د مسلمانانو په تاريخ چي زه څومره مالومات لرم، نو تقريبا ټولو مسلمانو مورخينو د پيغمبر علیه السلام له دورې رانيولې بیا تر ننه د مسلمانانو ټول تاريخ ته د اسلامي تاريخ اصطلاح کاروي، چي زما په اند دا اصطلاح ناسمه، بې ځایه او د يو لړ جدي پوښتنو زېږونکې ده.
له هغې زاوې چي زه دلته بحث پر کوم، د مسلمانانو په تاريخ کي د دوو تاريخو دورو توپير ته بايد جدي پاملرنه وشي. يوه هغه زمانه ده چي د اسلام پيغمبر ژوندی وو او بله هغه دوره ده چي د ده له وفات څخه وروسته پيلېږي. د لومړۍ دورې په اړه که د اسلامي تاريخ اصطلاح کار شي او هغه هم هغو پيښو او واقعاتو ته چي یا رسول الله په کي ښکيل وي یا هم مالومات په لري، نو باک نه کوي، مګر تر دې د وروسته دور لپاره د اسلامي تاريخ اصطلاح کارول له ناسموالي سره يو لړ ستونزې هم پیښوي.
اوله خبر دا ده چي تر رسول الله وروسته نه وحې کېږي او نه د دين هغه ډول متون را تلای شي چي رسول الله د خپل ژوند پرمهال موږ ته په میراث ایله کړي. نو هغه زمانه د اسلام د تاريخ بللای شو چي اسلام په کي راغلی، متون يې نازل شوي، احکام يې پيغمبر په خپل عمل او وينا واضح کړي. خو تر دې وروسته چي دين بشپړ شو، د احکامو نازېلېدل يې بند شول، متون ثابت شول، د بیا نبي، کتاب او بلې وحې اړتيا ختمه شوه، نو دې پير ته په هيڅ صورت د اسلامي تاريخ پير نه شو ویلای، البته د مسلمانانو تاريخ يې بللای شو او دا اصطلاح ور سره لګېږي هم.
د مسلمانانو ټول تاريخ ته د اسلامي اصطلاح کارول، دا غلط فهمي را منځته کوي چي د مسلمانانو څو رنګه والی ګواکي د اسلام غوښتنه ده، د مسلمانانو ناسم اعمال لکه چي د اسلام نتيجه ده، د مسلمانانو په تاريخ کي چي هر څومره تودې او تريخې شوې، ټولي به خلګ په اسلام پسي تړي او دلیل به يې همدا وي چی مسلمانانو خپله د اسلام په تاريخ کي ليکلې.
يو بل مهم ټکی دا هم دی چي د هغو واک غوښتونکو، مال لوټونکو او د مينځو په طلب د ليونو څېرې به هم بربنډې شي چي د اسلام تر نوم لاندي يې د يادو اهدافو لپاره هڅې کړې. مورخينو همدا اشتباه کړې چي د پاچاهانو، امیرانو او د وخت د خليفه ګانو تاريخ يې هم د اسلام په نوم لیکلی چي همدې مقدس ټکي هغوئ بد عمله کسانو ته هم له نیوکو، اعتراضونو او تورنو څخه نجات ور کړی.
د اسلامي تاریخ دې اصطلاح همدا اوس هم موږ له ننګونو سره مخ کړي يو. که د تېر تاريخ پر کوم پاچا، امیر یا خليفه نیوکه وشي، خلګ يې د همدې اسلام له امله دفاع ته را دانګي. ځکه د همدې اصطلاح کارونې په خلګو کي دا فکر پيدا کړی چي پر همدې کسانو نیوکه پر اسلام نیوکه ده. په داسي حال کي چي اسلام د دين په برخه کي يو قانون دی، د خلګو د اعمالو نمایندګي قانون نه کوي، بلکي د قانون نمايندګي د هغه متن، لارښوونې او راوړونکی کس کوي. له دې امله نو چي د تېر تاريخ له پاچاهانو، امیرانو او خليفه ګانو څخه د خونديتوب دا ډال ايسته شي، تر نامسلمانو وړاندي به مسلمانان د دوئ پر اعمالو، واکونو، جنګونو او کړنو نیوکې وکړي او له دې سره به مسلمانانو ته له اسلامه دفاع هم اسانه شي. ځکه هر مسلمان پر دوئ د کېدونکو پوښتنو په اړه ویلای شي چي د هغوئ اعمال د اسلام استازيتوب نه کوي، هر سړی پوه شو او د خپل عمل په اړه يې را پيدا کېدونکې پوښتنې.
نو د مسلمانانو په تاريخ کي د نورو مهمو نکتو تر څنګ يوه نکته دا هم ده چي د رسول الله له زمانې را وروسته ټولي دورې د مسلمانانو په تاريخ ونومول شي. يو به د اسلام اساسي متون خلګو ته مالوم شي، د کېدونکو نیوکو مخه به ډب شي، د اسلام په نوم شوي هغه جرمونه او عاملين به يې مسلمانانو او نړۍ ته ښکاره شي چي د خپلو اعمالو لپاره يې يوازي د اسلام توری د ډال په توګه کارولی.
دا اصطلاح زما په اند له فني اړخه هم سمه نه ده. ځکه د يو شي تاريخ هغه دی چي هغه په کي را پيدا شي، ورو- ورو ترقي وکړي او د کمال پړاو ته ورسېږي. د اسلام پيل او کمال ته رسېدا په (۲۳) کلونو کي شوې چي دې ته د اسلام تاريخ ویلای شو، د رسول الله سېرت هم ورته ویل شوي دي. دا زمانه په رښتيا هم د اسلام پير دی او په دې نوم يې یادول کومه ستونزه نه لري، مګر څه وخت چي اسلام مکمل شو، نازلېدل ختم شول، استازی يې له نړۍ وکوچېد او دا متون یوازي د يو ديني قانون په توګه پاته شول، نو دا زمانه يې ولي د اسلام تاريخ شي؟ ځکه د اسلام پيل، ترقي او خپل کمال ته رسېدا خو له دې مخکي لا شوي، نو دا دورونه یا زمانې بیا د اسلام تاريخ ولي وبولو؟
د اسلام په تر ټولو اساسي متن کي ویل شوي چي (لا اکراه في الدين) دا يوازي يو ځای نه، بلکي په مکي او مدني سورتونو کي څو واري دا مفهوم په مختلقو الفاظو ادا شوی، مګر له دې سره تر رسول الله را وروسته امیرانو، خلفاؤ او پاچاهانو د اسلام په نوم د نورو ملکونه لاندي کړل. فتوحات يې وکړل. د هغو مالونه، ښځې او هیوادونه يې ځني ونیول، بانه يې همدا کړې وه چي اسلام خپروي. اسلام ته د خدمت په بانه يې لکونه انسانان ووژل، هيوادونه يې وران کړل، ښځې يې له حقوقو بې برخې کړې او تر ټولو بده لا دا چي دوئ هم په خپل وخت کي او هم وروسته ځانونه خوندي کړل، چا چي نیوکې کولې هغوئ پر اسلام او د اسلام پر پيغمبر مخ را واړاوه. هغوئ هيڅ ملامت نه وو، ځکه موږ د همدې کسانو اعمالو ته د اسلامي تاريخ جامه ور اغوستې وه، له دې امله نو هغوئ هم امیران، خلفا او پاچاهان دومره نه غندل لکه اسلام چي يې وغانده، ځکه دوئ فکر کاوه چي اسلام همدا امر کوي، نو تر فرعي شیانو د اساسي شي غندل ګټور ورته ښکارېدل.
د مورخينو همدې تېروتنې په مسلمانانو کي دا فکر پيدا کړ چي لکه تېر خلفا، اميران او پاچاهان، د اسلام امیر بايد تر خپل ټول ژونده امیر وي. د ستونزې اصلي ريښه دا هم ده چي امیرانو خپل ځانونه له رسول الله سره سيال ګڼلي دي، دوئ فکر کاوه چي هغه په خپل ژوند کي امیر وو، نو موږ هم بايد شو. دې توپير ته فکر نه دی شوی چي رسول الله نبي وو، د نبوت ترڅنګ رسول الله ځان ته د يو امیر په توګه هغه اختيارات نه دي ور کړي، لکه دوئ چي ور کړل.
د واک ميراثي کول يو بل ناسم ګام وو چي د مسلمانانو امیرانو واخیست. پيل يې امیر معاويه کېښود او دا لړۍ وروسته د اسلام د ساتنې، استازيتوب، جهاد او نورو مقدسو نومونو لاندي وغزول شوه. که مورخينو له پيله د دوئ اعمال له اسلامه بیل کړي وای، د اسلام د تاريخ او مسلمانانو د تاريخ توپير ته متوجې شوي وای، نو نه به دوئ بیا په ښه خونديتوب هغه جنايتونه کول او نه به نامسلمانو پر اسلام د دوئ د اعمالو له امله نیوکې کولې.
که موږ له اسلامه د دفاع جذبه له ځان سره لرو، نو بايد د اسلامي تاريخ پر ځای د مسلمانانو تاريخ وکاروو. د رسول الله له دورې را په دې خوا د هر چا اعمالو ته د ښه او بد په نظر کتل د انسانانو مسووليت دی. هر مورخ د ټولو هغو جنګونو، واقعاتو او پيښو په تاريخي عواملو پسي دي وګرزي چي د مسلمانانو په تېر تاريخ يې له نورو قومونو سره د دوئ لاس او ګرېوان کېدو سبب شوي دي.
دا ډول تاريخ به موږ ته ډېر څه را زده کړي. د اسلام په اړه به ډېر شکونه له منځه يو سي. خلګ به داسلام او مسلمانانو دتاريخ مهم فرق ته متوجې شي. د مسلمانانو په تاريخ کي د پټو خاينينو څېرې به را بربنډې شي. هغه نیوکه به خپله ځواب شي چي وايي اسلام د توري په زور خپور شوی، نه د دعوت، منطق او استدلال په زور. که موږ د مسلمانانو اعمال خپله دوئ ته منسوب کړو او د ښه و بد پړه يې هم د دوئ پر غاړه ور واچوو، نو له تاريخي ابتکار سره به مو د ډېرو ستونزو حل کولو ته اسانه لار موندلې وي.
۲۰۱۷/۲/۱۰
یاره زه خو پدې برخه کې موافق نه یم ، د اسلام تاریخ د ګران پیغمبر له بعثت نه را شروع او تر نن پورې دوام لري. د هرچا اعمال بیا بیل دی.