په ماشومتوب کې به ما ته دې خوند را کاوه چې د خونې منځ ته رالوېدلې وړه وړانګه تر لاسونو لاندې پټه کړم او يا يې راپورته کړم. پر وړانګه به مې لاسونه يو په بل پسې کېښودل، خو هغه به پټه نه شوه. وروسته به مې يو کالی ورباندې هوار کړ او دا ټوکه به بيا راسره تکرار شوه؛ خو زه له دې کشمکشه نه وتم چې ولې وړانګه نيولای يا پټولای نه شم؟
هلته که ما ته چا ويلي وای چې وړې وړانګې ته لپه ونيسه هغه به ستا په لپه کې له ځمکې را پورته شي، نو زه به يو عيني خو غيرحقيقي واقعيت ډاډ ته رسولی وم. نوي شاعران ډېر وخت په دې سوچ کې اوسي چې نوښت او هنريت ولجه کړي. دوی يې د ګټلو په لار کې ډېرو شرطونو پوره کولو ته تيار وي. د دې مثال له راوړلو مې منظور دا دی چې د ښه هنر د پنځولو تنده د هغې وړانګې په لاس کې را اخيستل دي چې ماشوم يې د غولي پر مخ رالوېدلې ويني؛ دلته هم عيني واقعيت ته اړتيا ده چې د هنر ماڼۍ ورباندې ودرېږي. په هنر کې منطقي او علمي استدلال نه کېږي، خپل بعدونه لري چې د هنري لذت، هنري منطق، تخيلي رنګينۍ او فکري رنګارنګۍ او ژورتيا دنيا ته مو ورخېژوي.
هنر او کسب هم په دې بريدونو کې سره بېلېږي چې د يوه کار له عواطفو، تخيل، احساساتو او جذباتو سره دی او د بل وظيفه د واقعي ژوند له غوښتنو سره تړلې ده. مثلاً د يوې کوټې په رغښت او ډيکوريشن کې انځورګر او معمار دواړه برخه اخلي چې د يوه کار له رنګونو، برش، قلمونو او د بل له خښتو او نورو رغښتي لوازمو سره دی. که موږ دواړو ته ځير شو، د يوه له مشغولا به خوند اخلو او د بل له کاره به ستړيا احساسوو. دا ځکه چې انځورګر هنرمن دی او معمار کسبګر دی.
د يو شعر د ښهوالي لپاره دا بس وي چې شعر وي. موږ چې شعر ته د (ښه) صفت کاروو، دا ترکيب تر ډېره منطقي نه دی؛ خو انګېزه يې ممکن د ټولنيزو نزاکتونو له وجهې هر څه ته د (شعر) ويل وي. موږ دلته پر يو شعر خبرې سره کوو.
موږ په ډېرو اوسنيو په اصطلاح شعرونو کې دې ته تمايل وينو چې شاعر د يوې تشبيه په راوړلو ځان ته لويه تېږه ږدي؛ خو اصلاً خبره دا ده چې تشبيه د شعر هدف نه دی، د شعر د روح د اظهار وسېله ده.
د هنر ماهران ښه تشبيه هغه ګڼي چې ژر مو نه ورپام کېږي، دا چاره هله شونې وي چې شاعر شعر تشبيه ته نه وي وقف کړی؛ بلکې تشبيه يې د شعر خدمتګاره ګرځولې وي. همدې ته ورته نظر د قافيې په برخه کې هم موجود دی. وايي چې هغه قافيه د هنري ارزښت څښتنه وي چې د قافيې خيال نه ورباندې کېږي. د تشبيه دغسې ماهرانه کارول په دې بيت کې ننداره کړئ:
د يوه نيم فکر لکه سيوری د قلم پاتېږي
نور له هر چا بس د عمل نقشِ قدم پاتېږي
د قلم سيوری د قلم په وسيله خپور شوي فکر ته هم تعبيرولای شو، دلته لولو چې د هر چا فکر او علم هم پاتېدونکی نه دی. يو-نيم به پيدا کېږي چې د علم پلوشې يې لرې ورسېږي او د ده له مړينې سره و نه مري. که د انسان د تعقل او تخيل محصول لکه د قلم سيوری داسې پاتې شي که نه شي، نور د عمل نقش قدم پاتېږي. د عمل نقش قدم نو که ښه وي که بد وي، له هر يوه به پاتې وي؛ خو هغه يو نيم دی چې د قلم غوندې پلونه پرېږدي.
په دې شعر کې پروت فکر که نېغ وړاندې شي، بيا به هم فکر وي؛ خو د هنر خواږه به نه لري. دلته شاعر د ايجاز او هنر په ژبه او د يوې ناڅرګندې تشبيه په مټ –چې د فکر او د قلم د سيوري تر منځ موجوده ده- مخيل فکر وړاندې کړی دی او د هنر د کنارو ځيرک نندارچيان يې محسوسولای شي.
هر دم فنا، هر دم بدلون راته په ډاګه وايي
نه عالمان، نه يې علمونه، نه عالم پاتېږي
موږ د کوزې پښتونخوا د ډېرو شعرونو په څېر ناهنري مبهمو خبرو ته له فلسفې مالامال شعر وايو. ګنګس او مبهم شعرونه او خوږه او نغښتې فلسفه يو تر بله خپلوي نه لري. فلسفه که په خپل وجود کې د تعقل او تحقيق پليونې ده، خو چې شاعرانه شي بيا يې پند هم د خوند ښکلي کالي اغوندي. دغه کالي د هغې اصلي وجود ته بدرنګه ابهام نه وربخښي، بلکې د ښايست رڼا يې ور ځلوي.
په دې بيت کې فنا او بدلون ته تشخص يا پيرسونيفکشن ورکړل شوی، خوله يې خپله کړې او بيا ترې اورو چې لکه عالمان، علم او عالم داسې مهم او نسبتاً تلپاتې شيان هم پاتېدونکي نه دي، له منځه به ځي. کله چې د زورور او باوري شي زوال يقيني شي د کمزوريو د محوه کېدا پوښتنه نه وړاندې کېږي.
دلته فنا او بدلون له انسان سره تشبيه شوي دي او بيا مشبه به (چې انسان دی) ړنګه شوې او د قرينې (وينا کول) يادونه يې شوې ده؛ خو دلته شاعر په دې غم کې نه دی چې دغه استعاره راته ډال ډال کړي، ولې هغه يې د بيان د إبلاغ په چوپړ لګيا کړې ده. د دغه شعر فلسفي اړخ همدا دی چې د ژوند کردار ته مو ځير کړي او هنري لوړاوی يې په دې کې دی چې خبره نامستقيمه، اهنګينه او پر شاعرانه استدلال ولاړه بيان شوې ده.
غم او ښادي يې دي هر زړه ته مساوي ورکړي
خو سرور زښته له پښو سپک دی، ځکه غم پاتېږي
دلته شاعر د خپل درانه غم د سپک ښوولو او د ډاډ خپرولو په خاطر وايي چې خدای پاک هر زړه ته غم او ښادي په يوه اندازه وېشلي؛ مګر خوشالي له پښو ډېره چابکه ده، چې مخ ور اړوې دا بيا تللې وي، غم چې دروند دی، نو تر ډېره راسره اوسېږي. په غزني کې خلک دغه اصطلاحوې چې پلانی له پښو سپک دی، پښې يې سپکې کړې ډېرې کاروي. غم نو لکه ساده مېلمه پښې غځولې وي او د کوربه د تندي د کرښو د لوستلو سواد نه لري.
موږ په خپل ادب کې د ډېر تکرار شاهدان يو، کابو په هر شعر کې اورو چې غم ايره کړم، وسوځېدم يا خوشالي نه شته چې وخاندم او يار نه راځي؛ خو د دې شعر کمال دا دی چې لومړی مو يوې خونې ته ورننباسي، هلته انځورونه راته ځړوي موږ يې وينو. يعنې داسې منظرکشي پکې شوې چې صحنه ترې جوړېږي.
