تاند- د اسلامي هیوادونو سازمان (OIC) په کابل کې د پولیسو د جلب و جذب پر مرکر د چهارشنبې د ورځې حمله په کلکه وغندله او هغه یې یو تروریستي برید وباله.
د کابل په پرونۍ حمله کې ۱۴ تنه شهیدان او ۱۴۵ نور ژوبل شوي دي. په ټپیانو کې تر ۹۰ ډېر عام ښاریان دي.

د اسلامي هیوادونو سازمان په یوه اعلامیه کې، چې تاند ته یې هم رالېږلې، ویلي چې د دې ټولنې سرمنشي ډاکتر یوسف بن احمد العثیمین ټینګار کړی چې د اسلامي هیوادونو سازمان د تروریستي برید په وړاندې له افغانستان سره پیوستون ښيي او په دې تروریستي برید کې د وژل شویو کسانو له کورنیو سره خواخوږي حرګندوي او همداراز د ټپیانو لپاره د ژر تر ژره رغېدا هیله کوي.
د کابل د پروني تروریستي برید مسوولیت طالبانو په غاړه واخیست.
طالبانو د دې برید مسوولیت په داسې حال کې په غاړه واخیست چې د دې ډلې د قطر د دفتر ویندوی وویل چې طالبان د سولې په برخه کې له امریکایانو سره پر اصلي موضوعاتو موافقې ته رسېدلي او یوازې پر جزییاتو د دواړو خواوو تخنیکي ټیمونه خبرې کوي.
طالبانو پخوا په ځلونو ادعا کړې چې یوازې له افغانستانه د بهرنیو پوځیانو د وتلو غوښتنه لري او که بهرني پوځیان ووځي له افغانانو سره ستونزه نه لري.
یو شمېر افغانان د کابل برید د هند د هغې پرېکړې غچ بولي چې کشمیر یې له خپلې خاورې سره وتاړه او د دې سیمې نیمه کورواکي یې پای ته ورسوله.
دا تاثر هغه مهال لا قوت واخیست چې د پاکستان د اپوزیسیون مشر وویل، نه شي کېدای چې کشمیر به په جنګ کې سوځي خو کابل به ارام وي.
سه فایده لری غندل