د ارګ له نامه سره ښايي ډېری افغانان اشنا وي او په دې هم پوهېږي چې ارګ  ته ور ننوتل خورا ستونزمن او د هر چا کار نه دی؛ مګر اوس هره ورځ یوه داسې ډله ور ننوځي، چې ارګ ته د ورتلو تصور یې هم نشو کولای. اوس د ارګ ټکټ خورا ارزانه شوی دی.!

ارګ که تعریف شي، په لغت کې د یوې لویې کلاپه منځ کې کوچنۍ کلا ته وایي، چې د برجونو درلودونکې وي او په اصطلاح کې د فرمان ورکوونکي د اوسېدو ځای ته وایي. له همدې کبله ارګ هغه ځای ته ویل کېږي چې په کې د ښار، ولایت یا د هېواد مشر اوسېږي او له هغه ځایه اړوندې چارې اداره کړي.

پخوا د اوسني ارګ پر ځای شاهانو له بالاحصار نه کار اخیسته او د چهلستون ودانۍ هم د ارګ په توګه کارېدله؛ خو اوسنی ارګ د امیر عبدالرحمن خان په واکمنۍ کې د هغه په امر په دوه سوه جریبه ځمکه کې ودان شوی دی.

ارګ د تاریخ په اوږدو کې سره له دې چې شاهانو او واکمنو به په کې د هېواد چارې پر مخ وړلې، د شاعرانو، ادیبانو، عالمانو او نورو دانشمندانو د ګرمو مجلسونو شاهد هم و.

د پاچا لیدل ګران و، داسې انګېرنه هم په ولس کې خوره وه، چې د پاچا په لیدو سړی جنت ته ځي. نو ډېر کم خلک توانېدل چې د پاچا دربار ته ورشي او یا هغه له نېږدې وګوري.

له کورنیو جګړو، د طالبانو له واکمنۍ او د ولسمشر کرزي د تېرو څو کلونو ولسمشرۍ را وروسته اوس که له یوې خوا د ارګ بڼه ډېره بدله شوې؛ نو ورسره په ارګ کې دواکمنو په فعالیتونو کې هم بدلون راغلی دی.

له ارګه د سمېنټو ډېوالونه را تاو شوي، ډېرې ور غځېدلې لارې تړل شوي دي. له ارګه د باندې اغزمن سیمونه را تاو شوي او شاو خوا یې ټول په امینتي کسانو پوښل شوې؛ چې د ارګ ننداره ورسره بېخي ورکه شوې او باندنۍ ښکلا یې له لاسه ورکړې ده.

دغه راز ولسمشر کرزی اوس په ارګ کې د پخوانیو شاهانو په څېر په خوښۍ،  مستۍ او بې پروایۍ د هېواد چارې پر مخ نه وړي. د شاعرانو، ادیبانو، عالمانو او ګڼو نورو د هنر خاوندانو مجلسونه نه جوړېږي.

اوس ولسمشر کرزی د پخوانیو شاهانو په څېر یوه ورځ هم له ارګ د باندې د خپلو خلکو لیدلو او یا سیاحت کولو ته وتلی نشي.

اوس د ارګ بڼه ارګ ته نه پاتې کېږي. په ارګ کې د پاچا سلامتۍ ته دعا نه کېږي او په ارګ کې هغه خوښي او مراسم نشته چې پخوانیو شاهانو او ولسمشرانو به ترسره کول.

پر ننني ارګ یوه وېره او یو ویر خور دي. هغه ډول چې د کابل ((عیدګاه)) جومات د فاتحو اخیستو په مرکز بدل شوی دی ارګ هم ورته بڼه خپله کړې ده. ارګ اوس د ارګ پر ځای تر ډېره د فاتحه اخیستو یوه تالار ته ورته دی. یوه ښکلي او شانداره تالار ته.

ولسمشر کرزی او د ارګ نور مېشت چارواکي حتی نشي کولای (( عیدګاه )) ته لاړ شي او په فاتحو کې برخه واخلي. بله دا چې فاتحې حتی دومره ډېرې شوي، چې نېږدې هره ورځ یوه وي، نو ولمسشر نشي کولای، په فاتحو کې هره ورځ له ارګ د باندې برخه واخلي.

دغه راز ارګ ته د ورتللو ټکټ اوس د پخوا په شان نه دی. پخوا به ډېر کم خلک ارګ ته ورتلل او دا به ورته د ژوند له ښو خاطرو هغه وه. د پاچایانو په لیدو به یې په ځان د دوزخ اور حرام باله. خو اوس دا کار  اسانه شوی دی. د کورنۍ له یوه د ډېرو  غړو په له لاسه ورکولو سره یوه کورنۍ کولای شي چې هم  له ولسمشر کرزي سره په ټېلیفون خبرې وکړي او هم یې له نېږدې وګوري.

اوس  ارګ خلکو ته ښه خاطره نه ده او نه د ولسمشر کرزي په لیدو ځان جنتي ګڼي. اوس که څه هم چې خلک له دې وضعیته ستړي شوي؛ خو بیا هم کله کله د ارګ په لیدو مشرف کېږي. هر څومره چې د یوې کورنۍ ډېر غړي ووژل شوي، له لاسه ورکړل شي یا په بله مانا هر څومره یې چې ویر زیات وي او د غم ټغر یې لوی وي؛ هماغومره ژر د ولسمشر کرزي په لیدو مشرف کېږي او یوه غرمه د ارګ مېلمانه کېدای شي.

موږ هره ورځ ګورو او اورو چې ولسمشر کرزی له ننګرهار نیولې، تر لوګر، خوست، پکتیا، غزني، میدان وردګو، هلمند، کندهار، روزګان او ګڼو نورو ولایتونو پورې له یوشمېر کورنیو سره ګوري. ارګ ته د خلکو په ورتلو ولسمشر ته له ډېر درد او غم سره دا اسانتیا هم شته چې د شهیدانو فاتحه په خپل استوګنځي کې واخلي او اړ نه دی، چې کندهار، هلمند او یا غزني ته د خپلو خلکو په فاتحه لاړ شي.

نن ورځ په ارګ کې د شاعرانو، ادبیانو، عالمانو او نورو د هنر خاوندانو مجلسونه په نشت حساب دي. داسې نه ده چې ولسمشر کرزی به یې لېوال نه وي او په ولس کې به د داسې هنر خلک نه وي؛ خو دا چې ولس له وژنو او ولسمشر لا له فاتحو څخه نه بې کاره کېږي. لا معلومه نه ده چې ارګ به کله بېرته ارګ کېږي او د خپلې لویۍ عظمت به خپلوي.

One thought on “د ارګ ارزانه ټکټ! – فریدون خوځون”

ځواب ورکول Kausar Momand ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *