استنبول د ترکیی تر ټولو لوی ښار دی چه د اقتصادي، کلتوری، تاریخي او سیاحتی ارزښت له مخي د ترکیه لپاره د زړه حیثیت لری.
د استنبول ښار په 2010  کال کښې د اروپا د تمدن مرکز ټاکل شوي وو او د بهرنیو ګرځندویانو له مخې د نړۍ  دریم سیاحتی ښار دی.
 
نفوس او مساحت:
د استنبول ښار د نړۍ له لسو نفوس لرونکو ښارونو څخه دی چه نفوس یی تقربیا15   مبلیون وګړو ته رسیږي او د نفوس له مخي په ترکیه کي لمړي او په نړۍ کښې پنځم لوی ښار دی. د استنبول ولایت مساحت  5,343   کیلو متره دی او د استنبول ښار یی مرکز دی.
 
د استنبول موقعیت:
1د اسنتبول ښار ختیځه برخه (شبه جزیره تراکیه) په اروپا او لویدیځه برخه (شبه جزیره اناتولی) په اسیا کښې موقعیت لری. دا ښار د بسفر تنګي په ساحل کې موقعیت لری او د بسفر تنګې د اروپا او اسیا لویی وچي سره جلا کوي او سره بحیره د مرمره بحیری سره نښلوي.  
 
د استنبول ښار اب او هوا:
په اوړي کښې ګرم او مرطوب وی او په ژمی کي سوړ، بارانی او وارین ځانګړتیاوې لری. د باران کلنی میزان په منځنی ډول 870  ملی متره دی.
 
د استنبول لنډ تاریخ:
د استنبول ښار د تاریخ او په ځانګړي ډول د اسلامي تاریخ هم مخي ترکیی، اسلامي نړۍ او ټولي نړۍ ته د ارزښت وړ دی، ځکه چه دا یو پخوانې تاریخې ښار دی چه د میلاد څخه اووه پیړۍ  (667)د مخه د یونانیانو پواسطه وپیژندل شو او لمړي نوم یی بیزانتوم وو. وروسته بیا د قسطنطنیه په نوم یاد شو او په 1930  کال د ترکان په لاس ددي ښار له فتحی وروسته په رسمي ډول د استنبول په نوم و پیژندل شو او له همدي نیټې وروسته ترکیه د نړۍ له ټولو هیوادونو وغوښت ترڅو په خپل اسنادو کښې د استنبول نوم ولیکي.
 
د استنبول اقتصاد:
د استنبول ښار یو اقتصادي ښار دی ځکه چه سرحدي، ځمکني او بحري نړیوالې لارې سره نښلوي. د استنبول ښار ناخالص ملی عواید تر 1980  کال پوری په منځنۍ ډول پنځه وو. زراعتی پیداوار یی کتان، میوه، زیتون غوړ، وریښم، او تنباکو دی. په صنعت کې هم ډیر پرمختللي دي منسوجات، پلاستیکي او فلزی مواد، کیمیاوي مواد، الیکترونکی اسباب، ښیښه یی شیان، ماشیني اسباب، کاغذ او نور ددي ښار مهم صنعتی تولیدات دي.
تاریخي ځایونه:
1
  • ایاصوفیا
  • د سلطان احمد جومات
  • کیزکوله سی (دجلی برج)
  • مینیا تورک
  • استانبول بوغازی
  • روملی حصار
  • یدی کوله (۷ برج)
  • گالاتا کوله سی (بگالاتا برج)
  • توپکاپی ماڼۍ
  • بیلر بی ماڼۍ
  • چیراغان ماڼۍ
  • دلما باهچا ماڼۍ
  • استانبول بام (چاملیجا تپي)
  • بیوک آدا جزیره
  • ترکیی د اسلامي هنرونو موزیم
  • ترکیی د فرش موزیم
  • میسیر چارشیسی
One thought on “د استنبول ښار- ترکیه/ ژباړه: شفیق الله ځواک”
  1. Salamoonah Taandwalo ta ;
    Ghwarrim 3 kochniy sahve zma pa nazar islah krrim.:
    1- Anatolya d Ist. Khateez aw Trakya yi Lwedeez ki prata da.
    2- Basforus abna Toora baheera la marmara sara waslavi; na srah baheera;
    3- Turkano , Konstantanya pa 1453m. ki d Fatih Sultan Mehmed la khwa pa Istambul waniuw , na pa 1930 kaal.
    Pa dranawiy. Ex-dr. H.Safpi.

ځواب ورکول Dr.HamidUllah Zrrlver Sapi t. ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *