تاند – د اسلامي کانفرانس سازمان ۴۶مه غونډه نن جمعه /د حوت ۱۰مه/ د متحده عرب اماراتو په ابوظبی ښار کې د دغه کانفرانس د عمومي منشی، ډاکتر یوسف بن یمین العثیمین، په وینا پیل شوه.

یوسف بن یمین یو سعودی سیاستوال دی چې له ۲۰۱۶ کال راهیسې د دغه سازمان د عمومي منشي په توګه کار کوي او په ۱۹۸۶ کال کې یې د واشنګټن له امریکایي پوهنتون څخه په سیاسي ټولنپوهنه کې ډاکتري کړې ده.

د پاکستان جیو تلوېزیون وایي، په غونډه کې د دغه کانفرانس یوه مؤسس غړي، پاکستان، له دې امله له برخه اخیستنې څخه انکار وکړ چې د سیال هېواد، هندوستان، د بهرنیو چارو وزیره یې د «معززې مېلمنې» په توګه ور وبلل شوه.

ویل کیږي چې د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي ډېره هڅه وکړه چې د اسلامي کانفرانس د موسسې چارواکي په دې قانع کړي چې د هندوستان د بهرنیو چارو وزیرې ته ورکړې بلنه لغوه کړي او له هندوستان سره د پاکستان په جنګ کې د پاکستان پلو ونیسي خو او آی سي دا کار ونه کړ.

تحلیلګران وایي چې پاکستان د اسلامي کانفرانس سازمان، سعودي عربستان او متحده عرب اماراتو څخه غوښتي وو چې په پاکستان کې د ترهګرو په پټنځایونو د هندوستان برید وغندي او په دغه جنګ کې د پاکستان ملاتړ وکړي لاکن هغوی نه یوازې مرسته ورسره ونه کړه، غندلو ته یې هم زړه ښه نه کړ.

ښایي د اسلامي کانفرانس چارواکو له دې امله د هندوستان د بهرنیو چارو وزیرې ته په غونډه کې د ګډون بلنه ورکړې وي چې په دغه هېواد کې د مسلمانانو شمېر ۱۹۰ میلیونو ته رسېدلی او د هغه د ګاونډي هېواد پاکستان په نسبت یې د مسلمانانو شمېر یوازې ۱۰ میلیونه کم دی.

د پاکستان د پارلمان د دواړو جرګو په یوه ګډه غونډه کې نن یو شمېر سیاستوالو له حکومت څخه وغوښتل چې د اسلامي کانفرانس له غونډې څخه دې بایکاټ نه کوي خو داسې ښکاري چې د دغه پوځي نظام واکمن به په خپل انکار ټینګ پاتې شي.

د اسلامي کانفرانس سازمان په ۱۹۶۹ کال کې تاسیس شوی، ۵۷ هېوادونه یې غړیتوب لري چې د څه کم دوه میلیارده مسلمانانو استازیتوب کوي. افغانستان په ۱۹۶۹ کال کې د دغه کانفرانس غړی شوی دی.

2 thoughts on “د اسلامي کانفرانس سازمان پاکستان ته سخت ټکان ورکړ”
  1. A very good news. Pakistan is a fack country and is to warned for its support with terrorism. Its wrong policies are to condemned by the summit of OIC.

  2. هندوستان علاوه پردې چې د نفوسو یوه غټه برخه یې مسلمانان دي، له ټولو عربي هېوادونو سره په دوستي او صادقانه اړیکو کې تر ډېرو اسلامي هېوادونو کې ښه نوم او شهرت لري. په اکثرو عربي او نورو اسلامي هېوادونو کې د هند متخصصین او انجنیران د هغوی له کارګرانو سره یوځاي په خدمت مصروف دي. هندوستان د خپل ضرورت تېل له عربي هېوادونو نه تر لاسه کوي او په مقابل کې خپله تکنالوژی او تولیدي مصنوعات ټولو اسلامي هېوادونو ته صادروي.
    د هندي متخصصینو کار ارزانه ، ګټور او ښه کیفیت لرونکی دی ، نو ځکه هېڅ اسلامي هېواد نه غواړي د پاکستان د غلطو سیاستونو لپاره خپلې ګټې د پاکستان قرباني کړي.
    په مهمو نړیوالو پرېکړو او سیاستونو کې هند د مسلمانانو ملاتړ کړی او د هغوي ترڅنګ درېدلی دی. د مثال په توګه د عربو او اسراییلو په معضله کې هندي سیاستوال د عربانو ترڅنګ درېدلي دي.
    پاته شو پاکستان لاتر اوسه په سیاست او نړیوالو اړیکو کې دوه مخی او طفلانه برخورد کوي. اوس ټول نړیوال خصوصا اسلامي هېوادونه د پاکستان په منافقانه سیاست پوهېدلي دي ، نو ځکه په خپل رنګ کې یې کوټ وخوړ.

ځواب ورکول Tariq ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *