تاند، شنبه، د ثور ۶۶مه: د اروپايي ټولنې رئیس چارلس میشل او د اروپايي کمېسیون رئیسې میرمن ارسولاوان ډیرلین ولسمشر محمد اشرف غني ته په یو تازه را استولي لیک کې د بیا ځل ولسمشرۍ مبارکي او د ګډ کار او ملاتړ ژمنه ورکړې ده.
په دې لیک کې راغلي، د مشارکت له جذبې سره سم اروپايي ټولنه له افغانستان سره خپلې اړیکې لا پیاوړې کول غواړي او له افغان حکومت سره ګډ کار کولو ته په تمه ده.
دواړو مشرانو د افغانستان د اساسي قانون او جمهوري نظام ملاتړ کړی او په ټاکنو کې یې د خلکو ونډه د هغوی زړورتیا بللې چې په سختو حالاتو کې یې خپل جمهوري حق وکاراوه او د خوښې ولسمشر یې وټاکه.
د اروپايي ټولنې دغو دواړو مشرانو د نوي حکومت له انتخاب وروسته افغانستان د سول د پروسې یو مهم پړاو ته داخل شوی دی چې اوس په دغه هیواد کې د جمهوري نظام د بقا او پياوړتیا لپاره د ټولو لوریو یوموټي توب ته اړتیا ده: (( هیله من یوو چې نوی حکومت به د اپوزیسیون او نورو لوریو په راشاملولو سربېره د ښځو، اقلیتونو او مدني ټولنې استازولي د سولې په مېز خبرو کې راوړاندې کړي.))
دواړو اروپايي مشرانو د سولې په پروسه کې د افغانستان په اساسي قانون او جمهوري نظام ساتلو ټینګار کړی دی او ویلي یې دي چې له ۲۰۰۱ کال راوروسته د افغانانو د ټولو لاسته راوړنو څخه د ملاتړ تر څنګ اروپايي ټولنه چمتو ده چې د کورونا پر ضد مبارزه کې هم خپلې تجربې او همکاري له افغان حکومت سره شریکې کړي.
د اروپايي ټولنې او کمېسیون دغو دواړو رئیسان د لیک په اخرکې افغانستان کې د سولې، ثبات او هوساینې د راتلو لپاره د افغانستان له فرد فرد څخه د ملاتړ ډاډ ورکړی دی.
اروپايي ټولنې په دې وروستیو کې له امریکا سره د هرې هغې سولې مخالفت کړی دی چې د طالبانو په ګټه وي او د افغانانو ګټې، نظام او قانون په کې تر پښو لاندې کېږي.
د داسې انتخاباتو چې نتیجې یې بل کال راوځي او هغه هم ګلمرجانۍ، مبارکي ګانې یې هم باید چې یو کال روسته راورسیږي. اروپایي ټولنې اوس هم عجله کړې ههههه