تاند- د جرمني شپېګل مجلې په تازه ګڼه کې ویلي چې پر نیویارک او واشنګټن د ۲۰۰۱ م کال د سپټمبر د یوولسمې نېټې له حملو وروسته د امریکا متحدو ایالتونو پر افغانستان د اتومي وسلې پر کارولو غور کړی و.

د جرمني د هماغه وخت د صدراعظم ګیرهارد شرودر سیاسي سلاکار مایکل شتاینر شپېګل مجلې ته ویلي چې د سپټمبر د یوولسمې له حملو وروسته له اتومي وسلې څخه کار اخیستل یو داسي انتخاب و چې په امریکا کې پرې بحث کېده.

د شپېګل مجلې له راپور سره سم:«کله چې له ښاغلي شتاینر څخه وپوښتل شول چې ایا امریکا د اسامه بن لادن له لوري پر نیویارک او واشنګټن د حملو په ځواب کې د اتومي وسلې پر استعمالولو غور وکړ، ده په ځواب کې وویل چې امریکا پر ټولو لارو غور وکړ.»

د سپټمبر د یوولسمې نېټې په حملو کې شاوخوا ۳ زره تنه ووژل شول.

ښاغلي شتاینر ویلي چې د جرمني د هماغه وخت صدراعظم اندېښنه لرله چې امریکا بوټېدلې او ښايي تر لازمې اندازې سخت عکس العمل وښيي.

د جرمني د هماغه وخت حکومت بې قید وشرطه د امریکا ملاتړ اعلان کړ.

خو شتاینر شپېګل مجلې ته همداراز ویلي:«هیڅ حکومت باید چا ته سپین چک ورنه کړي.»

امریکا له طالبانو وغوښتل چې اسامه بن لادن، چې د حملو مسوول و، وروسپاري خو طالبانو دا کار ونه کړ. طالبانو د اسامه د نه سپارلو له کبله خپله واکمنۍ له لاسه ورکړه خو له دې راپوره داسي ښکاري چې طالبان د اسامه په خاطر له افغانستانه هم تېر ول.

راپورونه وايي چې امریکایانو په مختلفو شکلونو طالبان د اسامه د ساتلو له عواقبو خبر کړي وو.

11 thoughts on “د اسامه د ساتلو په خاطر امریکا پر افغانستان پر اتومي حملې غور کړی و”
  1. دامریکا دمور میړه پاکستان چه دترور , وحشت او دتندلارو ځاله ده هلته داتومی وسلی پر کارولو یی فکر نه کاوه, پر افغانستان یی څنګه دا تصمیم تاړه, افغانستان خو هغه وطن دی چه اروپا , استرالیا او امریکا یی دسره ښامار له غوولو وساته, که نه اوس به په دوی باندی سم سپور وه او دپاکستان وظیفه خو ټولو ته جوته وه یعنی دواسلین کارول, دلوستونکو څخه معذرت غواړم چه یو څه دچوکاته وتلی خبری می لیکلی.

  2. دا تولو ته لکه لمر روښانه ده چی هغه وخت طالبانو پر امریکا د اسامه له خوا دحملی اسناد وغوښتل ،
    څرنګه چی امریکایانو دا اسناد نه درلودل او دا تولی ناری سوری یو مخکی له مخکی ترتیب سوی اجندا وه ، چی نن ورځ تول ساینس پوهان دا تایوه وی چی حملی هم دامریکا خپل کار وو، ځکه دافغانستان دهغه وخت دولت قانوناً نسوای کولای چی اسامه بن لادن چی د برهان الدین ربانی له خوا افغانستان کی میشت سوی وو ، په غیر قانونی شکل ، بل هیواد ته تسلیم کری. او امریکایان اصلاً بهانه غوښته ، که څه د وخت افغان دولت وویل چی حاضر دی اسامه یو بی طرف هیواد ته دمحاکمی دپاره تسلیم کړی ، خو امریکایانو بیاهم بهانه لتول او دافغان دولت هر اصولی دریځ یی رداوه

  3. په طالبانو هماغه د هندو کانه وشوه چی هم دین لاړ او هم غ…
    هم افغانستان یی له لاسه ووت او هم یی خپل پیر لادن

  4. اسامه خو طالبانو نه وه ساتلی ،هغه پنجابيانو دځان لپاره دافغان وژنی دسپين چک په توګه کاراوه چی همداسی يي وکړه، اواسامه دپنجاب له لمنی راووت دامريکا سياست دتروريزم په مقابل کی يو ناکام سياست دی چی خپل ځان ته څا ه باسی ،نوکه داسی نوی ولی داسامه دمړينی وروسته هغه ملک ته اقتصادی مرستی مرستی کوی چی دترويزم رهبر يي پټ کړی وه.

  5. د امريکا هدف په هر صورت په افغانستان حمله کول وو. او په نړيوال تجارتی مرکز يي حمله پخپله وکړه. همدا نن ايدواردسنودن ويلي دي چه اسامه د امريکايي پوځونو لخوا په پاهاما جزيره کی د اولادونو سره ساتل کيژی. د مياشتی 100000 دالر تنخوا اخلي. امريکا ته دير وفادار وو. پاکستان هم تاييد کړه چه ايبت اباد کی ووژل شو همدا خبره يي يوه ورځ د پاکستان لپاره د تباهۍ په مانا ده.

  6. خبرې په بیه نه دي هر څوک یې د خپلې پو هې له مخې را با سي خدای د خیر کړي،

  7. پر بدن چه ټپونه او زخمونه وی د عقل او پوهی څخه هیڅوک هم کار نشی اخستلای.

  8. عزتمندو : راځی چی حقایق داسیولټو چایا دافغانستان اواشغال داریکی لخوا همدا ۲۰۰۱م صرف دبنلادن داثرهوه اوکه دا دپیړیو پیړیو مخکی دامریکی داستعماری پلانونو اونقشو دعملی کولو په پروګرام کی لا دپخوا څخه دافغانستان دنیولو اواشغال پلا ن و ؟ که چیری مخکنی پیړیو تاریخ ته نظرواچو نوپوه به شو . چی دتاریخ په اوږدو چی دنړی استعمارګر په سر او کله کی دجهان نیولوفکر راګرځیدلی اودی سیمی ته یی پام شویدی نو دافغانستان جغرافیای موقعیت اوسوقالجیشی اهمیت یی ددی سبب شویدی چی دافغانستان دلاری ددی ټولی سیمی دنیولو پاره آفغانستان یی یوښه پول اولاربللیده نوځکه یی دافغانستان نیولو بډی رانغښتی کله ناکام کله موقتا کامیاب خودافغانانو دازادی دمقدس ی روحیی په راپاریدلو اوراپاڅیدلو اوژوندی کیدلو سره دشرم وړماتی سره مخ شوی ، تښتیدلی اوشړل شویدی چی ژوندی مثالونه لکه اسکندرکبیر، چنګیز ،مغول،انګریز ،شوروی اتحاد او اوسنی نړیخور ځواک امریکا ده نوځکه امریکا دوخت یعنی ۲۰۰۱ څخه پخواهم دافغانستان دنیولو او په افغانستانکی دلاس پوڅی حکومت جوړیدلولپاره اوس نه بلکی پخوا داوږدی اولنډی مودی پلانونه درلودل اولری یی . نو ځکه دبن لادن قصه اودطالبانو څخه غوښتل یوه جوړه شوی مصنوعی بهانه وه ځکه دا۴۰ کاله دافغانستان دجنګ اصل یولوری امریکاده خو جنګوی اوقربانی کوی اوخرابهوی ،دمنځه وړی افغانان دقدرت مینان خپل وژونکی اوبل بلونکی اوپالونکی افغانان اوکه داسی نوای نو ولی ییااتمی جزا وپاکستان ته ورنکړل چی بن لادن ساتلی اوبلاخره یی په هغه پاکستان کی مړکړ .

  9. دافغانستان دنيولوپلان دنن ورځي دسيسه نه وه بلكي دا دفرنگي دلومړي جنګ څخه پيل شوي اوترنن دوام لري.كوم وخت چه هندوانواومسلمانانوپه ۱۸۵۷م كال كې دانګريز پرضد راپورته شول اودهند دآزادي توكل ئي وكړ نوانگريزانوئي په مقابل ددي آزادي دجنگ داوروژلولپاره د دروقومونوهندوانولپاره گاندي،دپنجاپيانولپاره جناح اسماعلي اودپښتنولپاره ئي خان دوسره عبدالغفارخان ودرول اودعدم تشدد(جهادمه كوي) كه چيرې انگريزانودغه دسيسه هغه وخت په كار نه واى اچولي دپښتنو دمجاهدينودمشرانوهريوه دچكنورمولوي صاحب،اوداډېمولوي صاحب مخه ئي په غفارخان نه واى نيولې نونژدې وه چه هند انګريزانو له منگولوخلاص كړي واى.دهند دآزادي په جهاد كښې دوه لكه مسلمانان شهيدان شول چه پنځوس زره يي جيد علماء وه.همدغه دعدم تشدددانګريزتيره چاړه اوتوره ده چه نن ورځ پشتانه په وژل كېږي.همدغه دعدم تشدد اور دى چه نن مجاهد پښتانه پكښې وريت كېږي.

  10. Salamoonah;
    Afghan Atsakzai sab;
    A`dem-e tashadod Gandhi, N.Mannddela & AbdulGhafar khan yewzai peyl kirray wo. Wali pa India aw S.Afriqa ki kamyaba su , magar Pashtunkhwa aw Balutskhwa ki nakamaeh??

    Engrizano aw haremony pokistyan yi Milli-muteraqi nuhzatuunah d pirano; kalakanyano ghlo-sakavyano, bae-i`lma molayano etc… la kofri-fetwa gano sara wattakawil.!!!.

ځواب ورکول حامد ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *