شپږ میاشتې پخوا د روان کال د جنوري په میاشت کې د پاکستان یوه پلټونکي پلاوي چې په ابیټ اباد کې یې د اسامه د وژلو په موضوع تحقیقات کول، د خپلو څېړنو رپورټ د پاکستان د هغه وخت صدراعظم راجا اشرف ته وړاندې کړ.  رپورټ په ۳۳۶ مخونو کې و. د پاکستان د هغه وخت حکومت چې د کار د مودې یې لږ وخت پاتې و او له بلې خوا یې ممکن دا وېره وه چې له پوځ سره یې جنجال رانه شي، د رپورټ له خپرولو ډډه وکړه خو تېره اونۍ الجزیرې تلویزیون د رپورټ د محتویاتو په خپرولو پیل وکړ.. د پاکستان حکومت تر اوسه پورې په دې اړه هیڅ تبصره نه ده کړې او هیچا هم دا نه دي ویلي دي چې خپاره شوي مواد  له هغه رپورټ سره تعلق نه لري چې د ابیټ اباد کمیسیون په نامه یوه تحقیقاتي پلاوي د پاکستان صدراعظم راجا اشرف ته سپارلي وو. مطلب دا  چې د الجزیزې له خوا خپاره شوي مواد په یقین سره د هماغه پټ ساتل شوي رپورټ محتویات دي.

 په دغه تحقیقاتي رپورټ کې دوه موضوعات څېړل شوي دي: یو دا چې اسامه څنګه په پاکستان کې وتوانېده چې پټ شي ؟ او بل دا چې امریکا څنګه وتوانېده چې اسامه ووژني؟

 رپورټ وایي چې اسامه بن لادن نهه کاله په پاکستان کې تېر کړل. د ژوند وروستي شپږ کلونه یې په ابیټ اباد کې وو. د رپورټ برابروونکي د پاکستان په پولیسو، د اردو په استخباراتو او ملکي ادارې نیوکې کوي چې ولې یې اسامه ته پام نه شول؟ په رپورټ کې لولو چې څو ځله داسې هم شوې دي چې د اسامه د نیولو امکان بېخي زیات شوی مګر بیا هم نه دی نیول شوی. مثلا یو ځل اسامه په موټر کې سپور و، شپو خولۍ یې په سر وه او ډریور یې موټر ډېر تېز چلاوه. پولیسو د بې حده سرعت په خاطر د اسامه موټر ودراوه، ډریور پیسې ورکړې او پولیسو بې له دې چې اسامه ته وګوري ، موټر پرېښود. په رپورټ کې راغلي دی چې اسامه شپو خولۍ په سر وه او په همدې وجه د پولیسو ورپام نه شول.

 د تحقیقاتي رپورټ برابروونکي نیوکه کوي چې اسامه د پاکستان یوې ډېرې مهمې پوځي اکاډیمي ته څېرمه په داسې کور کې اوسېده چې قانوني اسناد یې نه لرل، خو بیا هم ورباندې شک ونه شو. په دې سیمه کې هیڅ کور اجازه نه لري چې تر دوه منزله لوړ وي مګر اسامه درې منزله کور جوړ و. دغه کور په شپږ کلنه موده کې ټکس ورنه کړ مګر هیڅ ادارې ورته ونه ویل چې ټکسونه یې ولې پاټې دي؟

 د دې ودانۍ په لاندني پوړ کې د اسامه د ساتندوی کور و، په دویم منزل کې دی له خپلې ځوانې او وروستۍ مېرمنې سره اوسیده او په پاسني منزل کې یې مشره ښځه دېره وه.

 په رپورټ کې ویل کېږي چې ولې د ښاروالي مامورین په دا هومره وخت کې رانغلل او د کور په درې پوړیز والي باندې یې اعتراض ونه کړ؟ دغه راز دا شکایت هم شوی دی چې د اسامه د کور جوړښت ولې پولیس او استخبارات شکمن نه کړل؟ دغه کور ډېر دنګ دیوالونه لرل او ډېرې کوچینۍ کړکۍ یی وې. له کور سره د شاوخوا خلکو تګ راتګ نه و او کله کله چې به کوم موټر ورته راغی، سمدستي به دروازه ورته خلاصه شوه او دروازه به بېرته د سترګو په رپ کې بنده شوه.

 په دغه تحقیقاتي رپورټ کې ټینګار شوی دی چې د اسامه په اوسېدونځای باندې ډېر زیات شکونه کېدای شوی خو پاکستاني ادارو ته هیڅوخت شک ور پیدا نه شو او دا د دوی د سختې ناکامۍ ښودنه کوي.

 د ابیټ اباد د کمیسیون غړي لیکي چې په دوه زره یولسم کال کې چې اسامه ووژل شو، د هغه تر وژلو څو میاشتې پخوا د ابیټ اباد په ښار کې د القاعدې یو بل مهم کس نیول شوی و خو ان د هغه نیولو هم پاکستاني ادارو ته دا شک نه و پیدا کړی چې ممکن اسامه هم په دې ښار کې وي.

 د پاکستان استخباراتي مقاماتو د کمیسیون غړیو ته ویلي دي چې د مختلفو ادارو تر منځ د هماهنګۍ نشتوالی د اسامه د نه نیولو یو لوی علت و. دوی دا هم ویلي دي چې له دوه زره پنځم کاله وروسته د اسامه له نیولو سره د امریکایانو دلچسپي کمه شوه چې په نتیجه کې یې پاکستاني خفیه ادارې هم نور په هغه پسې ونه ګرځېدلې.

 د ابیټ اباد کمیسیون د رپورټ بله مهمه موضوع دا ده چې اسامه څنګه ووژل شو؟ په رپورټ کې راغلي دي چې د دوه زره یولسم میلادي کال د مي په دویمه نېټه امریکایي هیلي کاپټرو پوره درې ساعته د پاکستان د خاورې په زړه کې په ابیټ اباد کې داسې عملیات وکړل چې د پاکستان پوځ او اسختبارات بېخي پوه نه وو چې څه روان دي. د رپورټ برابروونکي نیوکه کوي چې د پاکستاني ادارو ناخبري د دوی د شدید غفلت او بې کفایتي ښووندویه ده.

 په دغه رپورټ کې د پاکستان له دولته غوښتنه شوې ده چې په پوځي او استخباراتي ادارو دې د ملکي دیموکراتیکې ادارې څارنه زیاته شي او کنه نو دغسې خودسرۍ به په اینده کې هم ادامه پیدا کړي.

 په پاکستان کې د اسامه موندل کېدلو د دغه هېواد حکومت دومره ډېر خجالت کړی دی چې تر اوسه پورې نه پوهېږي چې څنګه چلند ورسره وکړي او دنیا څنګه قانع کړي چې د پاکستان استخباراتو له اسامه سره پټې اړیکې نه لرلې.

3 thoughts on “د اسامه د استوګنې او قتل په باره کې د راپورمحتویات/ سادات”
  1. دتعجب خبره خولا داده چه دامریکاجمهوررئیس هم په اوله کي اوهم وروسته دپاکستان له دولته څخه داساامه په نیولوکي ددووی له مرستي مننه کړیده اوداخبره هم دنړیوالو څه نه پټوی چه زموږ سره پاکستاني استخباراتو کمک کړی دی نو ځکه لمرپه دوو ګوتونه پټیږي اوهغه کسان چه داسي هڅه کوي هم ځان اوهم نور غولوي . مننه

ځواب ورکول زیارمحمد تصور ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *