څه موده وړاندې مې د افسانې او اسطورې د پېژندنې او توپير په اړه يوه ليکنه کړې وه، زما د فېسبوک پاڼې مينه والو او د مقالې د لوستونکو څخه يوه کس راته ليکلي وو چې د يوناني درغجنو خدايګوټو او د لرغوني يونان اړونده افسانوي تصورات د اوسني عصر انسان ته څه ګټه رسوي؟ اوس چې علم او پرمختګ هر څه را برسېره کړي، نو څه اړتيا لرو چې يونانيانو يا نورو لرغونو ملتونو په را پاتې اسطورو کې د ځمکې د پيدايښت څرنګوالى څرنګه تعريف کړى دى؟
دا پوښتنه پر ځاى ده او ځواب يې هم دومره ګران نه دى. لومړى خو له دې نه سترګې نه پټولى چې افسانه او اسطوره د يوه ملت تاريخي او لرغونې پانګه ده چې ګڼ بشري مشترکات او پيغامونه لري، څنګه چې د ټولنې تاريخ د اهميت وړ دى او لوستنه يې نوي نسل ته اړينه وي، همداسې اسطورې هم يوه موخه او ګټه لري چې هېڅکله بايد بې ارزښته ونه ګنل شي.
زه نه يوازې د خپل ژبې او ټولنې بلکې، د نړۍ د ګڼو ملتونو له افسانو او اسطورو سره مينه لرم، په ماشومتوب کې مې هم له مشرانو اورېدلې او اخيستنې مې ترې درلودې او اوسمهال يې هم لولم، د کره کتونکي نظر دادى چې د نړۍ د ګڼو ملتونو په کلاسيکو ادبياتو د اسطورو سيورى خور دى چې دې سيوري ادبيات او اسطورې په يوه نه شليدونکي مزي سره تړلي دي.
دلته مې د اسطورو د اهميت په اړه د مطالعه او ګټې کلمو کارولو څخه موخه پر دې ټينګار و چې اوسنيو اسانتياوو ته په پام سره بايد شفاهي ادب په ځانګړي ډول اسطورې او افسانې وليکل شي، خوندي شي او د ورکېدو وېره يې نه وي، ځکه اوسمهال زموږ ګنې افسانې د هېرېدو په حال کې دي او يا په ګڼو روايتونو را لېږدول شوې.
يو وخت مې د پېښور د علومو کاډمۍ څو خپاره کړي کتابونه تر لاسه کړل چې پښتو ژباړل شوې د چين او پاکستان ګډې اسطورې او افسانې په کې راغلې وې، ګڼې هغه مې لوستې داسې راته ښکارېدې لکه زما د کلي کور کېسې چې وي او زموږ د لرغونو باورونو او اندونو بيان په کې راغلى وي.
که چېرته موږ د اسطورو لوستلو او ورباندې باور کولو ته د منطق او عقلانيت تله را واخلو، سمه به نه وي، ځکه په دې ټول پوهېږي چې اسطوره يو مذهب ته مايل باور دى او حقيقت به ونه لري، خو حقيقت وړاندې کوي او په لرغونو زمانو کې د خلکو د مذهبي باور او عقيدو يو انځور تر موږ را رسوي، په داسې حال کې چې د سم او ناسم خبره يې ثابته ده.
په دې مانا چې زموږ ټولنه اسلامي ده، په يوه خداى باور لري، ناوړه باورونو ته د خپل ديني ارزښتونو له مخې د شرک او خرافاتو په نظر ګورو، خو دا هم بايد ومنو چې زموږ د ټولنې په ګډون هرې ټولنې ابتدايي دورې او پړاوونه تېر کړي چې د ژوند تېرولو او ټولنيز نظام د بنست او نظم لپاره يې په ځينو باورونو او دروغجنو خدايګوټو باور درلود.
د هغه زماني انسان د خپل چاپيريال په اړه پيدا شوو پوښتنو ته د خپلې پوهې او باورونو له مخې ځواب ورکړى، پېښو او ستونزو ته يې لاملونه لټولي، هلته چې نه فلسفه وه، نه علوم او نه نورې اسانيتاوې، نو د هغه خلاق ذهن پر يو څه تکيه کړې وه او خپلو پوښتنو ته يې د سمو او ناسمو ځوابونو د موندلو له لارې د خپل وجدان له اضطراب ارام موندلى و.
د همدې اسطورو په بېلابېلو صحنو کې موږ د ژوند ډول، راکړه ورکړه، ارزښتونه، باورونه، منطق، پوهه او د هغه مهال ژوند چې له پوهې او علمي پرمختګونو لرې او انسان په يوه محدود چاپيريال کې ژوند کاوه، اړيکې يې يو له بل سره کمې وې، دوى په خپلو اسطورو کې داسې نظريات وړاندې کړي وو چې څنګه د يو او بل څخه خبر او له يوې ټولنې تر بلې ځان ورسوي.
له شک پرته چې د اوسنيو ټکنالوژيکو پرمختګونو، د انسانانو د نږدې کېدو او تر منځ يې د اړيکو په يوه پراخ او پرمختللي سيسټم رامنځته کولو کې له علمي مشاهداتو او لارو چارو سربېرته په اسطورو کې نغښتو لرغونو تيوريو هم ونډه درلوده او له نني انسان سره يې مرسته کړې ده، دا مرسته په علمي مفهوم نه، خو يو تصور يې ورکړى دى.
دا خبره د تاريخ په برخه کې هم مطرح کېږي او ځينې کسان تاريخ بې ګټې بولي، ځکه چې د دوى په اند د دوى د ژوند له زمانې وړاندې خبرې دي، له دوى سره څه تړاو نه لري، خو حقيقت دادى چې تاريخ په خپلو پاڼو کې د لوستونکو لپاره د درسونو او عبرتونو ډېر بابونه لري چې له لوستو يې پرته په اوسني ژوند کې د سوکالۍ تصور پيکه او حتى نيمګړى دى.
تاريخ پوهان وايي د تاريخ لوستل د ذهن د بدلون او په ټولنه كې د بدلون راوستلو عمل پيدا كوي، دا ذهني اغېز موږ نه شو ليدلى، خو احساسولى يې شو. دلته د تاريخي شعور خبره مهمه ده ځکه چې تاريخي شعور نه يوازې موږ له تېر وخته خبروي، بلكې د روان وخت په مسايلو د پوهېدو درك او پوهه هم راكوي، د خپل مخکې تګ او وروسته پاتې والي سببونه او لاملونه په کې لټولى شو.
دلته تر ټولو مهمه خبره ځان پېژندنه ده، په اسلامي ارزښتونو کې هم د ځان پېژندل ډېر مهم دي او له دې پېژندنې پرته د نړۍ د رښتيني او يوازيني خالق پېژندنه ګرانه ده، انسان بايد په دې پوه وي، چې څوک و، چېرته و، ار او اصل يې څنګه و، اوس څنګه دى، د څه لپاره پيدا شوى او پايله به يې څه وي؟
دا چې انسان له ناوړه حالت څخه ځان سم او ژوند د سوکالۍ په لور بوزي، نو دا زده کړه يوازې له تاريخ څخه ښه کولى شي، د تاريخ د درس او عبرت پيغام همدا دى چې انسان ځان پېژندنې او د ژوند پر مسير واکمنۍ ته ځير او هڅوي.
بله مهمه خبره د قومونو د لوړتيا او ځوړتيا موضوع ده، د قومونو لوړتيا او ځوړتيا(عروج او زوال) د تاريخ مهم باب جوړوي، خو پوهان په دې اړه دا پوښتنې مطرح کوي چې دا عروج او زوال ولې راځي؟ د دې تر شا كوم خلك كار كوي؟ اصول او بنسټونه يې کوم دي، که يوازې په خپله محدوده کې دا پړاو وهي، لامل يې دادى چې موږ کوم قانون نه لرو.
د تمدنونو د لوړتيا او ځوړتيا يا عروج او زوال خبره نوماند تاريخ ليکونکي او عالم ابن خلدون هم مطرح کړې او په دې نظر دى چې هر تهذيب له زوال او مرک سره مخ کېږي چې دى يې د انسان له ژوند سره ورته بولي. خلدون وايي چې تهذيب هم د ماشومتوب، ځوانۍ او زړبودۍ عمر تېروي او بالاخره له ورکې سره کېږي.
خو د تاريخ کره کتونکي وايي چې که څه هم ابن خلدون د خپل وخت قبايلي او د واكمنو كورنيو تاريخ مطالعه کړى او تر هغه وخته يې د لرغونو تهذيبونو په اړه معلومات نه لرل، نو امکان لري چې له همدې امله يې د عروج او زوال ته په يوه محدوده دايره کې کتلي دي.
خو ددې برعکس بيا د تاريخ ځينې کره کتونکي او پوهان وايي چې په لوديځ کې شوو پرمختګونو او ساينسي اوښتون تهذيب ته پخوا زياته وده ورکړېچې ځکه چې ننګونو ته يې ځواب ويلى او په دې توګه يې د ځوړتيا عمل ډب کړى او تر څو چې د بدلون لپاره ذهيتونه چمتو وي، نو د وخت اړتيا ته په پام سره په کې نوي نظريات پيدا کېږي.
همداسې د تاريخ په اړه دا خبره کېږي چې تاريخ د قومونو لپاره يو پرانېستى کتاب دى، دا چې څه بيانوي، کوم ټکي يې مثبت او کوم منفي دي، ددې پرېکړه بايد خپله راتلونکي قومونه وکړي، تاريخ يوازې خلک پوهوي، خو زده کړه د قومونو کار دى چې درسونه او عبرتونه يې څنګه درک کوي.
اوس که بېرته اسطورو ته راشو، نو اسطورې هم د ملتونو لرغونى شفاهي تاريخ دى، لکه څرنګه مو چې وړاندې وويل د هغوى د مهال د علم، پوهې، درک، د نوو پديدو سره د چلند او د پيدايښت په اړه يې سوچ او فکر کول او دا چې څنګه فکر کوي او څه عقيده يې درلوده او هغه ملتونه چې دې موضوع ورته هېڅ اهميت نه درلود، خلاق ذهنونه او هېښوونکي افکار يې نه درلودل، دا ټول په اسطورو کې درک کولى شو.
اسطوريي داستانونه يوازې کيسې نه دي چې د برياوو، ماتو، وينو تويېدنو او سولې د نندارې غوښتنه کوي، که چېرته يې يواځې ظاهري جوړښت ته پام وکړو، د پنځوونکو(خلاقو) خلکو د خيال په لمن کې د ناممکنو څېزونو د ممکن کېدو څخه پرته بل څه نشته، خو په پوره ځيرتيا سره مو دې ته پام اوړي چې د يوې اسطورې تر شا بنسټيز مفاهيم پراته دي.
د يوه ملت په اسطورو کې اوسمهال د خاورو ډېرې پرتې دي، خو په حقيقت کې د ژوند په اړه د هغوى د فکر و خيال لارو چارو بيانوونکې دي. د يوه قوم ددې ډول ليد لرو لمس او ننداره يواځې ددې باورونو د مطالعې له لارې امکان لري، خو موږ د هغوى د باورونو مطالعې ته ولې اړ يوو؟
ددې ډول فکر کولو د پېژندنې اړتيا له هغه ځايه سرچينه اخلي چې د نړۍ اکثره کلاسيک ادبيات د همدې اسطورو تر اغېز لاندې ليکل شوي دي. د سوفوکل د اوديپس اثر لوستونکى ددې ادبي اثر ارزښت يواځې هغه مهال درک کولى شي چې د يوناني خدايګوټو د ځواک پرمفهوم او د هغوى د برخليک پر روښانه رول پوه شي.
اوديپس له همغه پيل نه د خپل خوب تعبير ته چې د دلفي معبد ورته کړى وي، ځير کېږي، خپل اختيار ته په توسل او د ځواک دايرې ته په پام سره کوښښ کوي چې له تېروتنې او ګناه وتښتي، خو د نندارليک تريخ ظنز هغه مهال رامنځه کېږي چې د قسمت په دايره کې يې د تسليم برخه ښکاره شي او له زندان او زنځيرونو سره له خپل تړلي برخليک بله چاره نه لري.
د ادبياتو او اسطورو اړيکو له يو بل سره نه شلېدونکې ده او موږ هم ورڅخه انکار نه شو کولى. هغه څه چې ددې دوو برخو تر منځ ګډ دي، تصورات او خيالونه ورته وايو، څه چې يوې اسطورې ته بڼه يا شکل ورکوي، د خلکو خلاق (پنځوونکى) ذهن دى،دا ذهن چې د فرهنګ او عمومي عقايدو له ټولګې څخه جوړ شوى.
ځکه خو اسطورې يواځې د يوه دروغجن او خيال پالي تصور پر بنسټ نه دې رامنځته شوې، د اسطورو ونې د خلکو له ذهن او د وينو له جوهر خړوب شوې او د مطالعې پايله يې موږ ددې باورونو او ارزښتونو لا ښه درک ته رسوي.
د اکثره اسطورو خورا لرغونتوب او تاريخي ارزښت چې د لرغونو زمانو په بېلابېلو وختونو کې يې ځان را څرګند کړى، خپله د اسطورو په ارزښت دلالت کوي. هغه مهال چې ليک او قلم نه و، نو اسطورې وې. حتى د فلسفې تر زېږون وړاندې هم اسطورو د انسانانو ځينو بنسټيزو پوښتنو ته ځوابونه ويل.
دا يواځې د بېلابېلو ملتونو اسطوري دي چې موږ يې د مطالعې له لارې بېلابېلو مسايلو ته يو ډول ځوابونه پيدا کوي، همدغه ورته والي او د وړاندې زمانو ته د تګ يوه واحده کرښه زموږ اوسنۍ پراخې او رنګا رنګ نړۍ ته نوره ښکلا ور په برخه کوي.
اوس که په پيل کې شوې پوښتنه داسې مطرح کړو چې د اسطورو لوستلو تاوان څه دى؟ له هر چا سره خپل ځواب شته، يواځې چې هغه څه چې معقول ښکاري ممکن دا وي چې اوږدې دي، وخت ضايع کوي، منطق او د قناعت ټکي په کې نشته، خو حقيقت دادى چې زموږ د منطق د معيار تله بايد اوسنى نه، بلکه دهغه وخت د سيالو ملتونو تر منځ د پرتلنې پر پايله ولاړه وي،، د نني عصر په تله که زموږ زمانې ته ډېر نږدې شيان هم وتلو، نو سم به ونه خېژي.
نړۍ د پرمختګ په حال کې ده، موږ له دې يون سره نه ضد کولى شو او نه هم زموږ انکار دا بهير درولى او ټکنى کولى شي، ورسره ځان عيارول يو حقيقت او ژوره اړتيا ده، خو له خپل ار او رېښې نه هم په بشپړه توګه ځان پرې کول او ځان بشپړ ګڼل له کلتوري او ټولنيزو ارزښتونو له زاويې نه يو ناسم کار دى.
لکه څرنګه مو چې وړاندې اشاره ورته وکړه د تاريخ ليکلو او لوستلو يوه ګټه داده چې انسان ورڅخه د خپل ژوند، کورنۍ او نړۍ د سوکالۍ لپاره ګټه واخلي، د بدبختۍ او نېکمرغۍ رازونه او رمزونه په کې وګوري، الله تعالى هم خپل پيغمبر حضرت محمد(ص) او دهغه امتيانو ته د تېرو ملتونو د مثالونو په وړاندې کولو د ژوند درس ورکوي، که داسې نه وى نو زموږ د سپېڅلي کتاب قران کريم يوه زياته برخه که به قصص نه وه.
موږ که د حضرت ابراهيم(ع)، موسى(ع)، يوسف ( ع) او نورو پيغمبرانو د ژوند او زمانو له حالاتو او کيسو خبروي، همداسې يې راته د فرغون، نمردو او سامري د ژوند حالات هم بيان کړى، څو د خداى ج مطيع او سرکښه بندګان و پېژنو او د برخليکونو څخه يې درس او عبرت واخلو.
په پاى کې بايد ووايو چې مهمه خبره د قضاوت ده، قضاوت د اسطورو د لوستونکي په خپل لاس کې دى، دى د ننۍ نړۍ د علم او پوهې د پرمختګونو په رڼا کې د ځان او نړۍ په اړه له پوښتنو سره نه دى مخ، حق او حقيقت پېژني او په دې پوهېږي چې له اسطورو نه څه واخلي او کوم پيغامونه لري.
د اسلام مبارک دين او ننيو پرمختګونو انسان د وهم او وېرې له تياره نړۍ را اېستلى، له نن او پرون نه خبر دى او د سبا په اړه يې وړاندوينې ډېرې علمې او رښتيا ته نږدې دي، نو حق لري چې د اسطورو په اړه خپل شک څرګندکړي، د بطلان کرښه پرې را کاږي، خو دا نه شي هېرولى چې لرغوني انسانان د اوس په څېر نه و او نه يې پوښتنې د اوسني انسان په څېر په اسانۍ ځوابېدلې.
ددې مقالي ريفرنس يا ماخذ چيرته دی ؟
په څيړنيزو ليكنو كې دماخذ نه ليكل اونه يادول دمقالي اعتبار كموي · البته دوتليو پوهانو اومشهورو ليكوال په برخه كې دا خبره صدق نه كوي خو دځوانو ليكوالو لهپاره اړينه ده چې دماخذ نوم ياد كړي ·
مقاله په زړه پوري ده · خو معاصره ارواپوهنه كې كې اسطوره خاص ځای لري