د اروښاد اسحاق ننګيال د اوولسم تلين غونډه تر سره شوه

ګل رحمن رحماني –

د پښتو ژبې د پياوړي شاعر او ليکوال اروښاد اسحاق ننګيال د اوولسمې تلين د ياد غونډې په مناسبت د هغه پر شعرونو او هنر څېړنيزه غونډه تر سره شوه.

دغه غونډه در ننګيال د مشهور شعر((دا کلى مه ورانوئ!)) تر نوم لاندې د ميډيوټيک افغانستان د کابل ټولنيز مرکز او پل فکري کړۍ له خوا د غويي مياشته په (٩مه) په کابل ښار کې د ميډيوټيک په مرکزي دفتر کې جوړه شوې وه.

د غونډې د ويندويۍ چارې د پل فکري کړۍ غړي او د اروښاد ننګيال نږدې ملګري اجمل تورمان سمبالولې او ګڼو ليکوالو، د ننګيال ملګرو، کره کتونکو، محصلينو، د ننګيال د کورنۍ غړو او د ننګيال د شعر مينه والو ګډون کړى و او د هغه پر شخصيت او شاعرۍ پر بېلابېلو اړخونو يې خپلې مقالې واورولې.

د ميډيوټيک افغانستان استازي محمدعاطف فقيرزاده په خپلو خبرو کې اروښاد ننګيال يو داسې شاعر ياد کړ چې په پښتو ژبه کې يې د سپين او ازاد شعر بنسټ اېښې او ګڼو شاعرانو ورڅخه پيروي کړې ده.

ښاغلي عاطف له ميډيوټيک افغانستان مشرتابه او پل څخه د مننې په څرګندولو وويل چې دوى ډېر پر ځاى انتخاب کړى چې د ننګيال اوولسم تلين يې د نورو کلونو په څېر هېر نه کړ او پرتمينه غونډه يې ورباندې جوړه کړه.

د پل فکري کړۍ وياند غوڼدې ته په خپلو کې ننګيال يو عاطفي او داسې شاعر ياد کړ چې له طبعيت سره يې ژوره مينه پاللې، د هېواد د تاريخ په يوه کړکېچنه او حساسه دوره کې د شعارونو له زمانې شاعر وتلى او شاعر پاتې شوى دى.

د مقالو په برخه کې ښاغلو غفور لېوال، زرين انځور، انور وفا سمندر، محبوب شاه محبوب، علم ګل سحر، طاير ځلاند او هاشم غمشريک د ننګيال د شاعرۍ او نثر په بېلابېلو اړخونو خپلې مقالې وړاندې کړې او د ننګيال د همعصره شاعر فاروق فردا مقاله عبدالغني هاشمي ولوسته.

ددې تر څنګ د هېواد د تياتر او هنر ځلانده څېرو هر يوه ممنون مقصودي او حفيظ الله ګردش د هغه شعرونه دکلمه او ترنم کړل او ځينې خاطرې يې يادې کړې.

د غوندې ګډونوالو غوښتنه کوله چې د ننګيال پېژندنې لپاره بايد تر دې زيات کار وشي او ځوان شاعران د هغه له شعري تجربو پوره ګټه واخلي.

پل فکري کړۍ او ميډيوټيک افغانستان له څو مودې راهيسې په ګډه فرهنګي او علمي غونډې جوړوي چې دا هم ددې لړۍ يوه برخه ده او ددې ادارو د چارواکو په وينا چې راتلونکې کې به هم دا ډول هڅې دوام ولري.

د غوندې په پاى کې د معمول خلاف د مشر پر ځاى کشر ته نوبت ورکړل شو او د اروښاد ننګيال له کشري زوى انوش ننګيال نه هيله وشوه چې د پلار په اړه يې څه ووايي.

انوش چې د اوښکو او موسکا په بدرګه وويل چې د پلار په اړه يې په ذهن کې ډېرې پوښتنې وې. هغه زياته کړه:((له تاسې مننه چې ماته مو خپل پلار راوپېژنده، ځکه زه کشر وم، ټولو به راته ويل چې ستا پلار ډېر لوى سړى و، خو اوس پوه شوم چې لويې يې په څه کې وه.))

انوش ننګيال له چارواکو غوښتنه وکړه چې په لغمان کې دده د پلار په نامه د نومول شوي ښوونځي نوم اړول شوى او بايد د دوى د کلي لومړنۍ ښوونځى د هغه د پلار په نوم شي، ځکه چې دده د پلار او مور د مزار تر څنګ ودان شوى دى.

   د يادونې وړ ده چې اروښاد ننګيال د محمد يوسف زوی د لغمان ولايت  د الينګار ولسوالۍ د بسرام اوسيدونکی دى او په کال  ۱۳۳۵ کال يې نړۍ ته سترګې غړولې او په کال   ۱۳۷۷ ل کې د زړه د دريدو له امله د پيښور په خيبر روغتون کې له نړۍ سترګې پټې کړې.

نوموړى خبريال او ليکوال پاتې شوى او د پنځو چاپ شوو شعري ټولګو تر څنګ ترې د نثر په برخه کې د سيوري په نامه ټولنيز او سياسي ناول هم پاتې دى چې د ادبي کړيو تر منځ لاهم ځانګړى مقام لري.

2 thoughts on “د اروښاد اسحاق ننګيال د اوولسم تلين غونډه تر سره شوه”
  1. د اروا ښاد ننګيال په هکله بايد ووايو چې نوموړى شاعر، ليکوال،متدين،پخپل فرهنګ او عقيدې کلک او د افغانستان د کړکېچ بشپړ سوچ او انديښنه کې با استعداده توريالى افغان وه.د هغه له علم او عرفان سره ډيره مينه وه او د سرو غوا يان سخت مخالف وه. دهغه قدر او عزت، پاکي او متانت زموږ له ياده نه وځي لوى خداى (ج) دهغه روح ښاد او جنتونه دې نصيب شي.
    دغونډې ټولو هغو کسانو ته چې زموږ د ملي فرهنګ او په تيره بيا پښتو ژبې فرهنګيانو ورځ لمانځي د لوى خداى ٩ج) نه برياليتوب غواړم او انشا الله چې دوى ته به هم اجر ورکړي.
    په ډيره درناوي

  2. اسلام علیکم ورحمت الله وبر کاته !
    زما په شحصی نظر که د اروښاد اسحاق ننګيال په نوم په کابل کی یو مشهور ځای ونومول شی دیر به ښه وی
    ځکه چه اسحاق ننګیال د ټول افغانستان شاعر او لیکوال دی او مونږ که د جنوب یو که د شرق یو که دشمال یو که دغرب یو په قدرمن شاعر او لیکول ویاړو روح دی ښاد وی جنتونه یی نصیب شه

ځواب ورکول سلام ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *