دا څولسیزو جنګ،جګړو دومره جنرال راډیر کړل چي هغه دچا خبره ده چي تر نقل یې وپوهیده ډیر شو.
هرچا د جنرال د رتبي لپاره یو ټیمکی پر اوږه راځوړند کړ چي زه جنرال یم،زه تورن جنرال یم،زه ډګرجنرال یم،زه سترجنرال یم……
دلته یو داچي هرچا هرچا دخپلي خوښي شووي ولګولي،رتبه یې په خپله ځان ته وټاکله بس ددي جنرالۍ سره ټوپک سالار هم شو،قوماندان هم شو،مالدار هم شوخور ورته دخپلسرۍ له برکته هرڅه رسیدل.
بل داچي دلته موږ یو مسلکي کس راپیدا نه کړ چي درتبو ویش په سم ډول وکړي هرنظام که پولیسي وي، که داردو وي هغه جنرال ډیرکم کسان وي اوبیا یې قدر هم دومره وي دلته خو دخیښ او خاله تار لرل له کبله ډیر کسان جنرالان شو یا دزور له برکته بس دا جنرالي ورته ورسیدله.
حضرت صبفت الله مجددي چي که ددریومیاشتو لپاره وټاکل شو نو دیوه توکم څخه یې دري سوه کسان جنرال اعلان کړل چي په هغو کې ځینو اشپزانو هم دجنرالۍ رتبي تر لاسه کړلي خو ځینو بیا داسي وکړل چي خپلو کشرانو ته یې دجنرال دریشي ور واغوسته
په یوه ولایت کې چي هلته مجاهدین واک ته رسیدلي وو او دخلک حکومت پاي ته رسیدلی و نو دزاړه حکومت څوډګروالان دیوه مجاهد قوماندان چي تازه ورته قومانداني رسیدلي وه او دوي ورته اسلحه او تجهیزات تسلیم کړي و او دوي هم ورسره ګډ کار پیل کړی و نو دوی په دا بله ورځ دمجاهد قوماندان ددفتر خواته ور روان و،که ګوري چي په دروازه کې یو کشر ولاړ دی او دجنرال رتبه یې پر اوږه وهلي ده ور روان منصبداران ډګروالان دي که چي دوي ور رسیدلي دي دې کشر ورته سلامي وهلي ده هغه ډکروال ورته ویلي چي دې رتبي ته دي وګورم نوباید سلامي مې درته وهلي واي او دي سلامۍ ته چي دي ګورم وایم چي ښه کلک مي غ،و،و،ل،ی واي.
همداسي ښه مو په یاد دي کله چي ولسمشرحامدکرزی کندهار ته په دویم ځل سفر کندهار ته راغلو یو جنرال چي دیوه کنډک قوماندان و په چپه لاس ورته سلامي نیولي وه په دي وخت کې زما پلار دي خداي وبخښی ورباندي یوه مسخره هم وکړه او ورته ویې ویل چي سلامي دي سمه نه ده.
همداسي ځیني کسان تورن جنرالان شو چي چي په کوټه کې یې هندواني خرڅولي بس راغلل یو دم تورن جنرال شو همداسي یې یو کس جنرال دی چي بست او بس سره نه پیژني یو کس راته ویل چي یو وخت قوماندان صاحب ته ورغلم چي قوماندان صاحب دا پلانی بست خالي دی هلته مو نه مقرره وي وايي ده راته وویل چي ستا بس چلول هم زده دي
څه یې کوي ټکر به یې کړي ځان به په کې خوږ کړي.
داجنرال هم ددي جنرالۍ له برکته دومره پانګه اوس لري چي دلته به یې دګوتو په شمار کسان لري همدا دمفتي جنرالۍ برکت و.
په کورنیو چارو وزارت کې هم په یوه شپه ډیرو کسان ته هسي جنرالۍ او ډګروالۍ وویشل شوي په دي کې یو کس چي مخکې یې سکرتریت په نورو ادارو کې له غاړي و دجنرالۍ په بست کې جنرال حساب شوبس د ړانده ډبره ده چي پرهرچا ولګیده.
دلته خو جنرالي لنګه غوا ده هرڅه درکوي نوځکه ډیری کسان کوښښ کوي چي جنرال شي د ارګ ملا صاحب هم هڅه وکړه چي دجنرالۍ رتبه تر لاسه کړي خو ونه شو
جنرالي ورته ونه رسیده.
چي مفتو جنرالیو ته وګورې نو دملا صاحب هم حق و
خو هی هی چي د ارګ ملا جنرال نه شو.
په جلال اباد کې يو داسې څوک هم و، چې نيم جکتورن او نيم جنرال و، پر يوه اوږه يې نښانونه د جکتورنۍ او په بله يې د جنرالۍ و، خو سړی ښه خوشاله و