د غزني ولایت مقام
خبرپاڼه
نیټه : ۲۳ -۱ ۱۳۹۴
 
د غزني ولایت مقام لخوا د دې ولایت په انګړ کې د لومړې ځل لپاره د غزل شپې کوربه شوې و چې په کې د غزني ، لوګر، پکتیکا د ولایتونو د رهبرۍ ، ملی وحدت د اجراییه ریاست سلاکار عبدالجبار شلګری ، په ولسې جرګه کې د کندهار د خلکو استازې عبدالرحیم ایوبی سربیره ګڼ شمیر شاعران، لیکوالان ،فرهنګیان  او ځوانان راټول شوې وو.
د غزل شپه لومړی د قران عظیم الشان د مبارکو ایاتونو  په تلاوت سره پیل شوه .
 د غزني ولایت سرپرست والي الحاج محمد موسی خان اکبرزاده  په سر کې د غزل  شپې ټولو ګډون والو ته ښه راغلاست ووایه نوموړې په خپلو خبرو کې  وویل خوښ یم چې د غزني ولایت شاعرانو ،لیکوالانو ،فرهنګیانو او ځوانانو ته مو د لومړې ځل لپاره د غزل د شپې تابیه ونیوله چې دا به  هیواد د ځینو ولایتونو په څیر به هر کال دغه شپه لمانځل کیږې .
وروسته بیا د غزل د شپې ګډونکونکو شاعرانو د بیلا بیلو موضوعاتو اړوند خپل لیکلې شعرونه  ګډونوالو ته واورول او غزني یی د شعر په سپینو شیدو ولامبوه .
همدا راز د غزل د شپې په اجنډا کې مو موسیقۍ ته هم ځای ورکړی وو چې د غزني او پکتیکا ولایتونو د ولسونو او ځوانانو لخوا اتڼونه  وکړل شو .
په درنښت
شفیق ننګ
د غزني ولایت ویاند 
2 thoughts on “د اسلامې تمدن د کلیزې په ویاړ په غزني کې مشاعره”
  1. د سرکاري او غیرسرکاري خبرونو توپیر په دې خبرپاڼه کې ښه لیدلی شئ. چا چې شعر ویلی، پروګرام ورته جوړ شوی او یا یې پروګرام جوړ او رنګین کړی د هغو نومونه نشته. د هیڅ شاعر نوم نه دی ذکر شوی خو والي، پلانکی سلاکار او وکیل باید خامخا یاد شي. ایا دوی شعر ووایه، په شعر یې سر خلاصېږي؟

  2. مسلم صیب رښتیاهم بس چی اتڼ یی کړي همدي ته خوشحاله دي همدي چارواکوڅخه کوم یوه هم د ښونځی،روغتون سړک پوښتنه وکړه کله یی لیدنه ځنی وکړه والي صیب کله هم ولسواليو ته تللي چی هلته ولسوال څه کوي او قومندان څه کوي شته که نه .. کور یی ودان اوس به همدا شاغلي خوشحاله کوي چه وه وایی زاده شه سړي ده کوم بل ځاي ورته چوکي ورسیږي

ځواب ورکول Ahmad Muslim ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *