د چشم بندۍ د هنر په اړه به مو هرو مرو اورېدلي وي.

مداریان، ډېر کله د یوه شي د لوی تصویر یا چوکاټ د ښکارولو، او جزئیاتو د پټولو له لارې، انسانان تېرباسي، او د یوې پېښې غلط تصویر ورته وړاندې کوي.

روغ سړی، د غوایي تر لکۍ لاندې ننوځي، او تر سر یې را ووځي. په اصل کې، سړی د غوا تر هغه بغل تېر، او هغه بل اړخ ته را څرګند شي، او مداري همدا نارې وي چې نه سحر دی، نه جاد دوی. د ګوتو چالاکي ده، د ژبې چالاکي ده.

د چشم بندۍ دا هنر سیاسي مداریان، په تېره مذهبي سیاسي مداریان تر ټولو ډېر کاروي، خو دوی بیا، لکه د بازار د مداریانو دا نارې نه وهي چې نه دین دی، نه مذهب دی، د ژبې، او سیاست چالاکي ده.

د سیاسي چشمبندۍ تر ټولو بې خونده صحنه، نړۍ ته د پاکستاني ملایانو، پوځیانو، او رسنیو لخوا د افغانستان ارایه شوې څېره ده.

اشغال، امریکا، صلیب، خلافت، امارت، خپلواکي، ماموس او نور ورته عبارتونه، د چشمبندۍ د دې تېر ایستونکي تصویر برجسته برخې دي، چې تر دې ټولو مفهومونو لاندې، او یا په بهانه، د تصویر په دننه کې زرګونه ناخوالي پټې کړای شوي، او زرګونه خطاګانې صحیح ګڼل شوي دي.

د چشم بندي د هنر د تېرایستنې زور په دې کې دی چې د خلکو توجه د تصویر له جزئیاتو څخه د تصویر عمومیاتو ته اړوي، او په جزئیاتو کې بیا مداریان خپل مداریتوبونه کوي.

پاکستاني رسنیو، ملایانو، لاییسټانو، او سیاستوالو په تېر دېرش کاله کې نړۍ ته د افغانستان عمومي تصویر د پورته یادو شویو چوکاټونو په دننه کې معرفي کړ، خو نړۍ یې د دې چوکاټ له بې محتواتوب څخه بې خبره وساتله.

یو د یوې قضيې عمومي تصویر وي، او یو یې جزئیات وي. ډېر کله، جزئیات تر عمومي تصویر ډېر بدل وي. مثلاً، د افغانستان د قضیې عمومي تصویر داسې دی، چې په افغانستان کې یوه نالوستي شروط الصلاتي ملا امارت المومنین جوړ کړ. د یوه کافر زبرځواک حوصله د نړۍ په هغه بل سر کې ورته تنګه شوه، او پسې را ویې ځغاستل، امارت یې ړنګ کړ او…

خو که دې تصویر جزئیاتو ته ولاړ شو، بیا دا سول را ولاړېږي، چې ښه، دې نالوستي ملا د ۹۰ زره وسلوالې ملېشې د وسلې، تېلو، ډودۍ، اعاشې، اباتې، د الوتکو، او ټانګونو د سون د موادو، لس ګونه زره ریزرف چړیانو د پاللو لګښتونه له کومه کول؟

په پنجابي جرنېلانو څه وشول چې یو ناڅاپه يې سرې ږیرې پرېښودې، او پیرخانه یي ګردې بګړۍ یې پر سر کړې. د افغانستان پر تاریخي آثارو، بیت المال، او طبیعي شتمنیو څنګه چور ګډ شو. نالوستي ملا صاحب ته چا د الوتکو ښکته کولو چل ور وښود؟

په افغانستان کې کافر څوک ول چې د سعودي، کویت، اماراتو، او بډایه عربي هېوادو مجاهدینو جهاد ته دلته را ځغاستل؟

د افغانستان د قضیې د جزئیاتو په اړه د نړۍ د علماوو، پوهانو او مسلمانو ناخبري د دې لامل شوه چې هغوی پر لوی تصویر قضاوت وکړي. د نړۍ مفتیانو د افغانانو لوږه، دربدرۍ، سرسرتورۍ، بې پرده ګۍ، او بې وزلۍ ته هیڅ وخت محاسبه ونکړه، او تل یې د لوی تصویر پر اساس، قاسیانه او وحشیانه فتواوې را و ویشتلې. د سعودي، کویت، او نورو بډایه هېوادونو مفتیانو، چې په کورونو کې یې درځن درځن فلپینۍ وینځې ساتلې، د افغانستان د یوه کلیوال مین هلک پر سنګسار شاباسي را استول. دوی ته د عمومي تصویر د امارت، شریعت، حدود توکي ور ښکارېدل، خو په دې جزئیاتو بیا ناخبره ول چې د افغانانو فحاشي د دوی د تقوا برابره ده.

له لوی تصویر څخه د یوه تصویر جزئیاتو ته د انسان د حواسو سرایت په دوو صورتونو کې ممکن دی.

یو دا چې له حقایقو په فاصله کې ونه اوسې، او وضعیت له نیږدې وڅارې.

دوهمه دا چې بصیرت، د زړه سترګې، او ژور نظر ولرې.

د افغانستان د قضیې په اړه له دې دوو عمده ستونزو څخه یوه خامخا موجوده وه.

یا دا وه چې د نړۍ مفتیان او مذهبي جنونیان د افغانستان د قضیې له جزئیاتو ناخبره ول. دوی د افغانستان او پاکستان له تاریخي اړیکو، د پنجاب له رذالتونو، د افغانستان له مجبوریتونو، په افغانستان کې د خوارجو له کرداره، د جهالت د ګوډاګیو جهادیانو له ظلمه او جهالته، او د دیني علم او پوهې له کچې مطلق نا خبره ول، او د حقیقت له دې تصویر څخه په فاصله کې ول.

البته، د دوی د ناخبرۍ عذر هیڅکله سم نه و، او د دوی قاسیانه فتواګانې یې هیڅ وخت نه شوای توجیه کولای.

دا ځکه چې د فتواوو لپاره هیڅکله پر عمومي تصویر قضاوت او د عمومي تصویر درک کفایت نه کوي.

له عمومي او ټولنیزو مسایلو سره زموږ، او اروپایانو او پرمختللیو هېوادونو د برخورد یو عمده تفاوت دغه دی چې هغوی تر تصمیم نیولو، قضاوت کولو، او تګلار جوړولو مخکې، یو ځل خپل معلومات د سروې ګانو، بحثونو، او ژورو څېړنو له لارې بشپړوي. بیا را ټول شوي معلومات تحلیلوي، او بیا پرېکړه او حکم صادروي، خو د سعودي، او مصر ملا بیا په ړندو سترګو، فاقد بصیرت، خپل بې دماغه سر د څلورمې یا شپږمې پېړۍ پر لیکل شوي متن او کتاب خم کړي، او له مصر څخه د افغانستان د سیاست قطبونه وټاکي، او فتوا صادره کړي. همدا علت دی چې د دوی فتواوې، او سیاسي تحلیلونه د افغانستان له ګټو، او د ښه ژوند او اساسي حقونو له معیارونو سره په ټکر کې وي. لکه یو څوک چې له لري څخه یواځې د تصویر چوکاټ ویني، دوی هم له لري څخه یواځې امارت، شریعت، امیر المومنین، امریکا او … ګوري، خو له دې نه دي خبر، چې دې ملت د پاکستان له لاسه کومې ورځې ولیدې، یا یې ګوري. په دې نه دي خبر، چې د امارت ملایان ملایان ول، که د آی ایس آی مېجران، او پوځیان؟ په دې نه دي خبر، چې د امارت پر مهال د ریشخورو په فرقه کې مسلمان اسلامپالي پراته ول، که سیکیولر پاکستاني رنډۍ زاده پوځیان؟

په دې نه دي خبر، چې د افغانستان د بد سړي مسلماني څومره د دوی د ښه سړي تر مسلماني ډېره معیاري او لوړه ده.

په دې نه وي خبر، چې د دوی د فتوا په لاس مجاهد له وېرې نجونې ځانونه له لوړو پارتمانونو راغورځوي، او هلکان ترې پټ ساتل کېږي. په دې نه دي خبر، چې د دوی فتوا په لاس طالب په د څومره مسلمانانو وینې وبهولې، او مسلمانانو ته یې څومره تاوان ورساوه.

دا مفتیان د افغانستان د ملت مجرمان دي. دوی هغو اسطوروي حشراتو ته ورته دي، چې د ابراهیم علیه السلام لپاره بل شوي اور ته به یې له د باندې څخه ور پوه کول. دوی هم، د افغانستان د ابراهیمي ملت پر وجود بل اور ته د خپلو فتواګانو پوکي سیخ کړي ول، او زموږ د نینه کېدونکیو سرونو له ټکهاره یې خوند اخیست.

مخکې مې دوه ډوله خلک یاد کړل. یو هغه چې په فاصله کې، ناخبره، او لري ول، او غلط قضاوت یې وکړ.

بل هغه ډول خلک، چې نیږدې ول، خبر ول، خو هغو ړندو ته ورته ول چې د نه بصارت او نه بصیرت له امله یې له نیږدې څخه هم یواځې عمومي تصویر لید.

دا خلک د عقلي تخلف ښکار دي. دوی عقلي کمزورتیا، او د تحلیل او درک د صلاحیت ستونزه لري.

دا هغه خلک دي، چې د تراژيدۍ په منځ کې بې خبره ده. د دې ډول بې بصیرتو ډېرې نمونې دي، خو تر ټولو بدې نمونې یې بیا هغه دي چې د افغانستان د ملت پر سر یې پراخ امتیازونه ترلاسه کړي، د پارلمان وکیلان، د دولت چارواکي پاتې شوي. له امریکایي، انګرېز، هندي، او چینایي سره یې تجارتونه، سوداګرۍ، او معاملې کړي، خو چې کله قضیه تحلیلوي، لا هم لوی تت تصویر ته ګوري، او له عیني واقعیتونو انکار کوي.

د افغانستان د قضیې په اړه د هم نړیوال او هم کورني احساساتیان، د پاکستاني مذهبي مداریانو په چشم بندۍ کې را ایسار دي. دوی هیڅکله د تصویر جزئیات نه ویني، او تل د تصویر د تېر ایستونکي قالب پر اساس پرېکړه کوي.

 مجيد قرار

6 thoughts on “د اسلامکارو چشمبندي، نه سحر، نه جادو ده، سیاسي چالاکي”
  1. قرار صیب دوه سوه او پنځه شپیته نیم فیصده در سره موافق یم.

    منم دې

  2. زماپه نظراوس په جهان کی داسی سوک دیرکم دی چی دمفتی درجی ته ورسیژی زکه مفتی بایدلومری خپله فتوای په خپله عملی کری بیانورته دهغه دعملی کیدوامروکری خواوسنی مفتیان خامخازانته یولاره پریژدی چی خپله فتوای بیاپه راتلونکی کی دوی ته کومه ستوزه جوره نکری .بل داچی پنجاپیان هم دفتوای اهلیت لری ؟زوماپه نظرخوتول دجهان فسادله همدی ناولی زای سخه سرچینه اخلی.تولی دپشتنوپه جامه کی دفحاشی اودوخت دضایع درامی همدوی خوره وی بیازمونژدوژلوفتوای همدوی ورکوی.

  3. Qarar saheb, outstanding analysis .

    Please gather all ur writings and publish a book. All u write is like knowing DNA, atoms and molecules of Afghanistan’s problems. You are a true lover of Islam and ur motherland.

    Keep it up man!

  4. محترم قرار صاحب دتحلیل څه دي مننه ، تاسو دقضیی دواړه مخه دیوه تریخ حقیقت په توګه وویونکوته څرګندکړه ، دانوپه هغه کسانوپوري تړلي ده چه د حقایقوپه تلاښ پسي یی سپیڅلي هڅي شروع کړي وي اوددی هڅوپه لاره کي دهیڅ ډول تعصب او شخصي ملاحظاتو ودباؤ ته ځان تسلیم نه کړي اوپدي برخه کي په آزاد ذهن قضاوت وکړي چه دغه پخپله په ټولنه کي دغلطیو او ناخوالودمخنیوي مؤثره اوعلمي لاره ده چه خدای دي موږ ته پرهغه توفیق راکړي . امین

ځواب ورکول NABIL ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *