شکین ولسوالي

تاند- د اروپايي پارلمان مرستیال رييس وايي، باید لوېدیځوال پر ډیورند کرښې له سره کتنه وکړي او د افغانستان تاریخي حق په ځای کړي.

د بیزنس سټنددرډ خپرونې د راپور له مخې ریچارد چارنسکي (Ryszard Czarnecki) وویل، د تروریزم د پای ته رسولو لپاره هغه وخت راغلی چې د ډیورند کرښې په ایستلو کې تاریخي تېروتنه جبران او د تاریخي حقیقتونو پر اساس له سره وکښل شي.

د اروپايي اتحادیې د پارلمان مرستیال زیاته کړه، د دې لپاره چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د ډیورنډ کرښه د نړیوال تروریزم پر مرکز بدله شوې، لازمه ده چې اروپا او امریکا په افغانستان کې د تلپاتې سولې لپاره خپله پالیسي بدله کړي.

ښاغلي چارنسکي وویل«پاکستان د دې لپاره چې پر ډیورند کرښه برلاسی وي، په سیمه کې لاسوهنو او بې ثباتۍ ته دوام ورکوي.»

چارنسکي همداراز وویل، پکار ده چې لوېدیځ هیوادونه د دې مصنوعي پولې په اړه خپل پخوانی دریځ بدل کړي او په دې سیمه کې د تاریخ او حقیقتونو پراساس پخوانۍ پوله احیا کړي؛ بلوڅ او پښتانه، چې په زور جلا کړای شوي، بېرته له اصلي سیمې سره یوځای او د افغانستان تر حاکمیت لاندې راوستل شي.

«بلوچستان او د پاکستان پښتني سیمې چې په زوره له بریتانیايي هند سره یوځای کړای شوې باید بېرته خپل اصلي هیواد افغانستان ته وګرځول شي.»

د اروپايي پارلمان مرستیال یادونه کړې چې د ۲۰۰۱ کال د سپټمبر یوولسمه د لوېدیځوالو لپاره د خطر زنګ و چې باید په سیمه کې خپله پالیسي بدله کړي؛ خو لوېدیځو هیوادونو د دې پر ځای چې د خطر دا زنګ واوري سیمې ته یې پوځیان ولېږل او اجازه یې ورکړه چې ستونزه لا ژوره شي.

ده وویل، له ۲۰۰۱ راهیسې په افغانستان کې ډېر سرتېري وژل شوي او دا مرګ ژوبلې به دوام وکړي؛ نو اوس هغه وخت راغلی چې د ډیورند کرښې په برخه کې خپله تاریخي غلطي اصلاح کړو.

د اروپايي پارلمان مرستیال باور لري چې په افغانستان کې د ملیاردونو یورو د مصرفولو او د جګړې لپاره د هلو ځلو پر ځای باید د ډیورند کرښې پر بیا کتنې تمرکز وشي.

چارنسکي په دې خبره د ټینګار ترڅنګ چې افغانستان تل د ډیورند کرښه په هند کې د بریتانیايي استعمارکرو له لوري پر افغانستان یوه تپلې کرښه بللې، ویلي چې ډیورنډ د بریتانیايی هند له لوري د دې لپاره یوه هڅه وه چې ځان ته ستراتیژیک عمق تضمین کړي او د افغانستان او د هند د براعظمکي لور ته د روسانو د پرمختګ د مخنیوي لپاره حایل سیمه رامنځته شي.

ده ویلي«دا مصنوعي پوله په ۱۸۹۳ کال بریتانیايي استعمار وکښله چې په نتیجه کې یې د افغانستان د خاورې لویې برخې چې اوس بلوچستان او د پښتنو سیمې بلل کېږي، بریتانیايي هند ته ورکړې.»

د اروپايي پارلمان مرستیال له ډیورند کرښې سره د خان عبدالغفار خان پاچاخان مخالفت ته هم اشاره کړې او ویلي یې دي چې نوموړي نه یوازې د بریتانیایانو د استعمار په مهال له دې کرښې سره مخالفت کاوه بلکې د پاکستان د جوړېدو مخالف هم و.

د اروپايي پارلمان مرستیال وايي، پاکستان د دیوند کرښې په خاطر تل په کابل کې له غښتلي حکومت سره مخالفت کړی دی.

ده دا هم ویلي چې په پاکستان کې په قصدي ډول د پښتنو او بلوڅو سیمې وروسته پاتې پرېښودل شوي، د هغو قبیلې یې له یو بل سره ښکېلې کړي او د سختدریځۍ او افراطیت د ودې زمینه یې پکې برابره کړې ده څو اسلام اباد په سیمه کې خپلو ستراتیژیکو هدفونو ته ورسېږي.

ریچارد چارنسکي وايي، د طالبانو په شمول د افغانستان ټولو حکومتونو د ډیورند کرښې له منلو انکار کړی دی.

د اروپايي پارلمان مرستیال په اسلام اباد کې د طالبانو د پخواني سفیر عبدالسلام ضعیف له قوله وايي چې پاکستان له ۱۹۹۶ څخه تر ۲۰۰۱ پورې درې ځلې هڅه وکړه چې پر طالبانو ډیورند ومني خو طالبانو ونه مانه.

ریچارد چارنسکي پر ډیورند کرښه د پاکستان له لوري د ازغن سیم او دېوال جوړول او د کندهار په سپین بولدک ولسوالي کې پر افغان ځواکونو د پاکستاني پوځیانو له لورې ډزې د ډیورند کرښې د منلو لپاره د پاکستان د هلوځلو دوام بولي.

17 thoughts on “امریکا او اروپا باید د پاکستان د تروریستي پالیسۍ د ختمولو لپاره پر ډیورند له سره کتنه وکړي”
  1. Salamooona
    Cherta de benanga latif pedram khayeen che da yaw uropayee na lag ebrat wakhli waqighiatoona pa de report ke roshana malomigi ter so che durand line prekra pa asasa mahkoom afghanistan afghanano ta hawala na kri raqam per raqam tororistano ta lara hawara we aw isi fakistan ba paki khpal tejarat kawe mohima warta na da ka baloch mri aw ka pashtoon Afghan.

  2. خدای دې خیر ورکړی دنښې مینځ یې ویشتی اودجګړی اصلی لامل یې په سیمه کې جوت کړی – خوبد مرغی داده چې موږ له خپلې لمنې اور اخیستی او دپاکستان ګوډاګیانو اوتالی څټو ته مو دمجاهل په نوم لوړې څوکی ورکړی -اودوی په کلونو کلونو پاکستانی دال خوړلی چې اوس یې هیره ولی نشي او هسې په ارزانه بیه دپاکستان خوش خدمتی کوی

  3. زما په نظر د چين د يوى لارى او يوه كمربند ، لومړى غبرګون د چين په پانګونه باندى د ګواډر سمندرى بندر كى دى او له هغه ځأيه يى د ماتى سره مخامخه وى

  4. دیر شکلی خبر دی. الله دی پاکستان توته توته کری چه زمونژ پشتانه او بلوچستانی ورونه د پنجابی ظلم او شرارت چخه په امن شی. د لوی افغانستان د جوریدو په هیله

  5. اوس نریوال په دی پوشوی چی پاکستان د ترهگر و جاله ده او دیورندکرشی دواره غاری پشتانه یودبل په مقابل کاروی اودامسله هغه وخت ختم کیدای شی چی کله ددیوریند ساحه تراتکه خپل حق دار چی افغانستان دی وروسپاری نوتول مشکلات به حل شی انشاالله

  6. که الله غوښتي وي، د باباګانو او په لوی افغانستان مینو دعاګانې مخ په قبلیدو دي. د وطن د شهیدانو وینې به رنګ راوړي.
    آلمانیانو په څه هوډ او عزم د برلین تپلی دیوال ونړاوه او هاغه ده انګیلا میرکل ېې نر غوندې وايي افغانستان ته نور عسکر نه لیژو!
    همهاغه حکایه به رښتیا وي چې هتلر ویلي و” سلاح جرمنۍ+صاحب منصب تُرکي او+ سربازان افغان وي>>> ټوله دنیا نیولی شم!”
    د اروپايي پارلمنټ مرستیال دا خبرې ډیرې صحیح او تاریخی حقایق دي ؛ د غول مرجانها به .. له اوسه نري سوي وي!!.

  7. که اروپا او امریکا وغواړی ددوی سره یی اسانه لاره شته چی د پاکستان تروریست هیواد څخه ځان په اسانه توګه خلاص کړی چی یوه اسانه لاره یی ښاغلی چارنسکی بیان کړی او دا یو حقیقت هم دی چی پاکستان غواړی چی پر افغانستان برلاسی وسی نو ددی لپاره په سیمه کی د افغان دښمنه کړیو ملاتړ کوی چی افغان په خپلو پښو وندردلاس شی. د چانسکی څخه په مننه.

  8. اوس چې نړیوال هم زمونږ د هېواد په تاریخي حقایقو پوه شویدي، هیله ده زمونږ سیاستوال هم لږ ځانونه وښوروي، د پارلمان غړي پدې هکله فعاله شي او خبیر کسان د نړۍ له پارلماني ګروپونو سره همغږي کړی، ديپلوماسی ته زړور او وطندوسته کسان وروړاندې او نړۍ زمونږ پر تاریخي حقوقو نوره هم خبره او ملاتړیې ترلاسه کړی، د پنجابیانو د څملولو وخت رارسېدلی دی.

  9. په ژوند کې مې د لمړي ځل لپاره د داسې نارينه سیاستوال ليکنه ولوسته چې د افغاني کشالې اصلي ټکئ ېې په رښتينې ډول په ګوته کړیدئ ، ژوندئ دې وي ريچارد ، چارنسکي

  10. د ریچارد چارنسکي څرګندونې د ده پر حقیقت پېژندونکې مطالعه باندې دلالت کوي او دافغانستان پر وړاندې د پاکستان نارواه تګلاره به نړیواله کچه بیانوي او مونږ ته دا فرصت راکوي چې دا لفظي حقایق په رښتینو عملي حقایقو بدل کړو د سرلوړي لوی افغانستان په هیله

  11. ددی سره چه په بین المللی سطحه ددیورند کرشه یوه تاریخی تیروتنه بلل شوی ول په داخل دجکومت کی د پاکستان په طرفداری دخکومت خارجی دیپلوماتان او په ملل متحد کی نماینده دشمال تلوالی دستمی دلگی خلگ ناست دی ددی پر جای چه دافغانستان په فایده کار وکی د پاکستان یعنی چتلستان په طرفداری سیاست کوی.

  12. دا زموږ وکیلان او مطبوعات ولی دا خبر نه نشروی
    محمود خان اڅکزی او ولی خان اسفندیار ولی چوپه خوله دي
    د هر افغان مسولیت ده چې له دې موقع څخه اعظیمی استفاده وکړي

  13. هغوی ته دا حقیقت مخکې هم معلوم ؤ او تر اوسه یې مصلحت په دې کې وو. اوس چې خبره د چین د یوې لارې او یوه کمربند شوه او د هغو مخه باید ونیول شی نو اوس د مصلحت اړخ بدل شوی

    خدای دې وکړي چې دوی واقعا دا کار وکړي ځکه ډیورند زموږ په سینه ناسور زخم دی

  14. زه دلومړي خل لپاره له غرب څخه د افغانستان په اړوند داسی حقیقت اورم خو اوس زمونږ هغو ټبوسانو ته چی دشهیدانو په غوښو خوړلو له ځمکی هم له شی پورته کیدلی به کار ده چی د دا موضوع له ارو پا یی پارلمان سره طرح او لوی شیطان انګلیس ته ووایی چی راشه او دا غول دی در پاک کړه او که همدا ستا تروریست پشتون به تا اخر مجبور کړی چی خپل شاګرد پاکستان سړی کړی
    خو زما باور نه راځي چی زمونږ مشران به له فساده وزګار شی او په خپلو چړچو به مصروف وی
    زه د ارو پایی اتحادیی له مرستیل مننه کووم چی له داسی مهم ستیژ څخهیی ددنیا ضمیرونه را متوجه کړل
    داسی خلک به مونږ ته د انسانیت دنمونی په څیر وی او ورته اوږد او خوشاله عمر غواړم

  15. بیا هم سلامونه،
    ګورئ د اروپايي اتحاديې د مرستیال ښاغلي (ریچارد چارنسکي) د یوه حقه حقیقت په څرګندولو نړیواله مافیايي میډیا ،او دکابل اجړاګان چوپه خوله دي ،او د بلوچستان او پښتونخوا سنیټران !! ولې غلي دي؟؟.
    لاکن افغان ملي ډیمکراتیکه ځوانانو مثبت غبرګون وښود.
    په م.م.م. کې د افغانستان دایمي نماینده باید تاریخی ثبوتونه او لاسوندونه وړاندې کړي مګر افسوس چې په ډاکټر غني د ایجړا ګانو له خوا داسې ایجړاګان د سفیرانو او … په توګه تپل شوي چې تر اوسه په پشتو خبرې نشي کولای، هاغه پشتو چې م.م.م. د نړۍ یو-دیرشمه ژبه د نفوس له پلوه منلې ده او هی هی یوازې ارواخاد نجیب الله و چې په عمومي جلسه کې ېې په افغاني ژبه وغږید!
    لا به یو کیږو، ګنې ورکیژو!

ځواب ورکول عبدالرووف لیوال ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *