Australian defence minister, David Johnston

تاند- د استرالیا دفاع وزیر ډیوید جانسټن په افغانستان کې له خپلو پوځیانو سره وکتل او له خپلو قومندانانو سره یې د افغانستان د ماموریت د راتلونکې په اړه خبرې وکړې.

په داسي حال کې چې په افغانستان کې د ناټو د پوځي ماموریت رسمي پای ته څلور میاشتې پاتې دي، استرالیا لا پرېکړه نه ده کړې چې په ۲۰۱۵ میلادي کال به په افغانستان کې څومره پوځیان پرېږدي.

د استرالیا رسنیو نن وویل، دفاع وزیر ډوید جانسټن چې په ویلز کې د ناټو د مشرانو په غونډه کې د ګډون لپاره بریتانیا ته روان و، په لاره افغانستان ته وګرځېد او په دغه هیواد کې یې له خپلو پوځیانو سره وکتل.

د ناټو مشران سبا د بریتانیا په ویلز ایالت کې د افغان ماموریت په اړه مهمه غونډه پرانیزي. په دې دوه ورځنۍ غونډه کې به له ۲۰۱۴ وروسته په افغانستان کې د خپل ماموریت د راتلونکې په اړه خبرې او پرېکړې وکړي.

استرالیا حاضردمه په افغانستان کې څلور سوه پوځیان لري چې افغان امنیتي ځواکونو ته روزنه او مشوره ورکوي.

ښاغلی جانسټن وايي همدا پوځیان په افغانستان کې د ناټو په ماموریت کې د استرالیا لپاره ښه اساس ګڼل کېدای شي. خو د استرالیايي پوځیانو دقیق شمېر به وروسته له دې څرګند شي چې ناټو د خپل ماموریت د سایز په اړه پرېکړه وکړي.

د ناټو د ماموریت په لاره کې لوی خنډ دا دی چې د افغانستان حکومت تراوسه پوري له امریکا سره امنیتي موافقه لاسلیک کړې نه ده. حامد کرزي، چې د واک دوره یې پای ته رسېدلې ده ده د دې موافقې له لاسلیکولو وچ انکار وکړ او نوی ولسمشر تراوسه پوري څرګند نه دی.

0 thoughts on “د استرالیا دفاع وزیر په افغانستان کې له خپلو پوځیانو سره وکتل”
  1. دكابل دهواءي دكر مسولينو ته؟
    داجه ديوي بشتني هنر مندي باسبورت دويزي به برابلم لرلو سره اخستل كيزي :اوس نو دا رأته جوته كري جه داستراليا وزير دفاع باسبورت او ويزه جا كنترول كره كه كنترول صورت نه دي نيولي ولي دا هم يو خارجي وه ولي بي ا جازي زمونز خاوري ته داخل شوى دي ته واءي يو بآم او دوه هوا

ځواب ورکول جنرال حبيب الله جلالزوي ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *