروسې د درېیم کنفرانس په اړه، چې په نږدې راتلونکي کې جوړېږي خبرې وکړې او هغه يې د افغانستان لپاره ښه فرصت وباله. هغوی ټینګار وکړ، چې د افغانستان اسلامي جمهوري دولت کولای شي د سولې بهیر کې مرکزي رول ولري او سیمه ییزه او ملي اجماع لا پیاوړې کړي.
اروپايي ټولنې ټینګار وکړ، چې افغانستان کې به د تل پاتې سولې تامین په خاطر هېڅ ډول ملاتړ ونه سپموي او همدا راز د سولې د خبرو اترو په هر پړاو کې همکارۍ ته چمتو ده.
په اروپایانو اعتماد د زهر خوړلو معني لري.