سباوون –
امریکا او د هغې سیاسي مخالفین دسوریې پر شخړه سره ببر شوي دي. امریکا غواړي سوریې ته پوځي ګوزار ورکړي او ددې له پاره یی دمشروعیت مهم دلیل دا ګڼلی، چې ګواکې بشارالاسد د دمشق خواو شا کیمیاوي وسلې کارولي، خو ایران، چین او مسکو بیا د امریکا ددې دریځ پر وړاندې دیو موقف لرونکې دي، چې هغه دامریکا دبرید سره مخالفت دی او دغه اختلاف دسیمې او نړۍ امنیت ته ستر ګواښ ګرځېدلی دی. دنړۍ مشران په دې ښه پوهیږي، چې دسوریې پر سر د زور ازمایښت د بارودو او کیمیاوي وسلو څخه د ډکې او مالامال نړۍ د بربادیو پېلامه کېدای شي، خو داچې لویدیځه نړۍ پر مسلمانانو او عربي نړۍ ولې سره سترګه ورځي، تر شا یی د سعودي عربستان د شیخانو هغه مالي ملاتړ له ځانه سره لري چې د شاهي خوبونو د خوندي کولو په موخه یی امریکا ته داسلامي نړۍ د ځپلو په موخه ورکوي.
څه موده وړاندې د ویکیلیکس افشا شویو اسنادو کې د سعودي دپادشاه ( ملک عبدالله) په اړه هم رسوایۍ رامنځ ته شوې وه، چې ګواکې امریکا ته یی پر ایران د برید سلا ورکړې وه او ورورسته وروسته ډېرنور څه هم په ډاګه شول، چې داسلامي ملکونو په جوړو نظامونو کې دسعودي د شیخانو او ملکانو لاسوهنې یی بللای شو. دبېلګې په توګه د کویټ اشغال، دبغداد پرزېدا، د مصر روان حالات، د لیبیا انقلاب او اوس اوس د سوریې صورتحال، په حقیقت کې د عربي نړۍ له کړۍ څخه د څو خپلواکي پرستو د اېستلو تابیا ده، چې سعودي یی کوي.
تېره ورځ د سعودي داستخباراتتو مشر سعود الفیصل رسنیو ته ویلي وو، چې سوریې نور عربي هویت له لاسه ورکړی دی او نور نو باید داسد رژیم ختم شي. دا نو څه مانا ؟ حقیقت دادی، چې سعودي شیخانو ځانته داسې یوه مرتبه ورکړې ده، چې کله وغواړي نو یو هېواد دعربي هېوادونو له کتاره باسي او کله هم یو هېواد داسلامي هېوادونو کتاره ته د ننه کوي، پداسې حال کې چې د نورې نړۍ اسلام او مسلماني دسعودي له هغې سره داصولو او اسلامي همدردۍ له پلوه کورټ توپیر لري او تر سعودي شیخانو ډېر اسلام ته ژمن دي، خو توپیر دادی، چې مکه او مدینه یی په هېوادونو کې نشته.
داسلامي نړۍ جاري صورتحال او دغو ټولو بدبختیو ته چې ګورو، نو لومړی او اصلي ملامت یې سعودي شیخان بلل کیږي، چې په څرګنده یې دقضایاو مسوولیت ته نور نور لاسپاکونه پیدا کړي دي. په سوریه کې څوک مري؟ مصر کې څوک وژل کیږي، لیبیا کې څوک در په در شول؟ بغداد کې له سنیانو چا واک واخيست او کویټ چا د اژدها خولې ته برابر کړ؟ ایا په دغو ټولو هېوادونو کې مسلمانان په عذاب اخته دي او که یهودیان یا نصارا ؟ البته چې ځواب یی په مسلمانانو بشپړیږي او چې کله اسلامي نړۍ دداسې مصیبتونو ښکار کیږي، د اسلام د منبع او سرچېنې په توګه دسعودي دشیخانو مسوولیت څه دی؟ او ایا دغه مسوولیت یی څومره او څه ډول اداکړی دی؟ او …؟؟؟؟؟ نو چې خبره هر ډول تعبیر شي، بیا هم نتیجه دا راوځي چې اسلامي نړۍ د سعودي دشیخانو بې کفایتیو له برم او پرتم څخه را غورزولې ده او ترڅو چې د سعودي شیخان له برمه ونه غورځي او د سعودي په حکومتي سیستم کې اصلاحات رانشي، نو اسلامي نړۍ به همداسې ورځ تر بلې له ذلت سره مخامخیږي او باج و خراج به یی یهود او نصارا اخلي.
که موږ یوه بسیطه ارزونه وکړو، نو دسعودي عربستان دعوایدو تر ټول ستر مدارک د سروزرو کانونه، نفت او دحجاجو دحج اداکولو ټیکسونه دي، چې په دې کې دحجاجو له مدرکه سعودي ته ورټولیدونکي عواید تر نورو لوړ دي او دغه عواید چې په مقدس او سپېڅلي نامه يې شیخان له اسلامي هېوادونو څخه تر لاسه کوي، بېرته یی دهماغو خلکو په تذلیل لګوي، چې مسلمانان دي او دالله کور ته د پیسو په بیه ورغلي دي او خپل ایماننونه یی تکمیلول.
سوریه هم دبشارالاسد حماقت او دسعودي دشیخانو مسؤنیت پر دویمه کربلا بدله کړې ده او اوس نو وار دامریکا ده، چې دا ځل پر سوریې باندې برید وکړي.
ایران او مسکو لویدیځ ته دړکه کړې ده، چې که په سوریې باندې نظامي برید وکړي، ښایی عکس العمل یی هم وڅکي او دا ګواښ ځکه دسعودیانو له پاره ګران تمامیږي، چې یو خو سعودي لودیځ هڅولی وو، چې پر ایران برید وکړي او ایران دغچ اخېستنې له پاره غوره او طلایی چانس لري او بل خوا مسکو هم په سعودي دبرید دړکه ورسپارلې ده، ځکه مسکو پوهیږي چې دوی دسعودي ریالونو مات کړل، دواړه صورتحالونه سعودي شیخانو ته هم ګټور نه دي او لویدیځ والو ته هم.
پر سوریې دامریکا دبرید په غبرګون کې دمسکو حساسیت ته همدغو شیخانو د ملیاردونو ډالرو د ورکړې وړاندیز او د نفتو دقراردادونو په سهمیه کې د مسکو د شراکت ژمنې وکړې او په دې توګه یی د حرمینو د زیارت په نامه د زایرینو څخه راټولې شوې پیسې بېرته دمسلمان دځپلو په موخه دیهودو او نصارا اکاونټونوته استوي، ترڅو مسلمان ورباندې له برمه وغورځوي.
که د سعودي شیخانو سره داسلامي امت غم وایی او یایې داسلامي نړۍ د زعامت وړتیا او شایستګي درلودای، نو ددې پرځای چې اسلام او مسلمان د ذلت هڅه وکړي، برعکس به یی دیهودو او نصارا پر وړاندې یو دستاینې وړ دریځ غوره کړی وای خو داسې یی ونه کړل. داسلامي نړۍ په تذلیل باندې ترسره کېدونکي لګښتونو سره اسلامي امت په ملا نیغېدای شو او د یهودو او صلیبیانو پر وړاندې یی د مقاومت توان ترلاسه کولای شو، اما پرعکس سعودي له مسلمانانو څخه په لوی لاس دا توان اخلي او نامسلمان لوري پرې پیاوړي کوي.
دسعودي شیخان ولې دسلامي نړۍ تذلیل غواړي ؟ دا پوښتنه ګڼشمېره ځوابونه درلودای شي، چې هر یو یی په خپل تعبیر سره درست دی اما په ټولیز باور دسعودي شیخان د خپلې ملکۍ د بقا او تداوم په موخه اړ دي، چې حریف له مخې لرې کړي او تر ټولو لوی حریف یی داسلامي نړۍ هاغه ستر کفایتونه دي، چې هرګز یی د عیبونو او نقیصو په جامه سمبال شیخان نه شي زغملای او په نتیجه کې یی دیوې بدرنګې ډرامې لګښت ته اوږه ورکړې ده، چې دیو نامشروع واکمنۍ تداوم یی نصب العین دی او په دې کیسه کې نه دي، چې دغه نامشروع تداوم اسلامي نړۍ او اسلام ته زیان اړوي او که ګټه.
یوه ترټولو ستره اندېښنه چې سعودي شیخان یی لري داده، چې که اسلامي نړۍ د اتفاق او وحدت په جامه سمبال شي او د ګډ تفاهم ژبه ومومي، نو دسعودي دشیخانو ملکۍ ته به زیان واړوي او دغې ډار شیخان اړ کړي دي، چې په ټولو اسلامي هېوادونو کې دتشنجاتو ملاتړ وکړي، دعربي هېوادونو د یووالي تصور ختم کړي، ټول اسلامي هېوادونه داحتیاج په حالت کې دځان لور ته مایل کړي او په دغه فلسفه باندې د حجاجو د سپېڅلي سفر نرخونه هم کله ښکته او پورته بوځي، ترڅو د اسرایلو او امریکا مالي پشتوانه ور پوره کړي او ملکي یی دوام پیداکړي.
که د بشریت د ملاتړ خبره مطرح وي، نو په نړۍ کې ترټولو ستره بشري کتله مسلمانان دي او که سعودي حکومت کفائیت درلودای، نو دوی باید پوهېدلې وای، چې دوی له سعودي او د اسلام له مقدسو اماکنو څخه ملاتړ او دفاع کوي او که د شتمنۍ په لحاظ وي، نو سعودي دنړۍ تر ټولو شتمن هېواد دی ، نو پکار خو داوه، چې اتوم هم دسعودي په واک کې وای او تکنالوجي هم، مګر سعودی شیخانو ددې پرځای چې داسلامي امت د بریالیتوب ستر شهکار تر سره کړي، برعکس لګیا دي په لوی لاس داسلامي نړۍ د ټوټه کېدو په لاره کې د غرب مالي ملاتړ کوي او تر شا یی د شیخانو دملکۍ د تداوم فکر پروت دی او دا کار داسلامي نړۍ د برم پرتم پرځای د څو خودخواه او یهودپالو د واک او ځواک دتداوم ناچیزه اراده ده.
زما په باور دسعودي دشیخانو دا نامانوسه پالیسي هم ونه چلېده او دغه ورسته مفکوره ورځ تر بلې رسوا کیږي، نو ښایي چې دسعودي شیخانو نامشروع هڅې بالاخره د دې باعث شي، چې عکس العمل یی داسلامي نړۍ په توحید تمام شي او بیا به نو که خدای کول داسلامي نړۍ فراعنه او جعلي اسلامپالان رسوا او پر مخ به یې تورې خټې ور وتپل شي او نن ددې ورځې رارسېدو ته د ټولو مسلمانانو په سینو کې زړونه تپیږي او تمه ده، چې خدای به اسلام ته بریا نصیب کوي او پر اسلام روانې معامله ګرۍ به مختوري کیږي، ځکه داد الله پاک ژمنه ده، چې حق ته به بریالیتوب ور په برخه کوي او باطل به مختوري او رسوا کیږي. که دسعودي مشران پر اسلام او یا دمسلمان په توحید ګروهمن وای، نو نن به مسکو پر حرمینو دبرید تکل نه کاوه او نه به اسلامي نړۍ د سعودي پر ځای په دغه احتمالي جګړه کې د مسکو تر شا ودرېدل. داسلامي نړۍ دغه دریځ سړي ته د رحمان بابا وینا ور په یاد کړي، چې: ناروا دضرورت پر وخت روا شي – ما له ډېرې ناچارۍ و یار ته شا کړه
او په روانه معامله کې دسعودي له ملکانو څخه داسلامي نړۍ د نه ملاتړ روحیه دستر خوشال بابا هاغه فرموده سړي ته ور په یادوي، چې وایی:
دفساد فکر مې نشته خدای حاضر دی
خپل ساعت به تیروم عمر اخر دی
اطاعت داولوا الامر ځکه نه کوم
خلیفه دزمانې په زړه کافر دی
باور دادی چې امریکا دسعودي په مرسته دوه ستر هدفونه تر لاسه کوي، یو داچې دعربي هېوادونو نفتي زېرمې تر ولکې لاندې راولي او بله داچې دسعودي په شمول ټوله اسلامي نړۍ د رهبرۍ له قابلیته باسي او خدای نخواسته که دا کار تر سره کیږي نو دسعودي شیخانو په مټ به تر سره کیږي.
موږ باور لرو، چې داسلام په وړاندې هر ډول بدنیت به الله پاک ناکاموي، مګر دسعودي دشیخانو ناځواني به داسلامي تاریخ په پاڼو کې د یو تور داغ په توګه پاتې شي.
له محور ورځپاڼې په منننې.
نوری خبری درسره منم خودسوریی په برید کی چه هرڅوک مرسته کوی ښه کوی،
م. افغان