په دې کې هیڅ شک نشته چې د ارچي په پیښه کې  د ماشومانو په شمول ګڼ ملکي کسان شهیدان شوي دي خو په دې کې هم شک نشته چې د کومو ماشومانو عکسونه په فیسبوکونو کې ښکته پورته کیږدي، هغه له دغو ماشومانو سره اړه نلري او د سیاسي، تبلیغاتي استفادې لپاره په مصنوعي طریقه جوړ شوي عکسونه دي.

 په دې کې شک نشته چې دا غونډه د ارچي د ګوجر اخوندزاده په مدرسه کې وه او د  حافظانو د فراغت لپاره د غرمې ډوډۍ سرشته شوې وه او په همدې وجه له شاوخوا ګڼ کسان ورته راغلي وو، مګر له دې حقیقته هم انکار سخته دی چې د طالبانو د فراغت د غونډې تر نوم لاندې د طالب قوماندانانو او د کوټې د شورا د هیات تر منځ سیاسي، نظامي غونډه هم وه. د کوټې شورا هیات او طالب قوماندانانو ځکه خپلې غونډې ته همدا مدرسه او همدا د فراغت مناسبت انتخاب کړی و چې تر کاسې لاندې د نیم کاسې امکان پکې و. دوی فکر کاوه چې د الوتکو او استخباراتو له سترګو د پټېدو مناسبه طریقه همدا ده.

 کله چې د ارچي د ګوجر اخوندزاده په مدرسه کې غونډه بمبارد شوه، طالب توپکیانو سیمه محاصره کړه او تر یو ساعت پورې یې هیچا ته اجازه ورنکړه چې زخمیان وباسي. علت دا و چې دوی په دې موده کې خپل کسان ایستل او ځان یې ډاډه کاوه چې د غونډې له پټ اړخ سره اړوند مسایل پټ پاتې شي.

 دا غونډه په سیاسي او نظامي لحاظ دومره مهمه وه چې په بمبارد باندې یې پاکستان او روسیه په قهر شول او دواړو توند عکس العمل وښود. هغه روسیه چې په سوریه کې هره ورځ په لسګونو کسان وژني، د ارچي په بمبارد ولې ناکراره شوه؟ او هغه افغانستان چې هره ورځ پکې کربلا  وي، د پاکستان په هغو سیمو کې یې ولې ځینې کسان احتجاج ته هڅولي دي چې په ټول عمر کې یې د دشت ارچي نوم نه دی اورېدلی؟

 په دې کې شک نشته چې رسنیو ته خلکو د ملکي کسانو  د مرګ ژوبلې په باره کې په وضاحت سره معلومات ورکړل خو په دې کې هم شک نشته چې د دې غونډې د سیاسي، نظامي اړخ په باره کې به هغه کوم نر وي چې رسنیو ته معلومات ورکړي؟ طالبان چې په دشت ارچي کې په خلکو باندې په کوم ظلم او وحشت باندې حکومت کوي، هغه شاید د نورو سیمو اوسېدونکو ته د باور وړ ښکاره نه شي.

 څو میاشتې له مخه طالبانو په ارچي کې څو کسان په دې شک ونیول چې دوی داعشیان دي. دغه کسان د دوی خپل قوماندانان او سرګروپان وو. دوی یې بې محاکمې او سمدستي ووژل او هغه هم څنګه وژل؟ مثلا قاري عزیز چې یې واژه نو پوخ دیوال یې ورته سوری کړ، قاري یې  د دیوال یوې خوا ته ودراوه او رسۍ یې غاړې ته ورواچوله او موټر یې د دیوال بلې غاړې ته ودراوه او رسۍ یې کش کړه. نور نو خپله تصور وکړئ چې دا لا کوم ماډل جزا ده؟ دغه راز خپل یو بل سرګروپ قاري محمد رحمن یې په داسې وحشت سره او بې محاکمې وواژه چې قلم یې له لیکلو عاجز دی.

 دا مثالونه مې د  دې لپاره ورکړل چې دوی چې په خپلو سرګروپانو باندې شکي شي، دغسې جزاګانې ورکوي نو د ارچي د عامو بې وزلو خلکو به څه حال وي؟

 حقیقت دا دی چې هیڅوک هم جراات نه کوي چې د طالبانو له ویرې حقایق بیان کړي او خبریالانو ته به صرف هغه څه وایي چې د طالب خوښه وي. خبریالان په دې پوهیږي چې دوی یو اړخیزې خبرې اوري مګر هغوی هم د حقیقت د بیان پوره جراات نکوي. کله چې دوه نیم کاله پخوا په میزان میاشت کې طالبانو کندز ونیو او شاوخوا دوه زره کندزیان ووژل شول او یا ټپیان شول نو طلوع دا خبر چې البته دروغ و، خپور کړ چې طالبانو د کندز ښار د نیولو په وخت د جینکو په لیلیله کې نجونې بې ستره کړې دي. دغه خبر چې د طالبانو ډیر په خلاف وو، طالبان په قهر کړل او شاید خبر به یاست چې طالبانو څه وکړل؟

  طالبانو څه موده وروسته په کابل کې د طلوع د ځینو کارکوونکو په میني بس انتحاري حمله وکړه چې اته کسه پکې ووژل شول او تر دې زیات پکې زخمیان شول.

 خبریالانو طبعا دا واقعه او داسې نورې واقعې په یاد دي او په دې پوهیږي چې طالبي عدالت خپل معیارونه لري چې ظلم او بې رحمي پکې بنسټیز ټکي دي.

او بالاخره په دې کې هم شک نشته چې د ارچي پیښه ډیره بوږنوونکې وه او هغه کسان چې د عامو خلکو د وژلو ریسک یې منلی و، د بخښلو وړ نه دي. د ارچي د خلکو د زړه اواز دا دی چې قواوې دې راشي، ارچي دې د طالب له ظلمه وژغوري او بیا دې سیمه وساتي. په هماغه مدرسه کې چې تیره اونۍ بمیارد وشو او په لسګونو کسان ووژل شول، اوس هم د طالب په لاس کې ده او بیا به هم د بمباردونو او جنګونو امکان پکې وي.

2 thoughts on “د ارچي د پیښې حقایق | سید ابرار صمیمي”
  1. مننه له حقيقت نه چی اوس هم داسې د نر زوی شته چې دا وښه يي چې ظالم څوک دی او ولې پر حقيقت سترګې پټې او غوګونه کاڼه ساتي.تر څو چې پښتانه دومخه ژوند کوي همدا به يي حال وي او ددوي له داسې دومخه ژوند نه به ددوي اولادونه بېګناه قتليکي .

ځواب ورکول AK SHAH ABDALI ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *