حکمتیار له قیصاري سره روغبړ کوي

تاند- ویل کېږي چې ګلبدین حکمتیار د ملي غورځنګ له مشر جنرال عبدالرشید دوستم او د وحدت ګوند له مشر محمد محقق سره د ګډ انتخاباتي ټکټ پر سر په خبرو کې موافقې ته نژدې شوی دی.

د اسلامي حزب سرچینې وايي چې حکمتیار له جنرال دوستم سره د وړمې ورځې په خبرو کې په دې سلا شو چې دوستم د ولسمشرۍ لومړی مرستیال او محمد محقق یې دوهم مرستیال وي.

تراوسه پورې اسلامي حزب، جنبش او وحدت ګوندونو په دې اړه رسماً څه نه دي ویلي.

تر دې وړاندې ویل شوي و چې محمد محقق له محمد حنیف اتمر سره موافقې ته رسېدلی چې د ولسمشرۍ په انتخاباتو کې د نوموړي د دوهم مرستیال کاندید شي.

که څه هم د اسلامي حزب سرچینې، د نوم د نه ښودلو په شرط ادعا کوي چې محقق له حکمتیار سره موافقې ته رسېدلی خو دې ته په پام چې محقق له ایران سره نژدې او تودې اړیکې لري او حکمتیار د ایران په باور سعودي پلوه دی، د دواړو خواوو د جوړجاړي احتمال لږ ښکاري خو د افغان سیاستوالو په اړه دا خبره مشهوره ده چې ايتلافونه او مخالفتونه یې نه اټکلېدونکي دي.

پخوا حکمتیار ویلي و چې ځان ولسمشرۍ ته نه کاندیدوي خو د بل کاندید ملاتړ به وکړي؛ مګر اوس داسې ښکاري چې حکمتیار په خپله لېواله شوی چې ځان کاندید کړي.

4 thoughts on “د اسلامي حزب سرچینې وايي، حکمتیار له دوستم او محقق سره د انتخاباتي ټکټ پر سر موافقې ته رسېدلی”
  1. دا چې حکمتیار د ولسمشرۍ مرستیالۍ پرځای جرآت کوي خپله ولسمشرۍ ته ځان کاندیدوي، فقط وفقط د پښتون قوم د اجتماعي حیثیت نه ګټه اخلي… د هماغه قوم چې ترټولو ده ډیر ووژل یا یې افراطیت و ترهګرۍ ته ټیل وهل

  2. نن سبا د هیڅ بشری ټولنی افغانستان غوندی د ژوندی تاریخ مسیر د حیرانوونکو او په عین حال کی وېروونکو ځنکلونو او دریابونو او ژورو شېلو څخه د عبور په حال کی ندی او هر سیاسی او اجتماعی تحلیلګر ته مشکله ده چي ددې پېچلی او خطرناک مسیر د څرنګوالی انتها پېش بینی کړای شی

  3. د اسلامي حزب سرچینې وايي چې حکمتیار له جنرال دوستم سره د وړمې ورځې په خبرو کې په دې سلا شو چې دوستم د ولسمشرۍ لومړی مرستیال او محمد محقق یې دوهم مرستیال وي.

ځواب ورکول سلیم ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *