د غزل د سالار استاد محمد صدیق پسرلي جناز نن د کابل په وخت په درې بجو د کابل هوایی ډګر ته له رسیدا سره سم د  دولسي جرګې دغړیو  ،د ادب دمینوالو ، او دهغه دکورنۍ دغړیو په بدرګې سره څلور سوه بستریز روغتون ته انتقال شوه

ټاکل شوې ده چې د چهارشنبې په ورځ  لس بجې د استاد محمد صدیق پسرلي د جنازې لمونځ د کابل په عیدګاه جومات کې ادا شي. له هغه ځایه به بیا جنازه د کابل شهداء صالحین هدیرې ته ولیږدي او خاورو ته به وسپارل شي.

 pasarlay

د استاد پسرلي جسد د سې شنبې په ورځ له نوي ډیلي کابل ته ولیږدید او د کابل په نړیوال هوایي ډګر کې د مرحوم استاد ګڼ شمیر دوستان هغه ته د درناوي لپاره راغونډ شوې وو.

محمد صدیق پسرلی د دوشنبې په شپه په نوي ډیلي کې په روغتون کې د ورپیښې ناروغۍ له امله د ۸۵ کلنو په عمر ساه ورکړه.

pasarlay

ه نوي ډهلي کې د افغانستان له ځوان او با احساسه سفیر، درانه استاد رشید او د سفارت له نورو همکارانو په تیره بیا ښاغلي دلاور صیب نه مننه چې کابل ته د استاد د جنازې د انتقال په برخه کې يې پوره پوره همکاري وکړه.

pasarlay

2 thoughts on “د استاد محمد صدیق پسرلي جنازه دهغه دمینه والو او ادب دوستانو په بدرګه کابل ته ورسیده.”
  1. د استاد په ویر د دوی د یوه غزل په اقتفا کې

    «خیر دی که مې وېلی شي تن واړه لکه شمه»
    زړه مې راته وايي چې نن ژاړه لکه شمه

    ډېر وي تفاوت په سرچینو د دریابونو کې
    څه که ژاړي ژاړي خلک واړه لکه شمه

    پرېږده چې موږ پرېوځو لويي ته دې سر ټیټ کړو موږ
    ته اوسه سر لوړی، لوړه غاړه لکه شمه

    ستا دا لمرین خوی که مې په برخه شي استاده
    شپه او ورځ رڼا شي راته دواړه لکه شمه

    ستا په خاموشۍ مو د هنر ژبه سر توره
    خپلې جنازې ته ده ولاړه لکه شمه

ځواب ورکول محب الله زغم ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *