په غالب ګومان د مشال راډيو وه ، کوم سيميز خبريال يې د پښتو شعري پانګې په ناسټلجيا راسره مرکه کوله، تصادفآ هغه وخت د اروښاد استاد پسرلي د غزلبڼ د مطالعې په جريان کې وم، ښه مې وبلله چې د استاد اثار په ځانګري توګه ورياد کړم ځکه رامعلومه وه چې استاد کلونه کلونه د جلاوطنۍ درد ګاللى وو.
په ادبياتو کې هغه ليک او تخليق چې د جلاوطنۍ په موده کې پنځيدلى وي، د وطن او د خلکو په ارماني انځورونو يې تمرکز وي (Nostalgia) ناسټلجيا بللى شي.
مرحوم ايوب صابر په خپل يو مضمون کې ناسټلجيا کور ته د راستنيدو يو دردناکه خواهش بللى دى، خو د ناسټلجيا تورى د اصطلاح په معنا کې تر ټولو مخکې د سويټرز لينډ يو طبيب جوهانس هوفو په کال (1688) کې د خپل وطن د هغو ټولو معاش اخيستونکو عسکرو لپاره کارولى وو چې د يورپي خانانو لپاره به له خپل وطنه لرې په جکړه کې بوخت وو،او داسې به کور ته د راستنيدو لپاره بې سکونه وو.
د ناسټلجيا دغه خواهش وروسته بيا په ادبياتو کې ځاى ونيوه، چې په ځانګړي ډول د هغو ليکوالو، شاعرانو په کيسو او شعرونو کې به ډيره پاملرنه ورته کيده، کومو ليکوالو، شاعرانو چې د بيلا بيلو سياسي او نظامي ستونزو له کبله د جلاوطنۍ درد ګاله، دا يې د استاد پسرلي په شعر کې عملي شاعرانه تعريف،.
ژيړيه لمره ! ژيړيه لمره !
چې په خير واوړې، بياله خيبره،
زما لپاره، بوسه راوخله،
د وطنوالو،له بامه او دره،
د استاد ځينې څلوريځى چې مالوستي د جديدې ناسټلجيا زيرمې راته ښکارلي،
وطنه باد شوى، درالوتلى،
پيڅه لمن مې، در ښکلولى،
يا لکه مخ په، غرمه کې سيورى،
په سينه ورو ورو، درخويدلى،
په تخنيکي حواله شاعر د شاعرانه انفراديت په سبب د انفرادي تجربې خاوند وي خو په عين حال کې د مشترکو ذوقي مسلو پر بنسټ هغه انفرادي تجربې بيا اجتماعي وګرځي کله چې په شعر کې د ټولنيز رسالت يا د ټولنيزو مضامينو خبره مطرح شي، ناسټلجيا د موضوعي پيرايې ترڅنګ د انفرادي او اجتماعي تجربو زبردسته محصول دى،استاد په پورته څلوريځو کې په ښه فني مهارت د ناسټلجيا تجربې سره ګډې کړي، حتى په ځينو حسي تجربو کې خو يې بيا د ناسټلجيا نارې وهلي.
که مرسته راسره وکړه بې وکه لاس اوپښو
خپل مړى به پر شا په خپل وطن کې ګرځوم
د استاد پدې بيت کې د اندروني درد کيفيت ته که هر څو د مضمون د شدت په حواله د موثرې هنري کارونې رويه غوره شوې، خو په بنيادي توګه د هومر په څو هغو اصطلاحي تعريفونو کې چى د ناسټلجيا په بنيادي علتونو يې غور کړى وو سخت سمون سره لري ځکه هومر د خفګان کيفيت د زړه ماتيدل او د ايل کيدو ژور احساس يې د ناسټلجيا علامتونه ګڼلي وو، زه د استاد د هغه څو شعرونو بيلګې ورکوم کوم چې د هومر د اصطلاحاتو په تناظر کې د ناسټلجيا په کيفياتو کې په عملي تجربوسره ليکل شوي دي،
لار که د فرخار د بلبلانو راته بنده شوه ،
ځه چې پسرليه په نغمو کې وطن ونيسو،
ښايې په پردو څپو کې محوه شم د ځګ غوندې ،
زه که د وطن د غره هوا له ياده وباسم ،
له زړونو خبرمه شي د بيدرد عالم خوږ منو،
له لرې چې د خپل سوي ګلشن په تماش يو ،
په څه هوش ، په کوم هدف، د څه لپاره درومو،
د هيرې سيمې مسافر په ورکه لاره درومو،
په پورته بيتونوکې د ناسټلجيا د سپيڅلواحساساتو او د مختلفوکيفياتو راڼه انځورونه وينو چې استاد د خپلې هنري استادې پرمټ دبيلابيلومضامينو په تناظرکې ليکلي دي،
په ګرم پيښور کې، د سپينو غرونو يادې،
دا شپاړس کاله وينم، کفن مې د زړه نيسې،
که له نفسياتي پلوه د ناسټلجيا بحث د يوه انسان د تاکامل په څو پړاونو کې د هغه ژوند ځيري نو استاد له دويم پړاوه يعني له ځوانى تر بوډاتوبه د عملي ناسټلجيا له کيفيت سره مخامخ وو خو استاد پدې دواړو پړاونو کې مونږ ته هغه د ناسټلجيا کيفيت پداسې هنري تجربو وړندې کوي چې هيڅ بل شاعر يې ممکن د استاد د هنر پر انډول ځکه هم ونه پنځوي چې ډير کله ناسټلجيا د شعارونو تر تاثير لاندي هم راتللى شي، ځکه ناسټلجيا ځينو کره کتونکو ورسته بيا په ادبياتو کې په خيالي يا تصورتي ناسټلجيا هم وويشله،او ليکوالو، شاعرانو په خپلو تخليقاتوکې په پراخه پيمانه ځاى ورکړ خو چې تجربې يې خپلې او دقيقي نه وې نو ځکه هغه هومره اثر هم پکې پاتې نه شو لکه څنګه چې د عملي ناسټلجيا لرونکو پنځونکيو په اثرو کې معلوميږي،
خوشال بابا چې په راتهبور کې د ناسټلجيا له درده تيريده نو ويلى يې وو،
پښتنې جونې دې زلفې باد ته نيسي
چې شمال يې بوى راوړي و رتهبور ته
په پښتو ادبياتو کې له کلاسيکه تر معصرې دورې د ناسټلجيا د کيفياتو ډيرى تجربې وينو او پدې ورستيو کې په پښتنې سيمه د انقلابونواوسياسي بدلونونو په لړ کې زيات شمير شاعرانو، ليکوالو د ناسټلجيا د عملي کيفيت اظهار وکړ چې د اروښاد استاد پسرلي اثار يې له دې پلوه په زړه پورې اثار ځکه هم يادولى شو، چې استاد څو لسيزې د جلاوطنۍ د درد څکه عملي حس کړې وه،
صدیقی صاحب ښه لیکنه دې کړې وه.. پر ښې شاعري ښې خبرې کېږي. خیر دې په نصیب شه.