موږ ته شاعر بيان نه کوي، موږ ته شاعر همدغه احساس تمثيلوي. موږ له محسوس چاپېرياله د تخيل په وزرو د کرارۍ جزېرې ته وړي. هلته چې تش سکوت اورو او د مادي لالهاندۍ شور ګونګ وي. هلته چې يوازې ارام ووري او د ښکلا راتګ ته د انتظار شغلې ناڅي. د ښه هنر خاصيت دا دی چې له مادي عالمه مو ولېږدوي. هنر د نشې ورور راته ښکاري، هنر د سپېڅلي لېونتوب څکه ده. هنر هغه دنيا ده چې د غم په نامه څوک يې لا ندی پېژندلی. البته دا خبرې مې په دې معنا نه دي چې يوازې رومانټيکه خوا ونيسو.
په ادبياتو کې يو بل بحث د کليشهيي مضامينو د تکرار دی چې نوښت يې صفر ته ور ضرب کړی دی، خو که رښتيا ووايو نور د کليشې په اړه بحث هم کليشهتوب ته ور نږدې شوی ښکاري؛ ځکه ډېر اورو چې نوښت په کار دی، نوښت وکړئ او نوښت نه شته.
زما نظر دا دی چې که نوښت خلکو ته په نظري مثالونو کې څرګند نه کړو، د نوښت نوم به زوړ کړو. همداسې که له ادبي توافقاتو سره د نوښت په هيله اړيکه پرې کوو، هغه د چا خبره د پښو پر ځای په لاسو د حرکت تکل کوو.
کېدای شي څوک دعوه وکړي چې ليلا او مجنون دوه هغه نومونه دي چې عشقي شاعري يې د تکرار په بېخوندۍ اخته کړې ده. که ووايو چې ايا دا نومونه او يا دې ته ورته نور اکثره يادېدونکي لفظونه لکه « بارخو، زنه، اوربل، سترګې او لب…» کليشه شوي دي، بايد نور يې له يادولو ډډه وشي؛ نو ځواب منفي دی. ځکه نوښت دا نه دی چې له ډکشنري نوي لغتونه را وايستل شي او داسې په بيتو کې استعمال شي لکه د ښوونځي استادانو چې به جملې راباندې جوړولې. نوښت اصلاً د ليدلوري په تنوع کې پروت دی، د ليدلوري تنوع دا ده چې د هر څه انځورولو ته زاويې بدلې کړو. په لاندني بيت کې ليلا و مجنون او حاتم (حاتم يو عرب شاعر چې په سخاوت کې ډېر مشهور و.) داسې ياد شوي چې د نوښت د اعلی مثال رنګ يې جوت دی:
تر څو چې کين او خشونت وي مجنون مړ مه ګڼئ
څو وي مرض د مفتخورۍ نوم د حاتم پاتېږي
دلته سيمبولیک کليشهيي نومونه په روايتي او تقليدي ډول نه دي راوړل شوي او شاعر د خپل ليدلوري له کړکۍ ورته کتلي دي. د دې بيت له لوستلو سره پر اهل ذوق انسان باندې د رنګينې هيښتيا جذبه غالبېږي؛ ځکه موږ په وار وار د مجنون صفت اورېدلی و، موږ تل تل د مجنون غم ته حيران پاتې وو، موږ همېشه د ليلا او مجنون د بېلتون اور ته زړه کباب کړی و؛ مګر موږ نه و خبر چې داسې څوک به هم پيدا کېږي چې موږ ته د مجنون د يادېدا سبب په يو روڼ شاعرانه سحر بل څه ثابت کړي. موږ ته اوس دا احساس پيدا شو چې مجنون د خپلې مينې په زور مجنون نه دی، بلکې زموږ د کينې او خشونت په زينو د شهرت بام ته ختلی دی. همدا ډول زموږ مفتخورۍ له حاتم څخه د سخاوت اعلی مثال جوړ کړی دی. که انسانان مفتخواره وي، سخا به پکې نادره شي او سخي به مافوق البشر موجود و ګڼل شي. په دې بيت کې يو عجيبه موسيقيت شرنګېږي چې د تخيل ښکلا ته يې نور رنګ هم ورکړی دی. مثلاً د (و) نهه ځله تکرار، د (م) اووه واره راتګ او د (ت) توري پنځه ځلې موجوديت پکې د يادولو دي او هر توری چې مناسب تکرار شي، د شعر داخلي موسقيت پياوړ کوي.
بله دا چې په دې بيت کې رديف د دې غزل له ځينو نورو بيتونو سره د رنګارنګۍ توپير لري، يعنې رديف په دې غزل کې تر پايه په هممعنا بڼه نه دی تکرار شوی. هغسې چې زموږ د پوهنتونو له عربي فنونو کاپي شوي چيپټرونه چې يې معرفي کوي.
دلته د (پاتېږي) معنا ميراتېدل نه دي، يادېدل دي. د رديف تنوع د يو غزل يوه بله اضافي خو خوندوره هنري ځانګړتيا ده چې د پښتو په معاصر غزل کې اوس پرېمانه سترګکونه وهي. د رديف او ډېرو نورو ادبي صنعتونو په اړه تر اوسه زموږ خپله تيوري ډېره خواره ده، دغه مهم خو جلا بحث دی چې د پردۍ ادبي فني تيوري مطلق تطبيق زموږ د ادب مثبتې خواوې هم منفي تعبير کړې دي.
په شاعرۍ کې د کايناتو او وجود په اړه د بحث موضوع هم پراخه موضوع ده؛ خو ځينې پکې يوازې وچې او بېخونده ګنګس پوښتنې مطرح کوي. دغه کار هله خوندور او ښکلايز کېدای شي چې د هنر او فلسفې انسجام پکې رعايت شوی وي. که د هنر تله پکې سپکه شوه، شعر ورکېږي او ځای يې فلسفي مباحثې ته پاتېږي. که د فلسفې وجود پکې زخمي شي، پر فلسفه سربېره يې هنر ته هم تاوان رسېږي؛ ځکه چې د رنګونو نامناسب امتزاج بېخونده انځور رسموي. د فلسفي هنر او هنري فلسفې بريد همدلته تعيينېږي. په لاندې بيت کې تاسې د وجود، عدم او مطلق عدم د ابعادو په اړه هنري شوې اندېښنې ليدلای شئ:
يو وخت به ستوري او لمرونه په تيارو کې وي ډوب
خو چې تيارې به بيا تر کله په څه چم پاتېږي
دلته د کهکشانونو وسعت محسوسولای شو. په دې بيت کې لمر يو نه دی بلل شوی، بلکې د رڼا د سيمبول په توګه ډېرې د نور منابع را تداعي کوي. همدا راز د داسې تيارو تصور انځور شوی دی چې لمر هم تت کولای شي، حال دا چې لمر د تيارې پر غاړه د رڼا چاړې سرې کوي. د بديع او بيان د فنونو له لحاظه هم ښه پرېمانه رنګينتيا لري چې دلته بيا هم د شعر د باندنۍ ښکلا د پنځولو په خدمت کې دي او داسې نه دي شوي چې شاعر په بيت کې د فننو نندارتون جوړوي او هدف يې ورک وي. دلته تياره له يو ستر تور سمندر سره تشبيه شوې ده چې راڼه ستوري او سپين لمرونه به پکې پو پنا کېږي. وروسته مشبه به – چې سمندر دی- حذف شوی دی او له لوازمو څخه يې ډوبېدل ياد شوي چې د بيان په علم کې مکنيه استعاره ورته وايو. د بيت له بشپړ لوست وروسته هم دغه فلسفيانه اندېښنه يا پوښتنه همداسې لاينحله ده او په دې سره د تخيل د پارېدلو وسېله ګرځېدلې ده. شاعر وايي چې د دې اجرامو او اجسامو ورکه خو به ومنو چې په يوه لويه تاريکه کې به غرق شي؛ مګر دا نو نه ده څرګنده چې دا تاريکۍ به تر کله او څنګه پاتې وي!؟
د عدم د عدميت لپاره لاندې بيت تقريباً له پاسني بيت سره ډېره معنايزه فاصله نه لري، ورته تم شئ:
که عدم پاته شي پايښت خو خدايي صفت دی
نور نه هستي د پاتېدو ده، نه عدم پاتېږي
که ځير شو مخکې دا پوښتنه راولاړه شوه چې د عدم د تاريکيو سمندر به تر کومه او څنګه په خپل حال موجود وي؟ دلته شاعر د نهايي ژور فکر په زور دې ځای ته رسېږي چې که بالفرض عدم تل ترتله برقرار پاتې شي؛ نو دا خو خدايي صفت دی. کله چې عدم (العياذ بالله) له خدای سره د ذات په تثبيت او بقاء کې -چې د الله جل جلاله ذاتي صفت دی- مشابهت پيدا کړي، نو خو د دوو خدايانو وجود ضروري شو؛ ځکه محوه کېدل خو د مخلوق خاصيت دی.
شاعر په دې تخيلي اسمان کې پخپله دې نتيجې ته رسېږي چې عدم هم نه پاتېږي، له منځه به ځي. کله چې دعدم له منځه تګ يقيني شي، ضروري ده چې د يو بل حقيقي وجود دنيا ته ستانه شو. دلته عجيبه دا ده چې موږ دا کومه عقيده لرو، هغه يې په فلسفيانه دليل اثبات ته رسولې ده. که هستي نشت کېږي، نشت هم نشت کېږي -چې پايله يې ابدي شتون دی- په اعتقادي نظر سربېره د فلسفې په مټ هم ويلای شو چې ماټرياليزم هم د ابديت وجود نه شي نفي کولای؛ ځکه ماده کمي او کيفي تغيير دواړه کولای شي او يا يې کوي. کمي تغيير ورو او نه احساسېدونکی او کيفي تغير ژور، ناڅاپي او ژر احساسېدونکی وي… په شعر کې د فلسفې وجود همدغه دی چې په ادبياتو کې ډېر کله رانه ټکنی کېږي.
کله چې غزل پای ته رسېږي شاعر هم پر دې قانع کېږي چې توپان يې پنځولی دی. پخپله وايي، تر څو چې ښکلا خريداران لري، ستا هنر ته به هم سترګې وراوړي او د زمانې په المارۍ کې به باذوقه او د ژور فکر او لوړ تخيل څښتنانو ته د نمونې حيثيت لري. د غزل وروستی بيت داسې دی:
تر څو چې ښکلي هنرونه ځان ته بولي نظر
رنګين اشعار به پسرليه! د تا هم پاتېږي
د استاد پسرلي غزلونه هغه خزانې دي چې تر اوسه لا د تورو ليکو له مارانو نه دي اخيستل شوې. لکه کاظم خان شيدا چې دا بيت د پسرلي صاحب د شعر په حق کې هم ويلی وي:
هر غزل مې لکه ګنج پوشيده پروت دی
د سطور ماران يې کا نګهباني
د داسې مومن خان نقاد په هيله چې دغه غمي د مارانو له خولو دباندې را وباسي. د ادب شيش محل لا پرې وپسولي او نړۍ ته خپل معاصر شهکار غزل د ننګونې غوندې وبرېښوي. دا هم ضرور ده چې د استاد پسرلي د شاعري منفي اړخونه کشف شي. دغه کار هله اسانه کېږي چې په مختلفو معيارونه يې و ارزوو؛ خو خبره دا ده چې موږ د دغه «پسرلي» له ډېرو ښايستونو او رنګونو اوس هم ناخبر پاتې يو. داسې لکه د ړندو پر ښار چې بهار شي، ځکه خو يې سر له اوسه په نيمګړتياوو پسې لاس وهل راته سخت دي.
. باس په پریموني کې یوه نیالیچه تشه غوږړېدلې وه.اوس هلته پسزلی او سا هو ناست دي د نورو درځن سوز ګورو له پاره يې هم ځای پریښی
دېره ښکلې لیکنه ده. ما تراوسه د استاد پسرلي پر شعرونو په دط اندازه فکر نه و کړی او علت یې هم دا و چي چندان پري نه پوهیدمږ خو تاسو ډیر ښکلی تشریخ او توضیح کړی دی.
د داسي ادبي لیکنو توقع لرم. تاند دې اباد وي . لیکوال ښه او کامیابه هڅه کړې ده. خوښه مې شوه.
بابر- کابل
غزل مو ډېر ښه څېړلی دی، هر اړخ ته يې متوجې شوي ياست، رب دې قلم تاند لره او د پسرلي صيب! به مو تل په زړونو کې باچا وي، ځکه هغه د ولس په ژبه غږېدلی، همدغه ژبه يې سندريزه کړې ده.
پسرلي صيب! ته د مغفرت او تاسو ته د بريا دعا کوم.