کل رحمن رحماني

    وايي چې د لویوانسانانو ارمانونه هم دهغوی په څېر لوی وي او هیلې يې ددوی له مرګ سره نه مري. په دې حساب د ژوند له بېلابېلو اړخونو څخه د هغوی مشاهده او اخیستنه هم تر عادي انسانانو کره او ستره وي. دوی چې په نړۍ کې یواځې د ځان لپاره ژوند نه کړي، همداسې د بېلګه ییز او لارښود ژوند تر څنګ خپلو خلکو ته هم د هغوی خامۍ او د لوړتیا ټکي په ډاګه څرګندوي.

   دا ورته وايی، چې دا لار مو د هوساینې او دا لاره مو د بربادۍ کندې ته وړي، که غواړی پست ژوند وکړی دا او که غواړی یو عالي ژوند ولری، نو د ورتګ لاره او اسبابونه يې دادي. زموږ د زمانې ستر انسان استاد محمدصدیق پسرلی له دې نړۍ کوچ وکړ، خو خپلو لوستونکو ته يې په خپلو غزلونو کې د عالي ژوند ګڼ پیغامونه پرېښي، چې درک، اخیستنه او ورباندې عمل زموږ دنده ده.

  که څه هم غزل د تعریف له مخې د مینې، راز و نیاز، ښکلا او مینتوب خبرې راته کوي، خو ستر شاعران خپله موخه او پیغام په دې نازک شعري فورم کې هم په ډېر مهارت ځایوي او د یوه ماهر طبیب غوندې خپل دارو له دې لارې خپل لوستونکي ته لېږدوي.

pasarlay   که د اروښاد پسرلي د غزلونو کتاب( غزلبڼ) کتل شي، نو د عالي ژوند په ګڼو پیغامونو مالامال دی. زه ورڅخه د خپلې مطالعې اخیستنې، چې څه مې دهغه په ژوند او څه دده له مړینې وروسته اخیستې؛ له تا سره شریکوم.

تر ټولو وړاندې خپلې خبرې دده په هغه بیت پیلوم، چې له کلونو راهیسې مې په ذهن کې انګازې کوي او د یوه عالي او سرلوړي ژوند درس په کې پروت دی. استاد راته وايي:

یوه شپه لکه شمعه هسکه غاړه ژوند

ارزي خدایږو سل کاله عادي ورځې

∆∆∆

ژوندون هغومره نه دی چې غوصه هم په کې ځای شي

د زړه پالنګ چې پرېنږدې دښمن ته وا، ښه

∆∆∆

د پت د ژوند لپاره واړه عمر بویه جهاد

ښه اس لایق شي د چړې که له جهاده ووت

کوم اوسیلی چې د مظلوم له سوي زړه را وځي

بېداده نه شي پاتېدی که له بېداده ووت

بې رهبره او بې امامه ژوند لار ورکی وي. منزل ته د رسېدو لپاره بویه چې یو لارښود مشر تر مخ وي او  ټول پسې روان شي، خو که رهبران ډېر وي او لارې هم بېلې، نو افغانستان په تېرو لسیزو او کورنیو جګړو کې ددې وضعیت یوه ښه بېلګه ده، چې زیاتې تشرېح ته ضرورت نه لري. خوشال بابا پېړۍ پخوا  فرمايلي دي:

چېرته پسې درومم په کوم لوري به یې مومم

ورکه مونده نه شي بې سراغه بې رهبره

د استاد پسرلي په شعرونو کې ډېر ځله د یوه غوره او اډیال رهبر یا مشر یادونه شوې، خو دی بیا رهنما او مشر ته خپل ځانګړی تعریف لري او بې رهبره ملتونه بې تورو الفاظ ګڼي، چې معنی یې نه وي. د مشر په رنګ او روی باید تېر نه وځو، ځکه چې رنګ او ښایست له یو بل سره نه دي تړلي. استاد راته وايي:

کوم یو ملت چې رهنما نه لري

هغه الفاظ دي، چې معنی نه لري

رنګ او  ښایست نه دي تړلي سره

اوبړۍ هم شنې وي، خو ښکلا  نه لري

استاد پسرلی همدارنګه هغه کس مشر او رهبر نه بولي، چې د شیطان غوندې په خپلو جمرو کې ننوتی وي او د ملت له سترګو پناه ژوند کوي. که خپل معاصر تاریخ ته ځير شو، ددې هېواد ډېرو مخپټو مشرانو او مصنوعي رهبرانو په یوه حکم او پرېکړه ولسونه د پردو په لاس تباه او د جګړو خوراک کړل، خو ډېر داسې ښاغلي د پردو اجنټان وو، ولس په وینو کې لامبل او دوی ځانونه په خپلو شیش محلونو کې پټ کړي وو. استاد پسرلی په دې اړه  فرمايي:

مجبور د بل په خوښه پل اخلي پردي اجنټان

د سولې غږ خو د سطرنج له مهرو نه راوځي

هغه لیډر نه دی، درځئ، چې په جمرو یې ولو

چې د شیطان غوندې له خپلو جمرو نه را وځي

په ورته وخت کې بیا که رهبر یا مشر په ځان کې دا ځانګړتیا نه پیدا کوي او ځان له اولس اوچت او یا هم د پردو په زولۍ کې اچوي، نو بیا ولس اړ نه دی، چې پټې سترګې یې متابعت وکړي، په داسې حالت کې نو ځیرک هغه دی چې لاره او سنګر بدل کړي.

نه زوړ منطق چلېږي یاره نه زاړه فکرونه

ځیرک زلمی په تاوده جنګ کې هم سنګر بدلوي

په ملتونو کې بله ستونزه او هغه څه چې ولس له وړاندې تګ پاتې کوي، خپل منځي شخړې او اختلافات دي. دا ستونزه که له یوې خوا دښمن ته د لاسوهنې چانس ورکوي، له بلې خوا نوي نسلونه د عمرونو لپاره د مثبتې سیالۍ له ډګر پرېباسي او پر ذهنونو کې یې د دښمنۍ ویروس ورپېچکاري کوي. پسرلی صاحب راته د دښمنۍ په اړه وايي:

د ښمني څه وي؟ د ورورۍ لاس له یوه بل سپمول

قام له دې ډنډه به جنبو او پرو نه را وځي

∆∆∆

کینه په زړونو کې شي اور د سرې

چې تاو یې ډېر وي، خو رڼا نه لري

دی وایي، چې ملتونه باید وېښ وي، خپل منځي دښمني پرېږدي او هغو دامونو ته ځير شي، چې د نړۍ جاهلو مشرانو او ادارو نه، بلکې لوستو ورته اېښي او د استعمار بڼې ته یې معاصر رنګ ورکړی دی. مشران باید په لوړو خطابونو او نومونو تېر نه وځي او نه یې هم د کاذب شخصیت خپلولو هوا مست او هوايي کړي.

په ځان کې ورکه کله نقض کله ګټه راوړي

ځینو اشخاصو ته شي لوړ لوړ خطابونه لومې

کتبي دامونه هم شته وږیو ملتو ته اېښي

چې عنوانه  یې دانې دي او بابونه لومې

خو که چېرته پراخ نظری ولري، په هر چا پسې ولاړ نه شي، نو یواځې چې ځان ته به یې ګټه رسولې وي، بلکه د شمعې غوندې به پرې د نورو محفل هم روښانه وي. دا موضوع خپله استاد په خپل ژوند کې هم عملي کړې وه او هېڅوک به هم داسې ونه مومو، چې دهغه د فرهنګي مبارزې او شخصیت سره دې اختلاف ولري. علت یې واضح دی او هغه دا چې استاد پراخ نظره او دور اندېش انسان و.

د هر چا محفل به روڼ کا خپله لار هم

هر سړی چې لکه شمعه دور اندېش شي

هر یو څاڅکی به یې ښه زړه ورته دُر کا

د صدف غوندې قانع چې په خپل وېش شي

  له حق نه سترګې پټولو یا د حقیقتونو پټولو خلک لار ورکي کړي او له خلکو يې د حقیقت لاره ورکړه کړې. استاد پسرلی وايي، چې ډېر حقیقتونه له وختونو سره وېلې کېږي، خو هغه کس افغان نه دی چې د مرګ په خوله کې هم حقیقت هېروي. دی ددې موضوع په اړه راته وايي

ډېر حقیقتونه له وختونو سره ويلې شي

لکه په کنګل لیکلي توري پاتې کېږي نه

∆∆∆

افغان نه دی چې واخلي د وطن له مینې لاس

منصور غوندې چې حق په سر د دار هېروي

∆∆∆

لېوني ورپسې نغاړی، نالیدلې صحراګانې

د اخور په لور په خپله هر فرس اخلي ګامونه

خو د استاد وینا داده، چې خپله له حقیقت نه ځان خبرول او د ژوند له سختیو سره اشنا کېدل، انسان ته د ژوند خواږه ور ویني ، د انسان شخصیت په ستونزو او کړاوونو کې روزل کېږي او د نورو له درده خبرېږي.

د ژوند په حقیقت به مونږه ځان وي خبر کړی

په څړیکو کې که واړوو له غمه سره کښېنو

د ژوند خواږه به موږ هم د مچیو په څېر مومو

څو شپې که په خپل کور کې خاطر جمه سره کښېنو

∆∆∆

شیرينې! نه مري په هنر کې اوبه کېږي مین

ستا په هنر کې د فرهاد د هنر ساه ویده ده

استاد یو له هغو افغانانو څخه و، چې د هېواد تېر ناورین له هېواده وتو ته اړ کړ، د نورو افغانانو غوندې یې د بې وطنۍ درد و څکه،  دده درد او له بې وطنۍ مشاهده له نورو ځکه لویه وه، چې شاعر و او شاعر د نازک طبعیت او حساس زړه خاوند وي. د کډوالۍ او بې وطنۍ درد هر انسان ته که د ډبرې زړه هم ولري، نو ځور او زړه خوږی ورکوي او د مولانا خبره د جدایۍ څخه شکایت کوي، خو د پسرلي همدا ناهیلۍ او دردونه یې هم له ځان سره د یوه ارام ژوند روښانه پیغام هم لري.

چې نه خون خور وو، نه خونرېز ځان پرې څه سپکوی

مه وړئ، توپونو باندې مه وړئ د قلم جنازه

∆∆∆

شپه مې ترلاس ونیسي ورسم مې کړي یو څانګې ته

ورک مرغه یم نور مې ځای ځایګی راڅخه څه پوښتې

∆∆∆

په یوه شپه نه ارزي ګرده ژوندون

د نیمې لارې مل نامرده ژوندون

لږ تاو به هم نه وی په زړه کې زما

که سړیدی له اه سرده ژوندون

∆∆∆

د مجهول پړاو پر لور مو هر نفس اخلي ګامونه

په هوس اخلو ګامونه، که هوس اخلي ګامونه

∆∆∆

پسرليه! خبر نه وی چې ځمکه څه تېرېږي

د لرې کهکشان په جلوه ګرو کې مې کور وی

∆∆∆

یو ډز به د واورینو غرو په شنو درو کې نه وی

همت که ستړېدونکی وی او ننګ ویده کېدی

  د انسانانو ترمنځ د اوسنۍ زمانې ډېرې جګړې او غوښتنې د یوه عالي ارمان او ژوند لپاره نه شوبللی، هر څوک د خپلو ګټو او ذوقونو لپاره جنګېږي او خپلې غوښتنې او موخې تر بېلابېلو نومونو او شعارونو لاندې تر لاسه کوي. دلته ده چې د انسان خیر ښېګڼه او سوکالي له هر چا هېره ده او موږ ټول د ګټو په جګړه کې را ښکېل يو.

د دینا ژوند څه دی بس خاورې یو پل بل اړوو

په دغه خاورو کې پټېږي د هر چا جنازه

ذوق او غوښتنې هم د ګټو په پله پلونه ږدي نن

د ډم په زړه ودونه اوري د ملا جنازه

   د استاد د شعر له سمندرنه د قیمیتي مرغلرو ټولول او خلکو ته رسول د هر وېښ افغان په ځانګړي ډول ادیبانو دنده ده. هغه د خپل ولس لپاره ستره معنوي پانګه په میراث پرېښې، چې د یوه غوره او عالي ژوند لپاره روښانه پیغامونه له ځان سره لري. مرګ ته ډېر ځله انسان هغه مهال خوښ وي، کله چې وپوهېږي، چې په ژوند کې یې خپله دنده په ښه ډول تر سره کړې، په مرګ بری او مرګ ته په مینه غاړه ورکول د سترو انسانانو د ژوند راز دی او استاد پسرلي هم خپل ابدي کور ته د تګ لپاره له ملګرو همدا غوښتنه کړې وه.

ابدي کور ته مې ملګرو په سندرو ور وړئ

لکه څپو چې وي اخیستې د دریا جنازه

   څېړونکو او د ادبیاتو پوهنځیو محصلینو ته لازمه ده، چې داستاد په شعري مرغلرو، نادرو انځورونو، ادبي صنایعو او نورو ترکیبونو کار وکړي او پیغامونو یې په خپل ژوند کې عملي کړي. په تلو تلو کې یو ځل بیا د غزل سالار ارواښاد پسرلي ته د دعا لاسونه اوچتوم، اروا يې ښاده او پر ګور يې نور.

 ۲۰۱۴ جنوري ۲۶ مه ، کابل

One thought on “د استاد پسرلي په غزل کې د عالي ژوند درسونه/ ګل رحمن رحمانی”

ځواب ورکول شهریار ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *