تاند- د برازیل په ساوپاولو ښار کې دا دوکاندار په درسته نړۍ کې په دې مشهوره شوی او عکسونه یې رسنۍ بیا بیا خپروي چې څېره یې د القاعده شبکې وژل شوي مشر اسامه بن لادن ته ورته ده.
دا سړی، چې فرانسیسو ایلډر نومېږي، شراب پلورونکی دی.
د ده په اړه تر اوسه پوري څو مستند فلمونه جوړ شوي او څو تلویزیوني راپورونه خپاره شوي دي.
۵۴ کلن فرانسیسو له نومه ښکاري چې مسلمان نه دی خو د اسامه بن لادن په شان یې ږیره پرې ایښې او لونګۍ یې پر سر کړې چې د هغه په شان ښکاره شي او په دې توګه د خلکو پام ځان ته واړوي.
له همدې کبله ډېر خلک هڅه کوي چې د ده له دوکانه شراب رانیسي چې د سودا ترڅنګ له ده سره ګډ عکس هم واخلي.
ویل کېږي چې ځیني وخت له فرانسیسو سره د عکس اخیستلو لپاره باید په ساعتونو انتظار وایستل شي.
فرانسیسو وايي، په دې خوښ دی چې اسامه د ده د نېکمرغۍ سبب شوی دی.
دی په عین حال کې وايي چې د تشدد او تاوتریخوالي سخت مخالف دی او د دنیا له ټولو انسانانو سره مینه لري او په درسته نړۍ کې د سولې غوښتونکی دی.
څه شک چې دا په رښتییا هماغه میرات مړی وي؟