تاند- د ډي این اې په مرسته له څېړنو داسي نښې نښانې ترلاسه شوي چې د هندو اروپايي ریښو لرونکې اروپايي ژبو احتمالاً د کسپین له شمال (قفقاز) او تور سمندرګي سرچینه اخیستې ده.

څېړونکي وايي چې ۴۵۰۰ کاله پخوا له دغو سیمو څخه ډېر انسانان اروپا ته په ډله ییز ډول مهاجر شوي او خپلې ژبې یې ورسره اروپا ته وړي دي.

د ۶۹ پخوانیو انسانانو جنیټکي څېړنه، چې په (نېچر) مجله کې چاپ شوې ده، ښيي چې په هماغه دوره کې د شپانه او د رمو خاوندان د اروپا له ختیځو څنډو د دې لویې وچې مرکزی برخو ته ولېږدېدل.

1د دوی په وینا دا مهاجرتونه ممکن د دې سبب شوي وي چې هند اروپايي ژبې په اروپا کې خپرې شي.

د اروپا د اکثرو ژبو ریښه د پښتو او دري په شان هندو اروپايي ده.

له انګلیسي را نیولې تر جرمني، روسي، هسپانیايي او یوناني پوري د اروپا اکثره ژبې هندواروپايي دي. یوازې باسک ژبه، چې د هسپانیا د بېلتون غوښتونکي باسک قوم ژبه ده، هندواروپايي ریښه نه لري.

پروفیسر ډیوید رایش، چې له یو شمېر نورو څېړونکو سره یې په ګډه دا تحقیق کړی دی، وايي، زموږ د کار پایله ښيي چې ۷ یا ۸ زره کاله پخوا د لومړنیو کروندګرو یوه ډله له نژدې ختیځه اروپا ته لاړه.

پخوا هم دې ته ورته نظر څرګند شوی و.

دا کډه شوي کروندګر په اروپا کې د تیت پرک کېدو په مهال له ځايي ښکاریانو سره مخامخ شول چې له دوی سره یې توپیر درلود.

په نهایت کې دوې ډلې سره واخښل شوې. څېړنې ښيي چې له ۵ تر ۶ زره کاله پخوا څخه د اروپا د ځايي کروندګرو جنیټیکي ځانګړتیاوې ګډې یا مخلوطې شوې وې.

One thought on “د اروپايي ژبو د هندو اروپايي ریښې علت څرګند شو”
  1. روستۍ ننگونه درېکاله مخکې د نوي زيلاند اکلېند پوهنتون له خوا وړاندې شوه چې ددغې سترې ژبکورنۍ لومړی ټاټبوبی لرغونې اناتوليا(اوسنۍ اسيايي تورکي برخه)او اروپا ته د ارپايي ژبو لېږد نېټه يې د ژېنو فېزيولوجيک له مېتود سره سمه تر ۹زرو کلو هم پسې اړولې ده! مينه او مننه

ځواب ورکول Zyar ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *