تاند- د راپورونو له مخې د عبدالرب رسول سیاف پلویان په دوو برخو وېشل شوي دي. باوري سرچینې وايي چې استاد سیاف غوښتل چې ټیم یې یا بې پرې پاتې شي او یا د اشرف غني احمدزي ملاتړ وکړي خو د ده په انتخاباتي ټیم کې د کابل د شمال په سیمې پوري اړوندو عناصرو عبدالله عبدالله ته لېوالتیا ښودله.

ویل شوي چې له دې مسلې وروسته استاد سیاف د خپل ټیم ملګرو ته ویلي چې که له هر کاندید سره ملګري کېږي، دی به پرې اعتراض ونه لري.

د پروفیسر سیاف له دې پرېکړې وروسته محمد داوود کلکاني رسنیو ته وویل چې ښايي استاد سیاف د چا ملاتړ اعلان نه کړي خو دوی پتېیلې ده چې د عبدالله عبدالله ملاتړ وکړي.

کلکاني او د عبدالرب رسول سیاف د انتخاباتي کمپاین ویندوی ښاغلی کوهدامني د پخوانۍ شمال ټلوالې په چوکاټ کې د شورای نظار خواخوږي ګڼل کېدل.

کلکاني همداراز ادعا کړې چې استاد سیاف خپلو پلویانو ته ویلي چې د ولسمشرۍ په دوهم پړاو کې عبدالله عبدالله ته رایې ورکړي.

دا په داسي حال کې ده چې د کلکاني تر څرګندونو مخکې د استاد سیاف له لوري په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي چې دواړو کاندیدانو ورسره کتنې کړي خو پرېکړه یې نه ده کړې چې د چا ملاتړ وکړي.

سیاف له خپلو پلویانو غوښتي چې هغه کاندید ته رایې ورکړي چې د کار وړتیا، تقوا، دیانت، ښه سابقه او د ستونزو په وړاندې مقاومت ولري.

د ښاغلي سیاف د اعلامیې او د ښاغلي کلکاني د څرګندونو ترمنځ له توپیر او تناقضه څرګندېږي چې د ښاغلي سیاف پلویان وېشل شوي دي.

2 thoughts on “د استاد سیاف پلویان په دوو برخو وېشل شوي دي”
  1. دا دتعجب ور خبره نه ده أستاد سياف تول عمر دا جمونه كري هر جير ته ي خانته خاي ساتلي بلي خوا مجبور دي هغه سره دملت غم نه شته هغه دخبلي سرمايه أودّ جور او جباول شوو خمكو به غم كي دي . أوبس

  2. له هغه خایه چی نږدی او ثقه معلومات راته راغلی، دسیاف دګروپ اکثریت پتیلې ده چی د اشرف غنی احمد زی په مشری انتخاباتی تیم سره یو ځای سویدی،ځکه تولوته د داکتر عبدالله پخوانی نظار شورا چوکات کی کړی جنایات او انسان وژنی او دکابل د ښار بربادی د داکتر عبدالله اعتبار له وړاندی خراب کړیدی، نور خلک نه غواړی پخوانی جنایی حالت ته ور وګرځی

  3. استاد سیاف بدون مصرف انرژی طریقه کسب چوکی بسیار خوب میداند و در استادی اش شکی نه میبینیم

  4. د استاد سیاف ۹۰٪ څخه زیات ملاتړی ډاکټر اشرف غنی سره دی او هغو خلکو چی استاد سیاف ته رایه ورکړی وه واوس د هغوی ۹۹٪ به رایه ډاکټر صاحب اشرف غنی ته وړکړی. که تقلب او نور شیان تری وباسو نو راتلونکی ټاکنې به څه داسی وې

    داکټر اشرف غنی احمدزی ۶۴٪ رایی

    ډاکټر عبدالله ۳۶٪رایی

    انشاًالله چی د افغانستان خلک به ددې ټوپک مارو څخه خلاص شی

  5. اوس دافغانستان خلک په دی پوی دی چی چاته رایه ورکړی مګر اوس له هرڅه نه مهمه خبره ټولو ته د ژبنیز تعصبوته لویدلی ده چی هر یو دهر سمت او دهر زون چی وی خوښی هم همغی خواته ورښیی

ځواب ورکول محکوم افغان ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *