تاند – ټاکل شوې ده چې د استاد محمد صدیق پسرلي جنازه  له نوي ډیلي څخه کابل ته  د سه شنبه په ورځ انتقال شي. د جنازې په انتقالیدو کې په نوي ډيلي کې د افغانستان سفارت مرسته کوي.

په عین وخت کې په کابل کې د افغانستان ولسمشر حامد کرزي د استاد محمد صدیق پسرلي پر مړینې د خواخوږۍ په خپاره کړي پیغام کې د ډاډګیرنې مراتب د نوموړي کورنۍ، دوستانو، د هیواد شاعرانو، لیکوالانو او د کندز ولایت خلکو ته وړاندې کړې دي.

د استاد پسرلي پر مړینه یو شمیر نورو سیاسي شخصیتونو هم خپل نظر د انټرنټ له لارې له افغان لیکوالو او د پسرلي له کورنۍ سره شریک کړی دی.

د دغو شخصیتونو په ترڅ کې د جمهوري ریاست انتخاباتو ته کاندید ډاکټر اشرف غني احمدزي د استاد پسرلي پر مړینه د خواخوږۍ د مراتبو د څرګندولو لپاره ویډیو کلپ پیغام خپور کړی دی او په خپل خپاره کړي پیغام کې وایي چې ده د استاد له اشعارو، کیسو، ناولونو او مخصوصا د هغه له ویناو نه ډیر څه زده کړې دي.

ډاکټر صاحب اشرف غني زیاتوي چې استاد د خاصې تقوا څښتن و، هیڅکله یې قدرت ته سر ټیټ نه کړ، حق ته یې هروخت حق ووایه او پر باطل یې تل انتقاد وکړ.

د ولسمشرۍ انتخاباتو ته کاندید احمدزی صاحب وایي، دا ښکاره ده چې په راتلونکو لسیزو او پیړیو کې چې څرنګه د خوشال بابا او رحمان بابا پر اشعارو او نظریاتو بحثونه کوو، په پسرلي به هم راتلونکي نسلونه غږیږي او ترې زده کړه به کوي.

د مرحوم پسرلي پر مړینه د فیسبوک، ټویټر او انټرنټ پاڼو له لارو ګڼو لیکوالو خواخوږي څرګنده کړې ده.د ډیورنډ د پولې پورې غاړې یو شمیر لیکوالانو هم د استاد پسرلي پر مړینې تاثر څرګند کړی دی. د لیکوالو ترڅنګ د سیاسي شخصیتونو په ترڅ کې د خیبرپښتونخوا منلي سیاستوال افراسیاب خټک خپله غمرازي د افغان ادب له کهول سره شریکه کړې ده.

استاد محمد صدیق پسرلي د دوشنبې په شپه په نوي ډیلي کې په یوه روغتون کې ساه ورکړه.

څه به په غربت کې « پسرلیه» ټولوم حواس

مینې مې د ګران وطن په غرو رغو شیندلی یم

15 thoughts on “د استاد پسرلي پر مړینه د سیاستوالو خواخوږي”
  1. د خدایبخښلي استاد پسرلي په ژوند او آثارو چې کومو قلموالو خپل احساسات څرګند کړيدي د ډېر قدر وړ دي ، د پیاوړي اشرف غني احمدزي صيب څخه منـنه کوو چې رڼاېې پرې واچوله ،همدارنګه دکرزي صيب اوپه هند کې د افغانستان د سفارت څخه یو عالم منـنه چې د استاد حق ېې پرځای کړ

  2. تسلیت پیغام
    د هیواد د ملي شخصیت، لیکوال او شاعر ارواښاد استاد محمد صدیق پسرلي د مړېنې له کبله، د لوی خدای له درباره هغه ارواښاد ته جنتونه او د هغوی درنې کورنۍ ته د زغم غوښتنه کوم

    آنجینر رحمــــــت الله (ځــــــــلاند )ځـــــــــــــــــــــــاځـــــــــــــی

  3. انالله وانا الیه راجعون

    د پښتوادب نامتو شاعر ، لیکوال اوپه ځانګړي ډول د پښتوغزل داسمان ستوری اوحقداره استاد ، ارواح ښاد استاد محمد صديق پسرلی دي پاک الله وبخښي،جنتونه دې نصيب سي.
    غمونه دي ورک سي ! د ارواح ښاد کورنۍ ،خپلوانو او د پښتو ژبي خواخوږو ته دي رب العزت د زړه صبر ورکړي .
    اوکراين ـ ادېسه
    افغان منورين

  4. دا لومړی ځل دی چې د افغانستان یو سفارت د هېواد د یوه رښتیني بچي خدمت کوي، خدای د پسرلي صاحب وبښي او جنت فردوس د ورته نصیب کړي کورنۍ او د خواخوږو او د افغانستان د ادب ټولو مینه والو ته د الله د زړه صبر ورکړي ، واقعا پسرلی صاحب د افغانستان د ادب یوه نه هیریدونکې څیره وه چې ښایی تر ډیره وخته یې تش ډکه نشي .

  5. ارواښاد استاد پسرلی صیب ته دی خدای جنت فردوس وپه برخه کړی اوکورنی ته دی خدای د زړه صبر وکړی

  6. مه غواړه ابرو په عالیجاهو کي
    پورته منزلونوته نم نه خیژي

    لار د بر ختلو سرکوزي غواړي
    غرونو ته چې ځو نه شي خم نه خیژي

    درناوی

  7. الله(ج)دپسرلی صاحب ته جنت ور په برخه کړی.د تاند له اداره څخه پر هرلوری مننه.که دپسرلی صاحب دشعرو کتاب د لستو امکانات موژ ته را برابر کړی نو ډیره ډیره مننه.

  8. دغزلبڼ شاعر ارواښاد استاد محمد صدیق پسرلي په مړینه دټاکنو دخپلواک کمېسیون د دارلانشاء رئيس ضیاءالحق امرخیل دخواشینۍ پيغام!

    په ډیرې خواشینۍ سره مو خبر ترلاسه کړ چې د ژبې، قلم او کلتور ستر استاد محمد صدیق پسرلي دخپل ژوند سره مخه ښه وکړه.
    انالله وانا الیه راجیعون

    د پښتو د ادب وتلی، منلی او دروند استاد محمد صدیق پسرلی دحق لارې د لارویانو په څیر دهېواد په ترینګلو او حساسو شېبو کې ددې وطن د دفاع او ازادۍ لپاره خپله قلمي مبارزه او جهاد هغه مهال پیل کړه چې له هېواده لرې په مهاجرت کې په کمو امکاناتو یې دژوند شپې ورځې تیرولی، استاد د مبارزو او هلو ځلو په نتیجه کې د ژبې، کلتور او پښتو شعر او شاعرۍ ګرم بنډار تر کلیو او بانډو ورسید، استاد ددې مدرسې د ستر مرشد او لارښود په توګه دپښتو ادب دغه سمسور ګلونه یو پربل پسې کرلي او په خپلو خولو او کوښښونو یې خوړبه ساتلي او پاللي دي.
    د پښتو ادب په غوړاوي کې که دسترخوشحال بابا کورنۍ هلې ځلې تر هرچا پټې نه دي لرې نه ده چې موږ ووایو د استاد پسرلي کورنۍ دخوشحال بابا تر کورنۍ وروسته دپښتو ادب او کتلور دمخکښانو په توګه د پښتون ولس په چوپړ کې پاتي شوي دي.
    داستاد پسرلي مړینه په خپل ذات کې یوه تشه ده خو له نیکمرغه د استاد کورنۍ او له ارواښاد څخه پاتې اثار او دهغه شاګردان به دغه روان ګړندی بهیر لا سمسور او غوړیدلی ساتي.
    په پای کې د ارواښاد استاد صدیق پسرلي په دغه ستر غم سخت خواشیني یو،ارواښاد ته دالله (ج) څخه فردوس جنت او کورنۍ ته یې جمیل صبر غوښتنه کوم.
    په درنښت

    ضیا الحق امر خیل
    دټاکنو دخپلواک کمیسیون د دارالانشاء رئيس

  9. قالو انالله وانا اليه راجعون
    !خدای پک د صديق پسرلی صيب وبخشي ، دده په مرګ پښتو خواره شوه
    ددپسرلي صيب برکت دې خدای پاک دهغه په زامنو کېږدي !
    او دپسرلي صيب زامن دخدای پاک له خلقيی، پرچمي او افغان ملي ويروس څخه وساتي
    !او په اسلامي ، پښتني لار يې برابر کړې

  10. په ډېرې خواشينۍ سره خپر شوم چې دپښتو ژبې تکړه شاعر ،ليکوال او ژورناليست استاد محمد صديق پسرلى په حق رسيدلى دى دخپلې خواخوږۍ مراتب دده کورنۍ دوستانو او دافغانستان فرهنپال ملت ته وړاندې کوم الله (ج) دى وبخښي او کورنۍ او دوستانو ته يې دجميل صبر غوښتنه دالله له له رباره کوم _په درنښت

  11. ارواښاد استاد محمد صدیق پسری د افغانستان تکړه شاعر او لیکوال و ددی په کلام او شاعری کی پوره حکمت وو او موږ په دی سترګی پټې نه کړو چی د افغانستان لپاره ستر خدمت کړی دی او ددی ضایع کیدل او د خپلی خاوری او خلکو سره خدای پانی کول د ټولو افغانان او پښتنو زړونه یی غمجنه کړه دی خپل ټول عمر د هیواد د خدمت لپاره وقف کړی و او ډیر شمتن آثار یی د خپلو هیوادوالو لپاره پریښی دی چی ټول باید د دی د لیکولو او اشعارو څخه په ښه توګه ګټه پورته کړي.

  12. دهیواد دسترملی شخصیت، لیکوال، شاعر او دادب دبڼ مالیار استاد پسرلی صاحب له غمجنی مړینی خبرسوم، زه جی په دغه ستر غم کی څان شریک ګڼم دلوی الله له درباره دغه سپیځلی انسان ته دفردوس جنت دعا کوم اوخپل دخواخوږی مراتب ددوی درنی کورنی او دافغان ادب دډګرمینه والو ته وړاندی کوم. روح دی ښادوی
    په درنښت
    محمدظاهر بابری -اتلانتا

  13. مرحوم خدای بخښلی استاد محمد صدیق پسرلی می نه پیژانده، د ۱۹۹۶ کال د مارچ ۲۱مه شپه وه چی دامریکا غږ په راډیو کی د ښاغلی استاد سعدالدین شپون له پلوه دنوی هجری لمریز کال د لمړۍ ورځی (بسرلی) په مناسبت پروګرام جوړ شوی وو، د پروګرام میلمه مرحوم استاد پسرلی صاحب وو، دهمغی شپی د خبرو تر اوریدو وروسته می پسرلی صاحب په زړه کی ځای ونیوه له هغه وروسته می کوښښ داووو چی د ده خبری همیشه واورم او لیکنی یی ولولم، اوس می نو استاد په مکمله معنی پیژندلی وودده مړینه دافغانستان لپاره یوه لویه ضایعه ده له همدی کبله ټولو افغانانو او په ځنګړی توګه د مرحوم استاد درنی کورنۍ ته د جمیل صبر غوښتنه کوم

  14. لومړی له ټولو دوستانو څخه مننه پکار ده چې، د پښتو شاعران نازوي، او له مړینې څخه وروسته یی، د دعاګانو په راټولولو کې هڅه کوي. لوی خدای ج دې ټول مسلمانان، او ټول تللي شاعران او لیکوالان وبښي.

ځواب ورکول ظفر خان ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *