استناف په لغت کې له سره پيلولوته وايي او په اصطلاح کې د ابتدایه محکمې ترحکم وروسته د استناف محکمې د اړونده دیوان په وړاندی د دعوې بیا پيلولو ته وایي.

او یا استناف طلبي د طرفینو د هغه حق څخه عبارت ده چې د ابتدایه محکمې د حکم د نه قناعت په صورت کې د خپل حق د تامین په منظور پورتنۍ محکمې ته رجوع وکړي.

زمونږ د ګران هیواد په شکلي قوانینو کې هم د استناف طلبي په هکله واضح صراحت شته چې په لاندي ډول یې یادونه کوو:

(۱):- د جزائې اجراتو قانون چې په ۱۳۹۳/۲/۱۵ هـ ش کال تصویب شوی دی

اړونده قانون د جزايي اجراتو لپاره وضع شوی اوپه دې سره یوې جزايي دعوې ته د رسیدګي پروسیجر بیانیږي.

د دې قانون د ۲۶۰ او ۲۶۱ مادو له مخې په جزايې دعوه کې د استناف طلبي حق د څارنوال او متهم یا د هغه د قانوني نماینده حق دی او د استناف طلبي موده پکې (۲۰) ورځې ښودل شوې ده.

(۲):- د مدني محاکماتو د اصولو په قانون کې چې په ۱۳۶۸/۵/۵ تاریخ تصویب شوي دي

د دې قانون په ۳۵۸، ۳۵۹ او ۳۶۰ مادو کې یادونه شوې ده ….

۳۵۸ماده: شکایت او اعتراض دلاندیني محکمې له پریکړي څخه دغیري قانع محکوم علیه له حق څخه عبارت دي چې له پورتنۍ محکمې څخه دحاکمې محکمې د قضايي اجراتو پرخلاف د شکایت په وړاندې کولوسره غوښتل کیږې.

۳۵۹ماده: غیری قانع محکوم علیه کولای شی د ناحیوي، ښاري، ولسوالي او د علاقه داري د حاکمې محکمې د صادر کړای شویو حکمونو پرخلاف پورتنۍ محکمې ته شکایت او اعتراض وړاندې کړي

۳۶۰ماده: مدني څارنوال چې په قضیه کې دمدعې یا مدعی علیه په ډول ګډون کړیدې دلاندنی محکمې دحکمونوپرخلاف اعتراض کولای شي.

په پورته مادوکې داعتراض او شکایت څخه یادونه راغله ضرورده چې په لنډه توګه تري یادونه وکړو

شکایت اواعتراض دمحکوم علیه له هغه حق څخه عبارت دی چې د ښکتنۍ محکمې په فیصله باندې قناعت ونلري، او د شکایت په وړاندې کولوسره د ښکتنۍ محکمې په قضايي اجراتو باندې له پورتنۍ محکمې څخه د خپلو حقوقو د تامین غوښتنه کوي.

پورتنیومطالبو ته په کتنۍ سره باید وویل شي چې شکایت او اعتراض یو لړ شرایط لري چې په لاندي ډول يې یادونه کوو:

د شکایت او اعتراض شرایط:

  • هغه فیصله چې د ښکتنۍ محکمې څخه صادریږي د حکم صفت به ولري.
  • محکوم علیه به د ښکنۍ محکمې په فیصله باندي قناعت ونلري.
  • شکایت اواعتراض باید په ټاکلي وخت کې ترسره شوي وي.
  • پورتنۍ محکمه چې شکایت ورته شوی دی باید د موضوع د څیړنې صلاحیت ولري.
  • د شکایت یا اعتراض وړاندې کول د محکوم علیه یا د هغه قانونی ممثل له خواپورتنی محکمی ته کیږي.

(۳):- تجارتي محاکماتو د اصولوقانون چې په ۱۳۴۳/۱/۱۷ نیټه په تصویب شوې ده.

د اړونده قانون په ۲۵۱ او ۲۵۲ مادوکې د استناف طلبي څخه یادونه شوې ده.

۲۵۱ماده: د ابتدایه محکمې په حکمونو او فیصله باندی د مرافعی غوښتلو موده د ابتدایه محکمې د حکم اورلو او یا فیصلی کیدوله نیټي څخه (۲) میاشتې ده.

۲۵۲ماده: په یوه تجارتي دعوه کې د طرفینو د ابتدایه محکمې په حکم د نه قناعت کولوپه صورت کې کولای شي چې د استناف محکمې په مربوطه دیوان کې له سره دعوه پيل کړي.

د استناف طلبي د منطق دلائل:

استناف غوښتنه دلاندي دلایلو په اساس د دعوې طرفینوته د یوحق په توګه ورکړشوي چې دغه دلائل په لاندي ډول دي.

اول : د انسانانو د کمزورتیا له حیثه:

دا یو واضحه اوښکاره حقیقت دی چې انسان یو ضعیفه مخلوق دی او تل د سهوه، اشتباه اوغلطیو سره مخ ده چې په دې اړه الله(ج) فرمايې(وخُلق الانسانُ ضعیفا)

ژباړه: الله ج فرمايې چې ماانسانان ضعیفه خلق کړي دي.

نوښکاره شوه چې انسان ضعیفه او نشي کولای چې یو کار په کامل او دقیقه توګه ترسره کړي څنګه چه لازمه وی نو دا چې قضات هم انسانان دي نو دوی هم په پوره ډول نشي کولای چې قضیو ته په هغه شان رسیدګي وکړي څنګه چې تري ایجاب کیږي نو په دې اساس باید کله چې یوه محکمه فیصله کوي نو بله داسي مرجع باید وي چې دغه حکم وڅیړي ترڅو هغه نیمګړتیاوې چې په حکم کې وی له منځه یوسي.

دوهم دلیل: د عدالت د ښه تطبیق له حیثه:

که چیري داسي سوال مطرح شي چې ایاعدالت په یوه جامعه کې کله په درست ډول تطبیق کیږي نوځواب به ډیر اسان وي کله چې په یوه جامعه کې هیڅ بی ګناه شخص مجازات نشي او هم هیڅ ګناهګاربي مجازاتو پاتي نشي نوکه دلته له سوچ اوفکر څخه کارواخیستل شي ددي کارپه درست ډول ترسره کولولپاره درست قضايې سیستم په شرعیت برابره فیصله اوشفافه قضاوت اوعدالت شتون هم ضرور شو نو دعدالت دښه تطبیق لپاره بیا مرافعه خواهي اوفرجام خواهي یوڅه دلیل کیداي شي.

دریم دلیل: د طرفینو د حداقل قناعت کولوله حیثه:

ډ یرداسی پيښیږي چه په یوه دعوه کې لوري یواځي دیوي محکمې په پریکړه قناعت نه کوي اوداسي فکر کوي چې له دوي سره زیاتي صورت نیولي اودحق څخه ئې په صحیح توګه دفاع نده شوي نوپه همدي منظور کله چې ددوي دعوه داستناف محکمې په اړونده دیوان کې له سره بیا ځلي پيل شي نو له پریکړي وروسته یوه اندازه دحداقل قناعت سبب يې ګرځي.

څلورم: د سوء استفادي د مخنیوي له حیثه:

کیدای شي په ابتدایه محکمه کې دقاضیانو یا دجلسي په غړو کې کوم شخص ددعوي دطرفینوله کوم یو سره پخواني عداوت او دشمني ولري او دهماغې پخواني مشکل پخاطر غواړي چې په محکمه کې تري خپل غچ او انتقام واخلي نوپه دي صورت کې کیدای شي دشخص په اړوند دخصومت څخه ډکه فیصله صورت ونیسي چې داهم پخپله یوډول بي عدالتي او دحق څخه تجاوزدي نودلته هم یوډول احساس دداسي مرجع شتون لري چې دابتدایه محکمې دپریکړي وروسته دطرفینودعدم قناعت په صورت دعوه ددوهم ځل لپاره ترڅیړني لاندي ونیسي.

په اسلامي شریع کې د استناف طلبي بیلګه

که څه هم په مشخصه توګه په اسلامې شرعیت کې د استناف طلبي لپاره کومه یادونه نده شوي خو بیا مونږ د سورة الانبیا (۷۸) نمبر ایات د استناف طلبي لپاره نمونه ګرځوو.

ترجمه: اویاد کړه ای محمده! قصه دداود اوسلیمان کله چه حکم کاوه هغو دواړو په دعوی اونزاع دکښت کله چه دشپی ګډ شوی وه رمه د هغه قوم او کړي وه مونږ حکم دوی ته ،پس ومو پوهاو په هغه فتوا اوفیصله سلیمان اوهریوه ددوی دواړو ته ورکړی و مونږ حکم دنبوت اوپوهه

تفسر: واقعه داسی وه چې دداود(ع) په زمانه کې دشپي لخوا دکوم شخص دګډو رمه دبل شخص په کښت اومزرعه ورداخله شوي وه اودده کښت ته ئې زیات زیان وررسولی وه

کله چې دکښت خاوند داود(ع) ته دپریکړي لپاره راغي اودخپل حق دغوښتني تقاضا ئې تري وکړه نو داود(ع) دواقعي اوموضودپوره جزیاتودمعلومولولپاره په دقیقه توګه پلټنه شروع کړه اوپه نتیجه کې دي هدف ته ورسید چې دمیږوقیمت دکښت دصدمي له تاوان سره برابردي.

په همدي خاطريې داسي فیصله وکړه چې دمیږوخاونددي خپلي ټولي میږي دکښت خاوند ته دتاوان په بدله کې ورکړي. پدي صحنه کې دداود(ع) زوي حضرت سلیمان (ع) هم ناست وه کوم چې په صغارت کې هم بي لدي چې الله(ج) ورته نبوت ورکړي وه بلکه ددي سره سره يې علم،پوهه،ذکاوت،حکمت،منطق،عدالت هم ورپه برخه کړي وه ویل کیږي چې په کوچنیوالي کې به یې داسي پښي خبري کولي چې خلک به ورته ګوته په خوله وه.

نوحضرت سلیما(ع) وویل چې زما فیصله داسي ده چې دمیږوخاونددي د کښت خاوند ته خپلي میږي وروسپاري نه ددي لپاره چې مالک يې وګرځي بلکه ددي لپاره چې تري ګټه واخلي اودمیږومالک دي دکښت خدمت کوي ترهغي پوري چې کښت بیرته خپل پخواني حالت ته نه وي ګرځیدلي، هرکله چې کښت خپل حالت ته ورسید نورمه دي خپل مالک او کښت دي خپل مالک ته وروسپارل شي نوپدي سره به نه دکښت خاوندته اونه هم درمې خاوند ته صدمه ورسیږي. داود(ع)چې کله دسلیمان (ع)دافیصله واوریده نوافرین یې پري وویل اوله خپل اجتهادڅخه تیرشو اودده فیصله یې عملي کړه چې دغه واقعه په اسلام کې داستناف طلبي لپاره قیاس کیدای شي.

سوال: که چیري وپوښتل شي چې دغه واقعه خودپیغمبر(ص) له وخت څخه دمخه صورت نیولي وه ایالدي وروسته قابل دعمل دي؟

ځواب: ټول هغه کړني اوسنت چې دمحمد(ص) دزماني څخه پخوا دپيغمبرعلیه وسلاموله خواترسره شوي اوداسلامې شرعیت مخالف نه وي اویاهم دپيغمبر(ص)لخوااجرا یا منسوخ نه وي شمیرل شوي په اوس وخت کې هم قابل تطبیق دي لکه دابراهیم(ع) سنت قرباني، دنرماشوم سنتول اویانور…

2 thoughts on “د استناف طلبي منطق/ توفیق الله نیازي”
  1. ښاغلۍ نیازی صاحب سلامونه او ښي چاري! مضمون د ښکلۍ او له مالوماتو ډک دۍ،په قلم د برکت شه، دهمداسی لیکون لړۍ ته دوام ورکړه، مګر دلیکنو پّ مهال او ترځ کی یی لیکدود او د پښتو ژبی د تورو کارولو ته توجه کوه ځکه چی همدا د لیکنی ډول او دود دۍ چی لوستونکی مطلب ته رسوی، د ساری په دود په یوه ځای کي تاسو ښاغلی د پخي په ځای( پښي) لیکلی دی چی بیخی یی مانا اړولي ده ،پښي د تګ وسیله ده او پخی بیا ژوری خبری دی، او داسي نور، پدی هیله چی خوابدۍ شوۍ نه وي، په درنښت

    1. مننه اماج صیب ستاسی له نیک نظره ځینی نمیګړتیاوی پکي ضرورشته خوعلت یې یواځي تیزه لیکنه وه انشاء الله اینده لیکني به تغیرولري

ځواب ورکول محمدربی آماج ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *